جلال اباد (پژواک، ١٥ کب مه ۹۴): د ننګرهار په مرکز جلال ابادښار کې د کابلبانک پېښه کې د قربانيانو کورنۍ وايي چې دوی له پامه غورځول شوې دي.
بد اقتصادي وضعيت، د مرستو نه ورسېدل او د يادې پېښې په تور د نيولو شوو کسانو د سرنوشت په تړاو بې خبري هغه مسايل دي چې دغه کورنۍ يې له امله شکايت لري.
د روان لمريز کال د وري په ۲۹مه جلال اباد ښار کې د نوي کابلبانک مخې ته ځانمرکی بريد وشو،چې لږ تر لږه ۳۵کسان په کې ووژل شول او ۱۲۴ نورټپيان شول.
د همدغه کال د غويي په ۱۴مه، د ملي امنيت عمومي رياست اعلان وکړ چې د دې پېښې په تور يې پنځه کسه نيولي دي او قرباني شوې کورنۍ ادعا کوي چې د دغو کسانو د محاکمه کېدو په تړاو ناخبره ساتل شوي دي.
قربانيان
د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په"کووړګاه" کلي کې بوډا سړی په يوه زاړه او خراب کور کې د ۱۸ هغو يتيمانو سرپرستي کوي، چې پلرونه يې د کابلبانک په پېښه کې وژل شوي دي.
حضرت عمر او ګل عمر دوه هغه وروڼه وو، چې په دې پېښه کې وژل شوي او اوس يې کورنۍ او اولادونه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د وژل شويو زامنو بوډا پلار سيدعمر له لمسيانو سره په خپل کورکې پژواک ته وويل: (( د زامنو له وژل کېدو وروسته مې سترګې کمزورې شوي، ما او د زامنو مېرمنو ته مې عصبي ناروغي پيدا شوې ده.))
سيدعمر درې واړه بچيان لري؛ خو د ګټې وټې نه دي.
هغه وايي : ((مشر زوی مې حضرت عمر نومېده، د دره نور په قلعه شاهي جومات کې ملا امام و او بل ګل عمر په ميدان وردګو کې د عامه نظم سرتېری و، دواړو په يوه ورځ ودونه کړي واو په يوه ورځ ووژل شول. له يوه ۱۰ او له بل اته اولادونه پاتې شول. همدوی د کور لګښتونه پوره کول.))
۶۵ کلن سيدعمر وايي: ((کشر زوی چې مې دندې ته تللو نو مشر ورور ورته وويل، راځه جلال اباد کې به له بانک څخه خپل معاش واخلم او ته به يې کور ته راوړې، کله چې بانک ته ورغلي د هغې غم لړۍ پېښې قربانيان شول.))
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د يتيمانو پالنه څنګه کوئ؟ په ژړغوني غږ وويل: (( د الله هيلې ته ناست يو، دوه پټي ځمکه لرو د کورنيو څاريو د ساتلو څوک نه لرم، عايد نشته، بس د خدای هيلې ته ناست يم.))
نوموړي د خپلو لمسانو په سر لاسونه راکش کړل او په ژړا ژړاکې يې يادونه وکړه: (( همدوی ته ناست يم.))
د دره نور ولسوالۍ قومي مشر او د ولايتي شورا پخواني وکيل ضابط اميرمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې سيدعمر او د وژل شوو زامنو مېرمنې يې ناروغانې دي او ياده کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
هغه زياتوي: ((دا سړی درې نور زامن هم لري، هغوی واړه دي، د دې سړي مېرمن هم پخوا مړه شوې، اوس په ډېر مشکل د ورپاتې يتيمانو پالنه کوي.))
د سيدعمر په څېر د يادې پېښې نورې قرباني کورنۍ هم له ورته اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د جلال اباد ښار د مخابراتو څلورلاري په يوه پخوانۍ او کوچنۍ هټۍ کې هجرت الله د فوتوکاپي ماشين ته ولاړ دی او د شاګرد په صفت په ورځني معاش کار کوي.
د کابلبانک په پېښه کې د هجرت الله، زلمی ورور وژل شوی او هټۍ يې له منځه تللې ده .
هغه وايي : ((زه تر پېښې مخکې له دوکانه ووتلم او ورور مې په کې ناست و. ديرش متره نه وم تللى، چې چاودنه وشوه، کله چې په هوښ شوم ورغلم د لسګونو مړو په منځ کې مې خپل ورور وليده.))
