جلال اباد (پژواک، ۱۶ کب ۹۴): د ولسمشر غني مېرمنې ننګرهار ولايت ته په سفر کې وويل چې د افغان مېرمنو وروستيو لاسته راړونو د ښځو ښې راتلونکې ته هيلې ډېرې کړې دي.
بي بي ګل رولا غني د کب په ۱۶مه ننګرهار ولايت ته د ښځو د نړيوالۍ ورځې د نمانغونډې لپاره سفر کړی و او يو شمېر ښځينه فعالانو ته يې د زړورتیا جایزې ورکړې.
لومړۍ مېرمنې په خپلو خبرو کې له افغان مېرمنو ملاتړ اعلان کړ او يادونه يې وکړه: ((په ولايتونو کې د مېرمنو لاسته راړونو هيله مندي ډېره کړې ده.))
رولا غني پر والدينو غږ وکړ چې د خپلو ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره بايد مېرمنه او خاوند يو بل ته په درناوی ژوند وکړي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل چې په دغه ولايت کې د مېرمنو د ستونزو د حل لپاره په هره مياشت کې ځانګړې غونډه کوي.
والي زياته کړه: ((په ننګرهار کې پنځه مېرمنې د رياست په څوکيو کې دي، ۳زره مېرمنې د لاسي صنايعو په برخه کې کار کوي زرګونه يې په زده کړو بوختې دي.))
د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمران بيا وايي چې لومړۍ مېرمنو ورسره ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې بېوزله او بې سرپرسته مېرمنو ته وجهي صندوق جوړوي.
عمران د يادې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل چې له لومړۍ مېرمنې يې غوښتنه وکړه څو په ادارو کې د مېرمنو ونډه ډېره کړي او زده کړو ته يې پاملرنه وشي.
اخوا د ننګرهار د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييسې صبرينا حميدي پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د مېرمنو د تاوتريخوالي ۳۳۸ پېښې ثبت شوې دي.
نوموړې زياته کړه: ((دا کچه د تېر کال په پرتله ډېره ده، د تعليم له حقه د محرويت ، په کم عمر کې ودونه او نورو برخو کې د تاوتريځوالي پېښې کمې شوي خو د فزيکي تاوتريخوالي کچه لوړه ده.))
د مارچ د اتمې په وياړ په ياده غونډه کې د ختیځو ولايتونو سلګونه مېرمنو برخه اخيستې وه او د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون هم په کې پرانيستل شوی و.
بي بي ګل د ننګرهار ولايت يو شمېر ښځينه فعالانو ته ايوارډونه هم ورکړل او هيله يې ترې وکړه چې خپلو هڅو ته دوام وکړي.
د لومړۍ مرمنې د راتګ له امله د جلال اباد ښار په ځينو برخو کې سختې پلټنې روانې وې او د ښار په مرکزي سيمو کې د موټرو پر تګ راتګ بنديز و چې له امله يې ځايي اوسېدونکو شکايتونه درلودل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










