منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د ځینو شخصيتونو تلین غونډې یوازې د قدرت ښودنې لپاره جوړيږي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٤): يوشمېر خلک وايي چې د ځينو شخصتيونو د تلينونو مراسم د ډلو له خوا د سياسي قدرت د ښودلو لپاره ترسره کېږي چې د مالي زيان تر څنګ د وخت ضايع کېدو او خلکو ته د مزاحمت سبب ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په ١٨مه د جمعيت اسلامي د ارشد غړي او پخواني مرستيال ولسمشر مارشال محمدقسيم فهيم، د کب په ٢٢مه د ملي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د مړينې، د وږي په ٢٩مه د پخواني ولسمشر او جمعيت اسلامي د رهبر استاد برهان الدين رباني او د وږي په ١٨مه د جمعيت اسلامي د يوه قوماندان او د مجاهدينو په حکومت کې د دفاع وزير احمدشاه مسعود يادغونډې ترسره کېږي.

د ولسي جرګې د غړي مصطفى کاظمي او د دې جرګې د څو نورو غړو تر څنګ چې په بغلان کې په يوه بريد کې ووژل شول، د ګڼو نورو شخصيتونو يادغونډې ترسره کېږي.

د مارشال فهيم د تلين مراسم له درېيو ورځو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دوام لري او ټاکل شوې چې سبا ورځ به د جمعيت اسلامي د قوماندان او د کندوز د پخواني امنيه قوماندان مولانا عبدالرحمن سيدخېلي يادغونډه په کابل کې جوړه شي.

د مارشال فهيم د يادغونډې د مراسمو ترسره کولو کمېسيون، د جزئياتو له ورکړې پرته وايي چې د مارشال فهيم د يادغونډې زيات لګښتونه د بنياد فهيم له لوري ورکول کېږي.

خو په هغه مکتوب کې چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مالي او او اداري مرستيال عبدالمالک صديقي په لاسليک صادر شوی او کاپي يې پژواک ته رسېدلي، راغلي: ((د جمهوري رياست د ٢٣٣٦ ګنې او د ٢٢/١١/١٣٩٤ نېټې حکم له مخې د کب په ١٨مه د مرحوم مارشال محمدقسيم فهيم دويم تلين ترسره کولو لپاره د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم په مشرۍ د اړوند چارواکو، وزارتونو او ادارو له خوا د ګډ کمېسيون جوړېدل منظور شوي دي، کمېسيون دې د دوو جلا ناستو په ترڅ کې په مرکز کې د پرتمينو مراسمو د ترسره کولو لپاره ټول چمتووالى ونيسي او پر بنسټ دې اجراات وکړي.

د کمېسيون له پرېکړې سره سم په نظر کې ده چې ياد مراسم په ټولو ولايتونو کې د ځانګړو امنيتي تدابيرو په نيولو سره په پرتمينه توګه د ولايتونو د واليانو له خوا په ځانګړو مراسمو کې ترسره شي. په مکتوب کې همدارنګه راغلي چې د عکس، پوسټرونو او شعارونو چمتو کول دې د مارشال فهيم له بنياد سره په همغږۍ ترسره شي.))

د دغو مراسمو په ځينو برخو کې چې په بيرغونو او تصويرونو ښکلي کېږي، لوړپوړي دولتي چارواکي او د همدې شخصيتونو پلويان ګډون کوي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وويل چې داسې محفلونه بايد ترسره نه شي.

د هغه په خبره، د هېواد اوسنيو شرايطو ته په پام سره چې کوم پيسې په دې ډول مراسمو لګول کېږي، بايد پر بېوزلو او اړو کسانو ووېشل شي؛ ځکه چې په داسې مرستو کې د دنيا او اخرت خير نغښتى دى.

هغه زياته کړه چې د مالي زيان تر څنګ، د وخت ضايع کېدل، د لارو بندېدل او خلکو ته مزاحت کول، د ورته مراسمو له نورو ستونزو څخه دي.