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د ذبيح الله په نامه د ۱۷ کلن ورور تر وژل کېدو وروسته يې مور ته عصبي ناروغي پيدا شوې او د کورنۍ ټول غړي يې سخت غمجن دي.
هجرت الله زياتوي: ((په دې پېښه کې زموږ خوراکه فروشي له منځه لاړه ، شاوخوا اته سوه زره افغانۍ مو مالي تاوان وکړ، زه له غريبۍ دلته شاګردي کوم؛ خو په دې نه يم مور ته مې ډېر خپه يم ناروغي يې نه ښه کېږي.))
د ده په خبره: ((وړمه ورځ مې مور د ورور قبر ته ورغلې وه، فشار يې پورته شوی و بيا مې ماماګانو روغتون ته يوړه او پيچکارۍ يې ورته کړې وې. موږ ۱۲ کسيزه کورنۍ ټول دې پېښې ډېر خفه کړي يو.))
شفيع الله لغمانى بيا د دې پېښې هغه قرباني دی، چې له سختو ټپونو وروسته روغ شوی او ګرځېدلی شي.
هغه د بهسودو ولسوالۍ د بنغرو سيمې په يوه کرايه کور کې اوسېږي او هيله لري چې بېرته د کار کولو جوګه شي: ((په دې پېښه کې زما خېټه او پېښې ژوبلې شوې وې، پنځوس کوکونه مې خېټې او ۴۲ کوکونه مې دواړه پېښو خوړولي دي.))
د نوموړي په وينا، د پېښې په سيمه کې يې د جوسو هټۍ درلوده چې په چاودنه کې يې ټول توکي له منځه تللي او اوس کارو بار نه لري.
ده له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل: ((زه يې له پېښې نه وروسته د مړو په کتار کې اچولی وم، په صحت عامه کې مې ډاکټرانو زګېروي اورېدلي وو او بيا يې عملياتو ته وړی وم.))
مرستې
د کابلبانک د پېښې دغه قربانۍ کورنۍ له حکومت څخه ګيله لري چې له پامه يې غورځولې او مرسته يې ورسره نه ده کړي.
اخوا د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل چې حکومت له دغسې پېښو وروسته له قربانيانو سره هغسې چې لازمه ده مرسته نه کوي.
زمرى مني چې ولسمشر او سيمه ييزې ادارې د ده په وينا، کله کله له يو شمېر دغسې قرباني کورنيو سره نغدي مرسته کوي ، خو هغه مرستې د ځينو لپاره محدودې بولي.
د ده په وينا: ((دا د حکومت دنده ده، چې د پېښو د قربانيانو مالي لاسنيوی وکړي او د اړتيا په صورت کې ورته کاري زمينې برابرې کړي.))
د ولايتي شورا دا وکيل د يادې پېښې د قربانيانو د کورنيو په څېر په دې تور د نيولو شوو کسانو محاکمه غواړي.
دی وايي: ((د وري په مياشت کې دا پېښه شوې ده، که رښتيا يې هم په تور څوک نيول شوي وي نو ژر تر ژره دې محاکمه شي.))
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښو پر مهال د حکومت له لوري له وژل شوو او ټپيانو سره مرسته ترسره کېږي.
هغه زياته کړه : ((د کابلبانک د پېښې پر مهال د ننګرهار ولايت مقام د والي د مرستيال په سرپرستۍ کې و، نو ځکه وايم چې مرسته يې نه ده کړې.))
د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کابل بانک تر پېښې وروسته ولسمشر له ۹۰ کوډ څخه د پېښو قربانيانو ته مرستې رسولې دي.
ګرديوال وايي: ((موږ د هر شهيد کورنۍ ته سل زره او ټپي ته ۵۰ زره افغانۍ مرسته ورسولې، د همدې چارې لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ پلاوی هم راغلی وو.))
خو د يادې پېښې ډېری قرباني کورنۍ له دې مرستو بې خبري ښيي.
د پېښې عاملين
د روان لمريز کال د غويي په ۱۴مه، د ملي امنيت د عمومي رياست وياند حسيب صديقي په جلال اباد کې د خبري کنفرانس پر مهال وويل چې د کابلبانک د پېښې په تور پنځه کسان نيول شوي دي.
صديقي ويلي و: ((نيول شويو کسانو د کابلبانک په پېښه، د ولايتي شورا د وکيلې انګېزې شينوارې په ترور او د ډولکي بابا زيات په چاودنه کې لاس درلود.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










