فيروزکوه(پژواک، ١١ کب ٩٤): سره له دې چې د هېواد په رسنيو کې د پام وړ نجونې او مېرمنې کار کوي، خو په غور کې د هغوى رول په تدريجي ډول پيکه شوى او تر دې رسېدلى چې اوسمهال ددې ولايت په رسنيو کې هېڅ کومه نجلۍ او ښځه کار نه کوي.
د بيان ازادي او رسنۍ، په تېره څه باندې يوه لسيزه کې د حکومت له مهمو لاسته راوړنو شمېرل کېږي چې د مېرمنو په ګډون ګڼ شمېر کسانو په دې بنسټونو کې د کار کولو لېوالتيا درلوده.
د غور ولايت هم په دې برخه کې پرمختګ وکړ او تر دې وړاندې يې يو شمېر مېرمنو په رسنيو کې دندې درلودې، خو له درېيو کلونو راهيسې د هغوى شتون صفر ته رسېدلى دى.
درې کاله وړاندې يوه ښځه د مديرې او درې نورې په ځايي تلوېزيون کې د لنډ مهاله کارکوونکو، څلور د وياندويانو او د (عدالت) خصوصي راډيو د خپرونو د مشرې او دوې نورې په (٢١مياشتينۍ) کې د عکاسې او خبريالې په توګه دندې تر سره کولې.
په ټولنيزو، سياسي او اقتصادي برخو کې د ښځو د ذهنونو روښانولو په برخه کې دهغوى رول موثر و، خو اوس په رسنيو کې د ښځو نشتوالى د خبر رسولو او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ستونزو انعکاس برخه کې يوه ستره تشه رامنځته کړې ده.
اوسمهال د خبريالانو درې ټولنې او د خصوصي راډيوګانو د (عدالت غږ)، (سرحد) او (فيروزکوه) په نوم فعاليت لري چې شاوخوا ٤٠ خبريالان او رسنيز کارکوونکي په کې کار کوي، خو يوه نجلۍ يا مېرمن هم په کې نه شته.
په غور کې د ژورناليستانو د ملي ټولنې مشر عبدالقدير غفوري ددې وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې په دولتي او غير دولتي ارګانونو کې د ښځو د شتون په اړه په ټولنه کې نا منل شوى ليدلورى شته او تر څنګ يې له دې قضيو د مور او پلار ناخوښي او له بلې خوا په ځايي رسنيو کې د کار پرمهال د ښځينه خبريالانو پر وړاندې شته ګواښونه ددې سبب شول چې دوى له يوې مخې په رسنيو کې له کار کولو لاس واخلي.
غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل:((په رسنيو کې د مېرمنو نشتوالى په مطلق ډول دهغوى د حقونو تر پښولاندې کول دي چې له لارې دوى ورسره مخ دي.))
د هغه په خبره، په رسنيو کې د ښځو شتون د ټولنې ښځو ته د سولې پيغام د رسولو وسيله او د شته تاوتريخوالي د کمښت سبب کېږي، خو د رسنيو ودې ته د دولت نه پاملرنه او د کافي بوديجې نشتوالى هم ددې سبب شوې چې په رسنيو کې د کارکوونکو په ځانګړي ډول ښځو شتون راکم شي.
يوه مېرمن چې پخوا يې د غور په رسنيو کې کار کړى او اوس په کور ناسته ده، د نوم نه ښودلو په شرط يې وويل چې د خپلې خوښې دنده يې له دې امله پرېښې چې په ټولنه کې ورته خلکو له يوه ناوړه ليدلوري کتل.
هغې زياته کړه چې د همکارانو ناسم چلند يې هم د دندې پرېښودو يو لامل دى.
هغه چې د يوې رسنۍ په خبري برخه کې يې دنده درلوده، وويل:((کله مې چې په رسنيو کې دنده تر سره کوله، له دفتره وتلم، ټولو خلکو به راپسې کتل او حتى ښکنځلې مې يې هم اورېدې.))
