کابل(پژواک،١١ کب ٩٤): له بې وزلو کورنيو او سړک غاړې ماشومانو سره د مرستې کلتور د بنسټيز کېدو په موخه، په کابل کې د مهربانۍ دويم چتر جوړ شو.
د مهربانۍ لومړى چتر دوه مياشتې وړاندې د (خاطره افرينان) په نوم بنسټ لخوا د کابل ښار په کارته سه کې رامنځته شو او له دې نه په اقتباس او ورته پيغام سره د مهربانۍ لومړى چتر په کارته پروان کې د(نګرش نو) په نامه ټولنيز بنسټ لخوا رامنځته شو.
نن د مهربانۍ دويم چتر د (خاطره افرينان) بنسټ له لوري د کاتب پوهنتون په مرسته، د کابل نوي ښار کې پرانېستل شو.
تر دې چتر لاندې يو کوټبند راځوړند دى او هغوى چې اقتصادي وضعيت يې يو څه ښه دى، راځي، جامې او نور وسايل پرې راځړوي او اړ کسان ترې ګټه اخلي.
مستوره چې له خپلې خور سره د مهربانۍ چتر ته راغلې، يو دستکول او يو جوړ پنجابي کالي يې له هغه ځايه اخيستي وو، پژواک خبري اژانس ته يې وويل:((دا يو ډېر ښه کار دى، په کابل کې ډېر خلک کالي نه لري، که چېرته دا کار دوام ولري، نو هېڅ کوم غريب به بې جامو پاتې نه شي.))
دا لس کلنه نجلۍ چې د سړک پر غاړه سوالګري کوي، زياتوي چې که په يوه ټولنه کې ټول يو د بل لاس ونيسي، هېڅکله به هم څوک بل چاته د اړتيا لاس ونه غځوي.
مستورې وويل چې د کابل ښار د يوه غره لمن کې يې خېمه وهلې، مور يې مړه شوې، پلار يې په جګړو کې په يوه پښه ګوډ شوى، دوه خويندې هم لري، خو د کورنۍ مشري ور دغاړې ده او اړه ده چې نورو ته لاس نيسي.
دا په داسې حال کې ده چې د مدني ټولنو بنسټونو داندېښنې په څرګندولو سره په ټولو هېواد کې د سړک غاړې او نورو درنو کارونو بوختو ماشومانو شمېره دوه ميليون تنه ښودلې چې ٦٠ زره يې په کابل کې دي. دوى وايي چې دولت تر اوسه د سړک غاړې ماشومانو ستونزه نه ده حل کړې.
د ولسي جرګې د شځو چارو کميسيو مشرې فوزيې کوفي د مهرباتۍ چتر په سيمه کې جوړې شوې غونډې ته وويل:((موږ بايد د ماشومانو سره مرستې داسې ځاى ته ورسوو، چېرته چې ژوند کوي، هر وخت چې دې کار ته کوم دفتر يا يو ځاى په پام کې ونيول شي، نو تشريفاتي او بالاخره پروژه يې کار کېږي.))
کوفي زياته کړه، که چېرته د سړک غاړې ماشومانو سره مرسته وشي، له يوې خوا د مرسته کوونکي انساني حس څرګندوي او پرته له دې چې دلته د بهرنيو مرستې وي، له يوې بلې خوا د اړ کس سره مرسته کېږي، په ځانګړي ډول د ژمي روان موسم کې چې هوا لا هم سړه ده.
مدني فعال سميع دره يي په دې غونډه کې وويل، غواړي له دې لارې خلکو ته وښيي چې لا هم د انسانيت څرګندولو وخت دى. هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې خپل کارول شوي او اضافه توکي دې تر دې چتر لاندې واچوي، څو اړ کسان او سړک غاړو ماشومان ترې ګټه واخلي.
دغه مدني فعال وويل، په افغانستان کې دا کسان شته چې ډېر اړ دي، دا کار يواځې په ننداريز ډول تر سره کېږي، هيله ده چې د افغانستان خلک د دوى غږ ته لبيک ووايي او تل د مهربانۍ تر چترونو لاندې ژوند وکړي.
دره يي وويل:((د مهربانۍ چتر کېداشي شي چې د کلتور يوه برخه او انسانيت ته د لبيک ويلو نمونه شي.))
د خاطره افرينان په نامه يوه بل فرهنګي بنسټ مشر بارش سروري وويل، ددې چتر رامنځته کول ددې لامل شول چې په کابل، مزار شريف، هرات او تالقانو کې ورته دېوالونه چې ګډ پيغام لري، جوړ شي.
ياد شوي بنسټ له يوه کال راهيسې جوړ شوى چې ٢٥ غړي لري او يواځې په کابل کې فعاليت کوي، خو په پام کې لري چې خپل فعاليتونه نورو ولايتونو ته هم وغځوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