حقيار وويل: ((له اکثره دا ډول غونډو نه سياسي استفاده کېږي، ځيني استفاده جو خلک د خپل قدرت ښودلو لپاره داسې محافل جوړوي.))

نوموړي د احمدشاه مسعود د يادغونډې مراسمو ته په اشارې سره وويل چې ځيني استفاده جو خلکو په هغې ورځ په واټونو کې د خلکو لپاره مزاحمت کاوو.

هغه زياته کړه چې ولسمشر او نور چارواکي غواړي چې د هېواد د يوه شخصيت يادغونډه ترسره کوي، کولى شي چې د ټلويزيونونو او نورو رسنيو له لارې خپل پيغامونه خپاره کړي او له مطبوعاتو وغواړي چې د دغو اشخاصو د کړنو په اړه ځانګړي پروګرامونه ولري.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهاند ودير ساپي په دې اړه وويل: ((په افغانستان کې هر څه کې افراط کېږي، نه پوهېږم چې ګټه په څه کې ده په ټولو ولايتونو کې هم مهاله يادغونډې جوړوي، اصلي خبره دا ده چې له دې ډول غونډو سياسي استفادې کېږي.))

هغه هم زياته کړه چې د دا ډول غونډو د جوړولو پر ځاى به غوره وي چې له شخصيتونو نه د رسنيو له لارې په ځانګړو خپرونو کې يادونه وشي.

د ننګرهار ولايتي شورا غړي ولايت خان هم وويل چې په ورته مراسمو د پيسو لګولو پر ځاى بايد له اړو کسانو سره مرسته وشي.

نوموړي ادعا وکړه چې د داسې محفلونو د ترسره کلو لپاره د دولت له بوديجې پيسې لګول کېږي او ګډونوالو ته هم پيسې ورکول کېږي.

په دغه ولايت کې د مدني ټولنې يوه فعال زاهدالله ناصري هم د ورته غونډو له جوړولو سره د مخالفت په څرګندولو زياته کړه: ((پيسې د دولت له بوديجې نه بېځايه لګول کېږي او په مراسمو کې د لوړو پوړو چارواکو د ګډون له امله په کارونو کې ځنډ راځي.))

د فارياب د مرکز ميمنې ښار اوسېدونکي محمد صالح وويل چې له دې ډول غونډو جوړولو تر ډېره سياسي او مادي ګټه اخيستل کېږي او معنوي ګټه يې ډېره کمه ده.

هغه زياته کړه: ((په هېواد کې زيات شخصيتونه يا وژل شوي او يا مړه شوي، يا په راتلونکي کې مري او يا وژل کېږي، که چېرې د هر يوه لپاره ځانګړي مراسم ونيسو، بايد ټول کال په داسې ورځو تېر کړو.))

د جوزجان ولايت اوسېدونکي او متقاعد مامور نعمت الله وويل: ((دا ډول محفلونه په ننداريز ډول جوړېږي او کله داسې هم شوي چې په ځينو ولايتونو کې پرېمانه پيسې لګول شوې چې له شک پرته دا پيسې وړيا نه دي ترلاسه شوې، نړيوالې ټولنې د افغانستان د خلکو په نوم مرسته کړې، خو يوه برخه يې په داسې محفلونو لګول کېږي.))

د هغه په خبره، د دغو لښګتونو پر ځاى بايد دا پيسې د ټولګټو پروژو په عملي کولو کې ولګول شي چې لږ تر لږه د يو شمېر کسانو لپاره د کار زمينه برابره شي او يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستيال عبدلاحد عباسي وايي چې د علمي او فرهنګي شخصيتونو د يادغونډو لګښتونه د دولت له خوا ورکول کېږي، خو د ځينو سياسي څېرو لکه مارشال فهيم، احمدشاه مسعود او نورو د غونډو لګښتونه د هغوى اړوند بنسټونه ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور