منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“افغانستان کې د سولې لپاره له پاکستان څخه د مرستې تمه بې معنا ده”

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٤): د افغانستان د حراست او ثبات ټولنې د رهبري شورا غړى عمر داودزى وايي، چې په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره له پاکستان څخه د مرستې غوښتنه، د وخت ضايع کول دي او يادو خبرو ته بايد يوه بين الافغانۍ حل لاره وموندل شي.

 داودزي دغې موضوع ته نن د هغې غونډې په څنډه کې، چې د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت په کابل کې تر سره شوه او د ښځو حقونو ډېر شمېر فعالانو پکې ګډون درلود؛ اشاره وکړه.

 هغه وويل: "پاکستان طالبان رامنځته او مالي ملاتړ يې کوي او په څه رنګ چې وغواړي هماغه ډول يې د خپلو موخو لپاره کاروي، له دې امله له دغه هېواد څخه د سولې ټينګښت لپاره د مرستې غوښتنه داسې يوه نسخه ده، چې څو ځلې ترې ګټه پورته شوې، چې له هغې بيا ګټه اخيستل د وخت ضايع کول دي."

 د حراست او ثبات ټولنې ياد غړي زياته کړه: "هم مو په پخواني حکومت کې پاکستان ته ډېر سفرونه وکړل، زارۍ مو وکړې او د سترو هېوادونو له لوري مو هم ورباندې فشارونه راوړل او له هرې بلې لارې چې په ذهن کې مو راپورته شوې؛ ګټه اخيستې خو پايله يې صفر وه او اوسني حکومت هم همدا لاره په مخ کې نيولې، چې کومه پايله به ونه لري."

عمر داودزي څرګنده کړه، چې پاکستان په هېواد کې د امنيت ټينګښت په بدل کې د ډېورنډ کرښې په رسميت پېژندنه او د افغانستان او هندوستان پر اړيکو مديريت غواړي، چې په افغانستان کې هيڅ حکومت هم د پاکستان ياده غوښتنه نه شي پوره کولى.

 د کورنيو چارو پخواني وزير وويل: "کله چې هم د افغانستان د سولې لړۍ حساسو شېبو ته رسېدلې نو پاکستان سرحدي يرغلونه او راکټونو توغونه پيل کړې، څو نړۍ ته وښيي چې له افغانستان ستره معضله لري او ترڅو چې دغه معضله حل نه شي نو په افغانستان کې سوله ټينګه نه شي."

 خو داودزي څرګنده کړه: "موږ هم پاکستان ته پيغام لرو، چې له دې ډېره دې د افغانانو حوصله نوره نه ازمايي او که چېرې د افغانستان خلک سره يو شول نو بيا درباندې راځي."

 پر دې سربېره د حراست او ثبات ټولنې د رهبري شورا ياد غړي، چې دغه شورا له پخوانيو په ځانګړي ډول مجاهدينو څخه تشکيل شوې، وويل: "بايد يوه بين الافغاني حل لاره ورته پيدا شي، بايد له افغان طالبانو سره چې له تاوتريخوالي لاس واخلي، سوله وشي او د هغه طالبانو او بهرنيانو پر وړاندې چې جګړې ته دوام ورکوي، له پوځي انتخاب بايد کار واخيستل شي او امنيتي او دفاعي ځواکونه بايد لاپسې سنبال شي."

عمر داودزي د خپلو خبرو په بله برخه کې په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې له نوماندۍ سره لېوالتيا ته په اشارې سره وويل، لا ډېر وخت ته اړتيا ده چې ټاکنې د تلې په مياشت کې حکومت له لوري اعلان شوې، له دې امله چې تر اوسه پورې ټاکنيز اصلاحات نه دي رامنځته شوي او دغه ټاکنې له جګړه ييز موسم سره يو ځاى کېږي؛ تر سره شي.

 د ښځو حقونو يوې فعالې حميرا ثاقب چې په ياده غونډه کې يې ګډون درلود، وويل پر دې سربېره چې په هېواد کې د ښځو وضعيت د ښه والي په برخه کې ډېرې پيسې لګول شوې، خو بيا هم په سترو لړيو کې په ځانګړي ډول د سولې ټينګښت او مهمو سياسي پرېکړو کې د دوى رول پيکه دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې