Language

پنځه پېړۍ مخکې په لاس ليکل شوې د قران کريم يوه نسخه د خوست موزيم ته وسپارل شوه

خوست ښار (پژواک، ١٠ کب ٩٤): د قران کريم يوه نسخه چې څه باندې پنځه پېړۍ مخکې په لاس ليکل شوې، د خوست والي حکم خان حبيبي لخوا د دې ولايت ملي موزيم ته وسپارل شوه.

والي حبيبي د کب په ١٠مه، د دې نسخې د سپارلو پرمهال پژواک اژانس ته وويل چې دغه نسخه په تور او سره رنګونو په يو ډول ژېړ کاغذ ليکل شوې او بيا له څرمنې څخه په جوړو شويو پوښتيو سره پوښل شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د قران کريم د دې نسخې کاغذ تر ډېره بريده خپل کيفيت له لاسه ورکړی، خو له دې امله چې روښانه ليکل شوی، په بشپړ ډول د تلاوت وړ دی.

هغه وايي: ((د اطلاعاتو او کلتور له رياست په ځانګړي ډول د موزيم له مسوولينو غوښتنه کوم، چې د دې او نورو تاريخي اثارو په ساتنه کې خپل مسووليت په پوره توګه ترسره کړي.))

د خوست اوسېدونکي مولوي عبدالقدير موزيم ته د قران کريم د يادې نسخې د سپارلو پرمهال پژواک اژانس ته وويل چې دغه نسخه کابو ۵٠۰ کلونه مخکې د دوی د نيکه کور ته راوړل شوې وه.

نوموړي زياته کړه :((د دې لپاره چې په سمه توګه ترې ساتنه وشي، د نورو ديني عالمانو په مشوره مو پرېکړه وکړه، چې دا قران کريم لومړی د خوست موزيم او بيا د افغانستان ملي موزيم ته وسپارل شي.))

دى وايي، ياده نسخه د دوی د کورنۍ غړو په ډېرې پاملرنې سره ساتلې ده او د کډوالۍ پرمهال يې په ډېر احتياط سره له يو ځای څخه بل ځای ته لېږدولې وه.

همدارنګه د څېړۍ د لرګي دوه وړې ټوټې، چې د بېلېدو په وخت پرې د حضرت محمد (ص) نوم په واضح ډول څرګند شوی، هم ياد شوي موزيم ته وسپارل شوې.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد امين شاه الفت پژواک اژانس ته وويل، اوسمهال د خوست موزيم څه باندې څلورسوه تاريخي اثار او لاسي صنايع لري.

د ده په وينا، په يادو اثارو کې د قران کريم يوه بله نسخه چې هغه هم څو پېړۍ مخکې په لاس ليکل شوې، په خوندي توګه ساتل کېږي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.