خوست ښار (پژواک، ١٠ کب ٩٤): په خوست کې سږکال کابو يونيم ميليون نيالګي ايښودل کيږي، خو ولايتي شورا وايي چې د نه پاملرنې له امله يې زياتره له منځه ځي.
د خوست والي حکم خان حبيبي نن د نيالګيو ايښودلو په پروګرام کې وويل، دغه يونيم ميليون نيالګي به د خوست د مرکز په بېلابېلو سيمو او دغه راز په ځينو ولسواليو کې کېښودل شي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د کورنۍ د هر غړي په سر لږ تر لږه يو نيالګی کېنوي، ځکه د نيالګيو ايښودل د اوس لپاره نه، بلکې راتلونکي نسل ته په ميراث پاتې کېږي.
هغه همدارنګه د نيالګيو ساتنه او پالنه هم ډېره اړينه وبلله او ويې ويل، په دې اړه يې له اړوندو دولتي ادارو سره په منظمه طرحه باندې کار کړی دی.
دى وايي: ((د خپلې ولايتي ادارې منسوبينو، رييسانو، اړوندو ادارو او د خوست ولسونو ته مې پيغام دادی چې د نيالګيو کېنول يواځې مهم نه، بلکې پالنه او ساتنه يې هم مهمه ده. بناء د نيالګيو کېنول يوه پروسه ده او ساتنه يې بله پروسه ګڼل کېږي.))
والي زياته کړه، په تېرو ۱۴ کلونو کې د دې ولايت کرنې او مالدارۍ ته لازمه پاملرنه نه ده شوې، خو دی غواړي دې برخې ته د مرکزي دولت ځانګړې توجه راجلب کړي.
د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزی بيا وايي، هر کال په خوست کې د ولايتي ادارې او نورو بنسټونو له خوا په سلګونه زره نيالګي ايښودل کېږي، خو د نه پاملرنې له امله يې زياتره له منځه ځي.
هغه زياتوي: ((موږ هر کال نيالګي کېنوو، خو له بده مرغه، چې بيا يې ساتنه او پالنه نه کېږي، زموږ غوښتنه دا ده، دا نيالګي چې کېنول کېږي، د هغو د ساتنې لپاره دې ځانګړی پلان جوړ شي.))
په ورخت کې د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس نيازمحمد لالى ځدراڼ وايي، تېر کال چې کوم نيالګي ايښودل شوي، له هغو څخه يې په منظم ډول ساتنه او پالنه کړې ده.
هغه زياته کړه: ((د سروې له مخې، تېر کال ۱۳ فيصده نيالګي وچ شوي او پاتې نور ژوندي پاتې دي. سږ کال يوه وېره چې موږ يې لرو، بارانونه نشته، ولې ډېر فشار به پر موږ باندې وي، چې خپله يې اوبه کړو او ساتنه يې وکړو.))
د خوست يوه اوسېدونکي خليل جان ګربزوال له پژواک اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل چې د دولت ترڅنګ د ټولنې هر وګړی د خپلې سيمې او چاپېريال ساتنې لپاره له نويو نيالګيو څخه د پالنې مکلفيت لري. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.