کندهار (پژواک، ١١ کب ٩٤): په کندهار پوهنتون کې د افغانستان او هندوستان د فرهنګي مشترکاتو د څېړنې په موخه
څېړنيز مرکز جوړ شو او ټاکل شوې چې ورته مرکز په هند کې هم جوړ شي.
په دې مراسمو کې چې په کندهار پوهنتون کې جوړ شوي و، په افغانستان کې د هند سفير منپريت وهرا ترڅنګ د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل، يو شمېر استادانو او محصلينو ګډون کړى و.
د کندهار پوهنتون رييس حضرت مير توتاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې څېړنيز مرکز کې به د دواړو هېوادونو د فرهنګي مشترکاتو په اړه څېړنې کېږي او دغسې يو مرکز به په هندوستان کې هم ژر پرانيستل شي.
ده وويل چې دغه څېړنيز مرکز د هند سفارت او کندهار پوهنتون په شاوخوا ٧٥٠٠ امريکايي ډالره ګډ مالي لګښت د هندوستان د جواهر لال نهرو پوهنتون او د دواړو هېوادونو د پخوانيو سفيرانو په هڅونه جوړ شوى دى.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د هندوستان له سفير څخه مننه وکړه چې د خپلو نورو مرستو په لړ کې په علمي ډګر کې هم مرسته کوي.
د ده په وينا، که هندوستان د کندهار پوهنتون د ليسانس استادانو ته د ماسټرۍ او ماسټر استادانو ته د دوکتورا په برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړي، نو دا به د دې سيمې لپاره لوى علمي ګام وي.
په کابل کې د هند سفير منپريت وهرا ياد څېړنيز مرکز ډېر مهم وګاڼه او ويې ويل، له افغانستان سره به د دغه هېواد ورته نورې مرستې هم دوام ولري.
هغه خبر ورکړ چې کندهار پوهنتون دې د خپلو استادانو د ماسټرۍ او دوکتورا په موخه د هند سفارت ته وړانديز ولېږي.
ده دغه راز ژمنه وکړه چې د تحصيلي بورسونو په برخه کې به په کال کې ٢٥ بورسونه کندهار ولايت ته ورکوي.
د يادونې ده چې د هند سفير تېره ورځ په کندهار کې د کرکټ د يوه لوبغالي د جوړولو چارې پيل کړې، چې د دغه هېواد په يو ميليون امريکايي ډالره مرسته جوړېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










