کندهار،مزارشريف (پژواک، ١٦ کب ٩٤): په کندهار ښار کې د ولسي ونډې پربنسټ د پنځه کيلومتره سړکونو د جوړولو چارې او بلخ ولايت په اتو ولسواليو کې د ملي پيوستون د تر سره شويو پروژو د بيارغونې په موخه د کارموندنې ملي پروژې پيل شوې.
د کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د کندهار ښار د نهمې ناحيې د الف ساحې د پنځه کيلومتره سړکونو د پخولو چارې پيل شوې، چې تر راتلونکو درېيو مياشتو پورې به بشپړې شي.
هغه زياته کړه، د سړکونو جوړولو په دغه پروګرام کې د يادې شوې سيمې هر کور ١٥زره افغانۍ ونډه ورکړې، چې ټول لګښت يې ٢٦ ميليونه افغانۍ کېږي.
ولسمل وايي: (( په دې وروستيو کې د ښاروالۍ په هڅو خلک دې ته چمتو شوي چې د ولسي ونډې پربنسټ د ښار په بيارغونه او پرمختيا کې برخه واخلي او په پام کې لري، چې دغه لړۍ د ښار نورو برخو ته هم وغځوي او ګڼې پرمختيايي چارې د ولسي مشارکت پر بنسټ تر سره کړي.))
د کندهار والي همايون عزيزي هم د دې ګام ستاينه وکړه او ويې ويل،چې د ولس د ونډې په پايله کې پرمختيايي کارونه په ښه کيفيت تر سره کېږي او د ژوند اسانتياوې ورسره ډېرېږي.
د کندهار ښار د نهمې ناحيې د الف ساحې اوسېدونکي وايي، کلونه وشول چې د سړکونو د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخامخ وو، خو دا دى د هغوى په ونډه اوس د سړکونو د پخولو چارې پيل شوې دي.
د همدې ساحې يوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک خبري اژانس ته وويل، خلک په خپله خوښه حاضر شوي چې له ښاروالۍ سره همکار شي او په پرمختيايي چارو کې ونډه واخلي.
هغه زياته کړه، تر دې وړاندې د يادې شوې ساحې خلک د پخو سړکونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ وو، خو د سړکونو په جوړېدو سره به يې مخکينۍ ستونزې حل شي.
له بلې خوا د بلخ ولايت په اتو ولسواليو کې د ملي پيوستون د تر سره شويو پروژو د بيارغونې په موخه د کار موندنې ملي پروژې پيل شوې.په دغې پروژه کې ۵۰۳ کلي شامل دي، چې په ترڅ کې به يې څه باندې ۳۱زره کسانو ته لنډمهالي کاري اسانتياوې برابرې شي.
د کار موندنې د ملي پروژو پيل نن، د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې په نمونوي بڼه وشو، چې په مراسمو کې يې د يادې ولسوالۍ د دولتي چارواکو او خلکو ترڅنګ د کليو د پراختيا وزارت د پروګرامونو مرستيال وزير هم برخه اخيستې وه.
د کليو د پراختيا وزارت د پروګرامونو د برخې مرستيال وزير احمد شهير شهريار پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټول هېواد کې د ملي پيوستون د پروژو لړۍ له ۱۲ کلن کار څخه وروسته پای ته ورسېده.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ په ګډون د هېواد په ۱۲ ولايتونو کې د ملي پيوستون له لارې د شويو کارونو د بيارغونې په موخه ((د کارموندنې ملي پروژه)) پيل شوه.
د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې دغه پروژه د بلخ، چهاربولک، چارکند، کشندې، مارمل، دهدادي، خلم، او نهرشاهي ولسواليو ۵۰۳ کلي تر پوښښ لاندې راولي، چې ۱۲۳زره کورنيو ته به يې ګټه ورسېږي.
نوموړي زياته کړه، په بلخ کې به د يادې پروژې لګښت ۲۶۳ميليونه۵۶۳زره افغانۍ وي.
د هغه په خبره، د کار موندنې د ملي پروژې له لارې به په ټول هېواد کې د هغو پروژو بياکتنه او د خرابېدو په حال کې به يې د بيارغونې چارې تر سره شي، چې د ملي پيوستون په لړ کې په تېرو دولسو کلونو کې تر سره شوي دي.
دى وايي، همداراز د يادې پروژې يو هدف په سيمه کې د امن او سولې لپاره لاره برابرول دي.
د بلخ ولسوال تيمور شاه پاييز د يادو پروژو د پيل د مراسمو په څنډه کې پژواک ته وويل، چې دولت په تېرو څو کلونو کې په دغې ولسوالۍ کې د ياد وړ چارې تر سره کړې، خو د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې ځينې شوي کارونه بيارغونې ته اړتيا لري.
د هغه په وينا، دوی خوښ دي چې د يادو پروژو په لړ کې بلخ ولسوالۍ هم شامله ده.
د کليو د پراختيا وزارت د پروګرامونو مرستيال وزير شهريار وويل، د کارموندنې ملي پروژه په ټول هېواد کې په دولسو ولايتونو بلخ، بغلان، جوزجان، فارياب، هرات، کندهار، خوست، کونړ، کندوز، لغمان، ننګرهار او فراه کې پيلېږي.
نوموړي زياته کړه، په عمومي توګه د ټول هېواد په کچه د يادې پروژې لګښت ۳۵ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېږي.
له بلې خوا د دغه ولايت په بلخ ولسوالۍ کې ۶ کيلومتره قير کړای شوی سړک هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د بلخ ولسوال وويل، چې ياد سړک د بلخ ولسوالۍ څلور کلي بهاوالدين، حصارک، سيداباد او بوکه د ولسوالۍ له بازار سره نښلوي.
نوموړي زياته کړه، ياد سړک د ۷۱ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوی، چې د کرنې د پرمختګ او پراختيا پروژې (CARED-F) له خوا يې مالي ملاتړ شوی دی.
د بلخ ولسوالۍ د مزار بندر اوسېدونکي ګلبدين پژواک ته وويل، چې ياد سړک له قير کېدو وړاندې د تګ راتګ لپاره په پوره توګه برابر نه وو.
نوموړي زياته کړه: ((په اوړي کې د دوړو او په ژمي کې د خټو له امله مو د خپلو پټيو حاصلات په ډېرو مشکلاتو تر ښاره رسول.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