د غور د ښځو چارو مشرې معصومې انوري وويل، سره له دې چې رسنۍ د بيان ازادۍ، د خلکو د غږ او ديموکراتيکو بنسټونو نښې دي، خو ددې ولايت په ځايي رسنيو کې يوه مېرمن او نجلۍ هم کار نه کوي چې دا د اندېښنې وړ ده.
هغه وويل، اړينه ده چې ښځې په ټولو رسنيو په ځانګړي ډول ځايي رسنيو کې د ښځو څانګه کار وکړي، څو وکولى شي چې د مظلومو ښځو غږ د نرانو، دولت او نړيوالو غوږ ته ورسوي.
مېرمن انوري زياته کړه:((کله چې يوه ښځه خبرياله وي، په ښه ډول کولى شي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ستونزې راپور جوړ کړي، دا قشر د ښځو لاسته راوړنې او فعاليتونه هم په ښه ډول منعکس کولى شي.))
د غور د ښځو چارو مشرې وويل چې د غور اکثره نجونې چې له ښوونځيو، دارالمعلمينونو او پوهنتونونو فارغې شوې، وزګارې دي او د کار زمينه ورته نه ده مساعده شوې، د غور له ښځو ملاتړ نه شته، څو په دولتي او نا دولتي ادارو کې کار وکړي.
نوموړې په ټولنه کې شته فرهنګي او ټولنيزې ستونزې، امنيتي ګواښونه او په کاري چاپيريال کې د درناوي نشتوالى په رسنيو کې د ښځو او نجونو د کمښت لامل وبلل او زياته يې کړه:((کله چې يوه ښځه د تلوېزيون په پرده وليدل شي او يا يې راډيو کې غږ واورېدل شي، نو ګڼ شمېر خلک د هغې کورنۍ ته پېغور ورکوي چې دا په حقيقت کې د ښځو د غږ زندۍ کول دي.))
د غور د اطلاعاتو او کولتور رياست مشر فخرالدين ارياپور وويل چې د مېرمنو نشتوالى د هغوى د ارادې په نشتوالي پورې تړلى دى.
هغه زياته کړه چې په غور کې د اکثره رسنيو کارکوونکي افتخاري دي او حقوق يې نه ورکول کېږي، د حقوقو نه ورکړه يې هم هغوى ته د ستونزو يو لامل ګنل کېږي.
په غور کې د ښځو د حقونو فعالې ګل پيدامنش هم په رسنيو کې د ښځو نشتوالى يوه ستره ننګونه وبلله او ويې ويل چې په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځو کموالى او يا نشتوالى له يوې خوا په ټولنه کې د ستونزو او له بلې خوا د ستونزو پر وړاندې د ښځو د مقاومت نه کولو لامل ګرځېدلي.
د سرچينې په باور، ښځې تر ډېره راحت طلبه دي، زحمت او ستونزې نه شي زغملى، ځکه خو په رسنيو کې کار يو څه فشار زغملو ته اړتيا لري چې مېرمنې ترې عاجزې دي.
په غور ولايت کې دا مهال يو دولتي تلوېزيون، درې خصوصي راډيوګانې او څه باندې ٢٠ چاپي رسنۍ فعالې دي چې ځينې چاپي رسنيۍ د بوديجې د نشتوالي له امله له کاره لوېدلې دي.
د يادونې ده چې د کندوز ولايت په رسنيو په ځانګړي ډول ځايي خصوصي راډيو ګانو کې د نجونو شمېر، د تلې په شپږمه نېټه ددې ولايت له سقوط، نا امنيو او امنيتي ګواښونو وروسته پيکه شوى دى.
پخوا لسګونو نجونو او ښځو په رسنيو کې دنده درلوده، خو اوسمهال يې شمېره په ځانګړي ډول ځايي راډيوګانو کې د ګوتو په شمېر ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










