منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۶ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسوال : ګرمسېر کې ځينو بزګرانو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه کوکنار کرلي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

لښکرګاه(پژواک،٩کب۹۴):دهلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې کمې دي خو د اقتصادي ستونزې د حل په موخه يو شمېر بزګرانو په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي دي.

دغه څرګندونې د ګرمسېر ولسوال عمر ايوب عمري د کب په٩مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې په دې ولسوالۍ کې د هلمند ولايت د نورو ولسواليو په پرتله امنيتي ستونزې کمې دي خو يو شمېر بزګرانو د اقتصادي اړتياوو د پوره کولو په موخه په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې يو شمېر رسنيو راپورنه خپاره کړل چې په ګرمسير ولسوالۍ کې دولتي چارواکو کروندګرو ته د کوکنارو د کرلو اجازه ورکړې ده.

خو ولسوال په دې اړه وويل: (( هيڅ دولتي چارواکي په دې ولسوالۍ کې کروندګرو ته د کوکنارو د کرلو اجازه نه ده ورکړې دا راپورونه ټول بې ځايه دي.))

ده زياته کړه: (( موږ په تمه يو چې ولايت يو عمومي کمپاين پيل کړي ترڅو دغه کوکنار له منځه يوسوو.))

خو هغه وايي که چيرې له کروندګرو سره مرستې وشي او په دې برخه کې ورته پوهاوى ورکړل شي ، نو د کوکنارو له کښت څخه به لاس په سر شي.

نوموړي دا هم وويل چې د ګرمسير ولسوالۍ اوسېدونکي له دولت سره د امنيت په ټينګښت کې پوره همکاري کوي چې له امله يې ددې ولسوالۍ ټول ښوونځي او روغتيايي مرکزونه هم فعال  دي.

خو ولسوال وايي چې يو شمېر استخباراتي ادارې د دې ولسوالۍ د نا امنه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

هغه په دې اړه نور جزييات ورنه کړل.

عمري وويل چې دغه ولسوالۍ يواځې د پوليسو د تشکيل په برخه کې ستونزې لري چې په اړه يې له ولايت سره خبرې کړې دي او ډير ژر به دغه ستونزه هم هواره شي.

د اړوندې موضوع په اړه د ګرمسير ولسوالۍ د بنادر د سيمې کروندګر پاک اغا پژواک ته وويل چې له څو کلونو راهيسې ددې ولسوالۍ کروندګرو کوکنار نه کرل.

خو هغه وويل: (( د اقتصادي ستونزو له امله سږکال ځينې بزګران مجبور شول چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.))

د پاک اغا د معلوماتو له مخې، تر اوسه ددې ولسوالۍ کروندګرو ته دولتي مسوولينو د کوکنارو د کرلو او يا هم نه کرلو په اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز يو بل کروندګر لالاجان پژواک ته وويل چې ددې ولسوالۍ يواځې په غصب شويو ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.

د هلمند ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولايت په اتيا زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

د هلمند ګرمسير ولسوالۍ له ګاونډي هېواد پاکستان او د دې ولايت له ځينو نا امنو ولسواليو سره ګډه پوله لري.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه