اسعد اباد (پژواک، ١٠ کب ٩٤) : په کونړ ولايت کې د هغو ١٥ کسانو فاتحه واخيستل شوه، چې دوه ورځې مخکې د دې ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوي وو.
دوه ورځې مخکې په اسعداباد کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې ١٥ تنه ووژل شول او ٣٧ نور ژوبل شوي وو، چې ټول ملکي وګړي او ډېرى برخه يې ماشومان او ځوانان وو.
د يادې پېښې د قربانيانو فاتحه د کب په ١٠مه، په اسعد اباد کې واخيستل شوه، چې په کې د ننګرهار او کونړ واليانو، د ولايتي شورا استازو، ملکي او نظامي چارواکو، قومي مشرانو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.
د کونړ د عالمانو شورا مشر مولوي عبدالرحمن وويل: (( دوى سپيڅلي شهيدان دي او هرهغه څوک چې دا ډول بريدونه کوي هغه د اسلام له دايرې څخه بهر دي.))
هغه زياته کړه، په ياده پېښه کې قرباني شوي ټول ولسي وګړي او بې وزله خلک دي، چې د يوې نمړۍ ډودۍ او حلال رزق پسې له کوره راوتلي وو.
قومي مشر روح الله هم د غه ځانمرګی بريد وغانده او د کونړ له خلکو يې وغوښتل چې بايد د سولې او امنيت لپاره کار وکړي ترڅو د داسې پېښو مخه ونيول شي.
ده زياته کړه : (( د روسانو پر وړاندې لومړى موږ کونړيانو جهاد پيل کړى او اوس د سولې لپاره هم بايد موږ تر نورو وړاندې شو، که دا کار ونه کړو، همداسې به وژل کېږو.))
د کونړ والي وحيدالله کليمزي وويل چې امنيتي ځواکونه په يواځې توګه نه شي کولی چې امنيت تامين کړي ، بلکې د خلکو مرستې ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه : (( موږ بايد په ګډه د هېواد او اسلام د دښمنانو د ورانکاريو مخه ونيسو.))
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي بيا د کونړ خلکو او د پېښې له قربانيانو سره هم خواخوږي وښوده او ويې ويل چې د ننګرهار ولايتي اداره او ټول خلک د کونړ خلکو سره په دې غم کې شريک دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










