منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بېوزلو مېرمنو او ماشومانو لپاره د بسپنې صندوق پرانيستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک ١٧ کب ٩٤): د ملي ثبات ټولنې له خوا د ښځو نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې د بېوزلو مېرمنو او ماشومانو لپاره د بسپنې صندوق پرانيستل شو.

له يادې شوې ټولنې څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه غونډه نن په کابل کې جوړه شوې وه، چې له سلګونو فعالو مېرمنو سربېره په کې د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو، علماوو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل وويل، په تېرو ۱٣ کلونو کې ښځو ته له نسبې پاملرنې سره سره، بيا هم داسې ګامونه نه دي اخيستل شوي، چې د ښځو په ژوند کې مثبت بدلونونه راولي.

ده زياته کړې، د ښځو په برخه کې ډېری مسايل تر شعاره او د ښار په مرمرينو هوټلونو کې محدود پاتې شوي او هغه کليوالې مېرمنې، چې اوس هم  د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسی نه لري، د هغوى په ژوند کې کوم بدلون نه دى راغلى.

د هغه په وينا، په تلپاتې سوله او ثبات کې د نارينه وو ترڅنګ د مېرمنو ونډه د پام وړ ده، ځکه په هېواد کې د تپل شوو جنګونو پر مېرمنو ډېرې ناوړې اغېزې کړې دي، نو مېرمنې دې په سوله کې د خپل عزت او وقار ټيکري په جنګ کې ښکېلو خواوو ته وغوړوي، ترڅو تلپاتې سوله راشي.

نوموړي په حکومت غږ وکړ، چې په خپلو پلانونو کې په عملي ډول د ښځو ژوند ته هراړخيزه پاملرنه وکړي او د هغو نجونو او هلکانو لپاره د زده کړې زمينه برابره کړي، چې اوس هم په سره کرښه کې ژوند کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزيرې ډاکټر فريدې مومند، د ولسې جرګې غړې هيلۍ ارشاد، ديني عالم مولوي کفايت الله، د ملي ثبات د ښځو کمېټې مشرې عطيې، په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شينکۍ کړوخېل، مدني فعالې حميدې وردګ، شکيلا نادري په خپلو خبرو کې د ښځو د نړيوالې ورځې په اړه خبرې وکړې.

هغوى په عمل کې د ښځو د حقه حقونو د خونديتوب غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې د ښځو روانې هڅې کافي ونه بللې.

سرچينه زياتوي، وروسته د ګډونوالو له خوا د ملي ثبات ټولنې له لوري د بېوزلو مېرمنو او ماشومانو لپاره د بسپنې خيره صندوق پرانيستل شو.

له بلې خوا د نوې کرښې سازمان هم د ښځو نړيواله ورځ ونمانځله.

د دې سازمان له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نمانځغونډه کې د هېواد په امنيتي ليکو کې يو شمېر مېرمنو او برياليو ښځينه خبريالانو ته د زړورتيا لوح تقديرونه ورکړل شول.

د نوې کرښې سازمان مشر فهيم صديقي په دې غونډه کې د خبرو پرمهال له حکومت څخه د افغانستان د مېرمنو د وضعيت د ښه والي لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې