کندهار (پژواک، ١٢ کب ٩٤): د کندهار کروندګر او باغ لرونکي وايي، سږ کال په دغه ولايت کې کافي ورښتونه نه دي شوي چې له امله يې کښتونه او باغونه زيانمن شوي او وچکالۍ یې اندېښنه ډېره کړې ده.
بلخوا د کندهار د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې تر دې مهاله ٥٠ ملي متره باران شوى، خو د يوه اباد کال لپاره شاوخوا ٤٥٠ ملي متره باران ته اړتيا ده.
د ډنډ ولسوالۍ يوه بزګر نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم په کندهار کې بارانونه نه دي شوي، چې له امله يې د خلکو کښتونه او باغونه زيانمن شوي دي.
هغه زياته کړه، په دې ولسوالۍ کې پخوا له ځمکې څخه د اوبو سطحه ٢ متره لاندې وه، خو اوس ١٠ متره لاندې تللې ده.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې سږ کال ګڼ شمېر کروندګرو د باران په تمه للمي غنم کرلي، خو دا چې کافي اورښت نه دى شوى، سر له اوسه ژيړ شوي او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
د ارغنداب ولسوالۍ يوه باغ لرونکي حاجي محمد ظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ولسوالۍ په سرکاري باغ سيمه کې د انارو باغ لري، خو د اوبو لپاره يې اوبه نه لري.
هغه زياته کړه، نور کلونه چې بارانونه ډېر وو، د دهلې بند اوبه به په کب مياشت کې را خوشې کېدلې، خو دا دى مياشت نيمايي ته رسېږي، چې اوبه په کې نه دي راغلي.
د دهلې بند په شاوليکوټ ولسوالۍ کې دى چې د کندهار د اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.
ياد شوى باغ لرونکى وايي، کله چې اورښت نه وي، ډېرى باغونه وچېږي او يا هم حاصلات زيانمنېږي، ځکه له اورښتونو سره ونې ډېره مېوه نيسي او دغه راز يې رنګ او خوند هم ښه کېږي.
د ده په خبره، د کندهار د ګڼ شمېر اوسېدونکو ژوند له کرنې سره تړلى، که راتلونکې يوه مياشت هم باران و نه اوري، نو د وچکالۍ وېره شته او درانه زيانونه به واړوي.
دغه راز د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د اورښتونو د کمښت له امله يې د ولسوالۍ کارېزونه وچ شوي او خلک سخت وارخطا دي.
د يادې شوې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالله افغان پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولسوالۍ کې د انګورو او بادامو باغونه شته، خو د اوبو د نشتوالي له امله د وچېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
هغه زياته کړه، د بارانونو د نه اورېدو له امله د ولسوالۍ کارېزونه وچ شوي او يو څاڅکى اوبه په کې نه راځي.
د کندهار د کرنې رياست مسوولين هم د اورښتونو کمښت اندېښمن کړي او وايي، که راتلونکې يوه يا يوه نيمه مياشت بارانونه و نه اوري، نو د وچکالۍ امکان شته چې خلک به سخت زيانمن کړي.
د ياد شوي رياست د ترويج مسوول انجنير محمد الله نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال تر دې مهاله په کندهار کې ٥٠ ملي متره باران اورېدلى، خو د يوه اباد کال لپاره کابو ٤٥٠ ملي متره باران ته اړتيا ده.
خو ده دا هم وويل چې ٢٥٠ ملي متره باران هم د دوبي په موسم کې د وچکالۍ وېره ختمولى شي.
نوموړي ومنله چې د بارانونو د نشتوالي له امله په ډنډ او ځينو نورو ولسواليو کې د خلکو للمي غنم وچ شوي دي.
د ده په خبره، د اورښتونو د کمښت له امله په دهلې بند کې هم د اوبو کچه ټيټه شوې، په داسې حال کې چې په همدې موسم کې کښتونه او باغونه اوبو ته سخته اړتيا لري.
خو د کرنې رياست دغه چارواکي هيله وښودله چې لا هم يوه يا يوه نيمه مياشت مخکې شته، که په دغه موده کې بارانونه وشي، نو د وچکالۍ وېره به ختمه شي.
د يادونې ده چې راتلونکې دوې ورځې په کندهار او شاوخوا سيمو کې د باران اټکل شوى دى.
د کرنې رياست د مسوولينو په باور، که اورښت دوامداره شي، نو د دې ولايت کښتونه او باغونه چې په اوسني موسم کې اوبو ته سخته اړتيا لري، خړوب شي او تر ځمکې لاندې به د اوبو کچه ډېره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










