کندهار(پژواک، ١٨ کب ٩٤): کندهار کې هر کال شاوخوا ٤٠٠٠ نجونې د خپلو کورنيو له خوا له لومړنيو زده کړو وروسته ښوونځيو ته له تګ څخه ګرځول کېږي.
د کندهار د ښځو چارو مشرې رقيې اڅکزۍ نن له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې د يادو څرګندونو تر څنګ وويل چې سږ کال په کندهار کې تر اوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٩٨ پېښې ثبت شوې، خو هلته د پخوا په پرتله په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو ونډه ډېره شوې ده.
زده کړې
اڅکزۍ وويل چې په دې ولايت کې د ښوونځيو د زده کوونکو ٣٠ سلنه نجونې جوړوي، خو زياتوي : "ډېرې کورنۍ د کلتوري افراط او ناپوهۍ له امله خپلې نجونې له لومړنيو زده کړو وروسته پر کور کېنوي او هغوى ته د نورو زده کړو اجازه نه ورکوي، چې دا يوه لويه غمېزه ده."
د کندهار د ښځو چارو مشره په دې اړه ژوره اندېښنه ښيي او د دې ستونزې د حل لپاره د خلکو د پوهاوي ډېرولو غوښتنه کوي.
اڅکزۍ وايي، د نارينه وو په څېر ښځې هم د زده کړو حق لري تر څو د ځان او کورنۍ تر څنګ ټولنې ته خدمت وکړي او له دې لارې په ټولنه کې د ناپوهۍ کچه ټيټه شي.
د هغې د معلوماتو له مخې اوسمهال په کندهار ښار کې د نجونو ١٨ ښوونځي شته چې له ٦١ زره زياتو نجونو ته په کې د شاوخوا ٩٠٠ ښځينه ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.
تاوتريخوالي
اڅکزي وايي سږ کال تر دې مهاله د ښځو چارو له رياست سره ١٩٨ د تاوتريخواليو پېښې ثبت شوې دي.
د هغې د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې درې د قتل، يوه د ځان سوځونې، يوه د جنسي تيري، دوې د تښتونې، څلور د ميراث حق د نه ورکولو، ٧ له کور څخه د تېښتې او ١٨٠ نورې د بېلابېلو کورنيو تاوتريخواليو پېښې شاملې دي.
د دې په خبره، د يادو شوو پېښو له ډلې ١٤ د کورني تاوتريخوالي او ٧ له کور څخه د تېښتې قضيې د ښځو چارو رياست د ټاکل شوې کمېټې له خوا حل شوې او پاتې نورې عدلي او قضايي ارګانونو ته محول شوي دي.
په رسمي ادارو کې د ښځو ونډه
د ښځو چارو مشرې د ګڼو ستونزو او ننګونو سربېره، په کندهار کې د پخوا په پرتله په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو ونډه ډېره وبلله او ويې ويل چې دغه چاره د پرمختګ په حال کې ده.
دا وايي، دا مهال شاوخوا ٢٠٠ مېرمنې د کندهار په دولتي ادارو او شاوخوا ٥٣٤ مېرمنې په نادولتي ادارو او موسسو کې کار کوي او د دې تر څنګ په نظامي برخه کې ٧٥ ښځينه د سرتېرو، ٨ تنې د افسرانو، ٣٦ نورو د ساتمنانو، ٧ تنې د څارنوالانو او ٦ نورې د ملي امنيت د منسوبينو په توګه کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د هېواد د ګڼو ولايتونو تر څنګ په کندهار کې هم د مارچ اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه ولمانځل شوه چې د سلګونو ښځو تر څنګ په کې ګڼ شمېر دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.
دې غونډې ته د نورو تر څنګ د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په خپله وينا کې وويل چې د ښځو حقونه بايد په يوه او بل نوم تر پښو لاندې نه شي او په دې برخه کې بايد د اسلام د مبارک دين له ارشاداتو سره سم عمل وشي.
هغه ډاډ ورکړ چې ولايتي اداره به د ښځو د حقونو د ساتلو په برخه کې ډېر کار کوي او هڅه به کوي چې هغوى د زده کړو، کار او غوره ژوند لارې چارې برابرې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










