منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پکتیکا کې مجرمې ښځې د قانون خلاف قومي مشرانو ته سپارل کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٧ کب ٩٤): په پکتيکا ولايت کې د ښځينه زندان د نه شتون له امله ډېرو مجرمو ښځو ته سزا نه ورکول کېږي او د قانون خلاف قومي مشرانو ته سپارل کېږي.

د پکتيکا ولايت د استيناف څارنوال اسدالله وزير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د ښځينه و لپاره زندان شتون نه لري او مجرمې ښځې قومي مشرانو ته سپارل کېږي.

هغه وايي: ((زندان د اصلاح ځاى دى خو موږ دلته ښځينه زندان نه لرو او مجرمې ښځې قومي مشرانو او يا يې هم خپلو کورنيو ته په ضمانت سپارو او دغه کار ښه نتيجه هم ورکړې ده.))

خو وزير وايي، پلان لري چې ډیر ژر به په دغه ولايت کې د ښځو لپاره هم زندان جوړ کړي، تر څو له يادې ستونزې خلاصى ومومي.

د پکتيکا ولايت د ځوانانو د فرهنګي ټولنې مشر يعقوب خان هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ښځينه زندان شتون نه لري او مجرمې ښځې د برخليک ټاکلو په موخه قومي مشرانو ته سپارل کېږي.

ده وويل: ((دلته د ښځو زندان نشته نو ښځو ته سزا هم نه ورکول کېږي چې له امله يې په دغه ولايت د مجرمو ښځو شمېر هم ډېر شوى دى.))

دغه راز هغه زياته کړه: ((څه وخت وړاندې دوو مېرمنو خپل خاوند او د خاوند ورور و وژل، دولت ونيول خو د زندان د نه شتون له امله يې يو قومي مشر ته وسپارل.))

هغه وايي چې ډېری وخت د دغه شان ساتنو له امله اخلاقي فساد هم رامنځته کېږي.

د مرکز ښرنې يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل: ((لس کاله کېږي چې موږ په دې ولايت کې ژوند کوو، خور مې له يو چا سره وتښتېده، بيا موږ ونيوله او حکومت ته مو وسپارله.))

دى وايي چې حکومت د ده خور د محمد خليل په نوم يوه قومي مشر ته وسپارله او قومي مشر هم له څه مودې وروسته د دوى له اجازې پرته د ده خور خپل زوى ته په نکاح کړه.

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر په دغه ولايت زندان جوړ کړي تر څو د ده د خور په څېر نورې پېښې رامنځته نه شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د قومي مشر محمد خليل نظر هم واخلو خو بريالي نه شوو.

دغه راز د پکتيکا د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل: ((څلور مياشتې وړاندې يوه ١٤کلنه نجلۍ له يوه سرتېري سره وتښتېده بيا حکومت ونيوه او موږ ته يې وسپارله، موږ بيا له يوې مياشتې وروسته دغه نجلۍ بېرته خپلې کورنۍ ته ورکړه.))

ده وويل چې حکومت په دغه ولايت کې مجرمې ښځې مشهورو قومي مشرانو ته سپاري.

د پکتيکا د ښځو چارو رييسې بي بي هوا خوشيوال هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ښځينه زندان شتون نه لري او مجرمې ښځې قومي مشرانو ته سپارل کېږي چې له امله يې د تاوتريخوالې پېښې هم ډېرې شوې دي.

دې وويل: ((په هېڅ قانون کې نشته چې مجرمې ښځې دې قومي مشرانو ته وسپارل شي، دا د قانون خلاف کار دى.))

خوشيوال وايي چې اړوند ارګانونه بايد د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کموالي په موخه ډېر ژر په دغه ولايت کې ښځينه زندان جوړ کړي.

د پکتيکا د استيناف څارنوالۍ يوې سرچيني پژواک ته وويل: ((د ښځينه زندان نه شتون زموږ کارونه هم له خنډ اوځنډ سره مخ کړي، موږ د برخليک ټاکلو په موخه مجرمې ښځې قومي مشرانو ته سپارو، بيا نو د هغه قومي مشر خوښه ده چې څه پرې کوي.))

ده هم وويل چې دغه ډول ساتنې ډېری وخت اخلافي فساد رامنځته کوي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل هم وايي چې په دغه ولايت کې د ښځينه زندان د نه شتون ستونزه موجوده ده.

خو هغه وايي چې په دې وروستيو کې والي په خپل شخصي لګښت د ښځينه زندان لپاره څو خونې په کرايه نيولې دي.

ده وويل چې تر دې وروسته به مجرمې ښځې قومي مشرانو ته نه سپارل کېږي او په دې خونو کې به ساتل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پکتيکا ولايت د نارينه لپاره هم زندان خپله ودانۍ نه لري او نارينه زندانيان په يوه بله دولتي ودانۍ کې ساتل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې