پلخمري (پژواک، ٢٣ کب ٩٤): د بغلان د بورې فابريکې د چاودنې قربانيانو کورنۍ چې په ياده پېښه کې له ١٨٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه؛ پر دولت نيوکه کوي او وايي چې د ٨ کلونو په تېرېدو اوس هم له ستونزو ډک ژوند لري او د دوى ځيني ماشومان له روانې ستونزو او فلجه ځوريږي.
د ١٣٨٦ لمريز کال د لړم مياشتې په ١٥مه د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د بورې له فابريکې سره په نږدې سيمه کې د چاودنۍ له امله، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون د شپږو غړو په ګډون ٨٠ کسان ووژل شول.
په وژل شوو کسانو کې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون مشر سيد مصطفى کاظمي شاوخوا ٦٠ زده کوونکي او پنځه ښوونکي هم شامل وو.
په ياده خونړۍ پېښه کې تر سلو زيات نور کسان ټپيان شول چې ډېرى يې د ښوونځي زده کوونکي وو.
دغه پېښه چې لومړۍ چاودنه او له هغه وروسته بيا ځانمرګى بريد وبلل شو، هغه مهال رامنځته شوه چې د ولسي جرګې پلاوي د بورې له فابريکې ليدنه کوله او د دوى د هرکلي په موخه د سړک دواړو غاړو ته ډېر زده کوونکي ولاړ و.
د عيني شاهدانو په وينا، له چاودنې وروسته يو شمېر زده کوونکو او ملکيانو ته د وارخطايۍ او دولتي چارواکو او ولسي جرګې د ساتونکو د ډزو په پايله کې مرګ ژوبله واوښته.
د بورې فابريکې د سيمې اوسېدونکي، له يادې پېښې د ٨ کلونو په تېرېدو سره وايي چې اوس يې هم په غوږونو کې د چاودنې او ډزو غږونه پاتې او لا يې هم د خپلو بچيانو غم نه دى هېر کړى.
د قربانيانو د کورنۍ يو غړى ٦٠ کلن اسدالله د يادې پېښې شاهد دى، چې په دې دردناکه پېښه کې يې خپل درې زامن له لاسه ورکړي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "څلور زامن مې درلودل چې درې مې د بورې فابريکې پر سړک کې د ځانمرګي بريد له امله او يو مشر زوى مې له هغه دوه کاله وروسته له لاسه ورکړ چې د زامنو له لاسه په ورکولو سره مې ملا ماته شوې، له ما يې پر لاره د تلو توان اخيستى او نور د ژوند کولو لپاره هېڅ هيله نه لرم."
ياد غم ليدلى پلار چې اوسمهال د بغلان د بورې په فابريکه کې د مياشتې په شپږ زره افغانۍ کار کوي، په داسې يوه کور کې ژوند کوي چې د بورې شرکت له لوري ورته ورکړل شوى، خو دروازې يې پخوانۍ او ټول دېوالونه يې له نم ډک او شړېدلي دي.
د کور په داخل کې يوازې يو زوړ ايرانى فرش، څو دوشکې او بالښتونه او ځيني زاړه لوښي تر سترګو کېږي.
مشر زوى يې نقيب الله او نوراحمد وصال د دوولسم ټولګي زده کوونکى، حشمت الله د لسم ټولګي زده کوونکى او احمد سير د اتم ټولګي زده کوونکى و.
نوموړي چې د سترګو اوښکې يې د ډېرې ژړا له امله وچې شوې وې، وويل: "نقيب الله جان مشر زوى مې چې د خپلو دريو وروڼو له وژل کېدو وروسته به له ما او مور سره يې مينه کوله او د کور په ټولو کارونو کې به يې له ما سره مرسته کوله او زموږ يوازېنۍ هيله وه، درې کاله وړاندې د پوليسو له ليکو سره يو ځاى شو او له هغه يو کال وروسته چې په رخصتۍ راغلى و، نو طالبانو هغه په مرکزي بغلان کې ونيو او بيا يې وواژه."
اسدالله زياته کړه، د نقيب الله مړينه يو بل غم و چې باور يې ناممکنه و او له هغې وروسته بيا هغه د کار کولو توان له لاسه ورکړى دى او مور يې هره ورځ ژاړي او له کور څخه يې د خوشالۍ ټغر ټول شوى دى.
ياد رنځ ليدلي پلار زياته کړه: "زه هغه وختونه نه شم هېرولى چې نقيب الله جان، وصال جان، حشمت جان او سير جان به چې کله ماښام کېده نو هر يوه به يو شى راخيستى و او کور ته به راتلل، ما او خپلې مور ته به يې سلام کاوه او د ډوډۍ له خوړلو وروسته به هر يو د خپلو درسونو په ويلو بوختېدل او د کور له ټولې مهربانۍ به يې خوند اخيست."
هغه وويل، ناڅاپه د ځانمرګي بريد په نوم کوم توپان راغى او د هغه ټولې هيلې يې له خاورو سره يو شان کړې او اوس يې شپږ کلن زوى ناصر د ژوند يوازېنۍ هيله ده.
د اسدالله مېرمن حميرا چې په کوچنۍ حويلۍ کې تر يوې ونې لاندې په فکرونو کې ډوبه وه، د پژواک د خبريال په ليدو سره حيرانه شوه او په خپل مخ يې ټکرى واچاوه او ويې ويل چې د څلورو زامنو مړينې د دوى پر زړه باندې د همېشه لپاره د خپګان داغ پرېيښى دى.
هغه چې په ډېره ستونزمنه توګه خبرو کولو ته چمتو شوه او په داسې حال کې چې په سترګو کې يې ډنډ-ډنډ اوښکې درېدلې وې، په ستوني کې يې ژړا له ورايه حس کېده او هغې خونې ته چې د خپلو زامنو عکسونه يې په کې راځوړند و، د داخلېدو جرئت نه درلود، خو له هغه وروسته يې خپلې سترګې پټې کړې او ويې ويل: "که چېرې تاسو خپل څلور بچيان چې ځوانان، با ادبه، مهربان او د تاسو د کور څراغ وي، په يو ځل له لاسه ورکړى نو ايا له تاسو سره د خبرو کولو او پر لارې د تګ وس پاتې کېږي."
يادې مور زياته کړه، هغې خونې ته چې د زامنو عکسونه يې په کې لګېدلې، د داخلېدو وس نه لري، کله يې هم چپل بچيان ورياد شي نو اسمان ورباندې تياره شي او نور په کې کوم هوش نه وي پاتې.
حميرا وويل: "زه له دولت څخه د خپلو بچيانو قاتلان غواړم، خو تر اوسه معلومه نه ده چې په ځانمرګي بريد کې ووژل شول او که په چاودنه کې؟ او چا په موږ باندې دا ظلم وکړ."
له يوې دقيقې وروسته چې د اسدالله او حميرا ژړا او نا ارامي ارامه شوه، له دوى پوښتنه وشوه چې دولت له تاسې سره څه مرسته کړې که نه؟ هغوى وويل چې دولت تر يو ځايه مرسته ورسره کړې، تر يو ځايه يې نه ده کړې، د پېښې په لومړيو کې يې يو اندازه نغدې پيسې ورکړې او دي (اسدالله) يې بيت الله شريف ته واستاوو، خو دې مرستو دوام ونه کړ.
هغه وويل: ((دولت هغه مهال له موږ سره د مرستې ژمنه کړې وه چې د شهيدانو د کورنيو لپاره کارت ورکول کېږي چې هره مياشت به تنخوا ورکوي، خو سره له دې چې څه باندې اته کاله تېرېږي، تر اوسه يې زموږ لپاره په مياشتني ډول څه نه راکول کېږي، زه زوړ او بې وسه يم، نور د کار کولو توان نه لرم، دولت هغوى هير کړي دي.))
د لړم د ١٥مې نېټې په پېښه کې يو شمېر ماشومان په رواني او عصبي تکليفونو اخته شوي چې تر اوسه ترې ځورېږي.
د بورې فابريکې ساحې اوسېدونکې محمدنسيم وويل چې ١٢ کلن زوى يې رفيق الله د ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکى و چې له چاودنې وروسته يې پر سر دوې مرمۍ ولګېدې او ټپي شو، يو کال تر درملنه لاندې و او وروسته چې يو څه ښه شو، خو تر اوسه يې زوى په ښه ډول نه دى روغ شوى، يو ځل پرې عصبي حمله راځي او بې هوښه کېږي او کار نه شي کولى، ټوله کورنۍ تل د هغه په فکر کې وي او هره خوا چې ځي، نو يو کس بايد خامخا ورسره ملتيا کوي، څو له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
هغه زياته کړه، سره له دې چې دولت يې د زوى په درملنه کې مرسته وکړه، خو دا مرستې په هغه کچه نه وې چې زوى يې روغ شي، رفيق الله اوس ځوان شوى او له ليدو يې ځورېږي او له درملنې يې ځان عاجز بولي.
محمدنسيم له غوسې سره وويل: ((د پېښې په لومړيو دوو ورځو کې ګڼ چارواکي د بورې فابريکې ته راغلل او موږ ته يې زياتې ژمنې راکړې، خو وفا يې پرې ونه کړه، هغوى ويلي وو چې د قربانيانو له کورنيو سره هره مياشت مرستې کوې، خو تر اوسه د قربانيانو د ورثې اسناد نه دي چمتو شوي، سره له دې چې زموږ استازى يې هره ورځ پوښتنه کوي، خو دولت پاملرنه نه کوي.))
هغه زياته کړه، دولتي چارواکو ويلي وو چې د چاودنې عاملان او هغه کسان چې په دې پېښه کې فير کړى، مجازات کوي او څېرې يې خلکو ته افشا کوي، تر اوسه پورې دولت د هغوى د زامنو وژونکى نه دى پېژندلى، د هغوى نيول او مجازات خو را پر ځاى پرېږده.
د لړم د ١٥مې نېټې پېښه د ماشومانو د ځينو غړو د فلج کېدو سبب هم شوې ده.
٢٢ کلن شمس الدين چې د سر او بدن په برخه کې ټپي شوى، اوسمهال يې لاس لړزه لري، خوله يې کږه شوې او په لاره سم نه شي تللى.
نوموړي چې په زنګېدلي حالت يې ځان د پژواک خبريال ته نږدې کړ او په داسې حال کې چې د خبرو کول ورته ستونزمن وو او د درېدو توان يې نه درلود، وويل: ((خبريال صاحب! ما خو وينې، د بورې فابريکې يو قرباني يم. له مانه کوچنۍ ورور مې جاوېد په چاودنه کې ټوټې شو او داغ به يې د تل لپاره د بوډا پلار پر سينه پاتې وي، پلار مې د کار کولو توان نه لري او مرستې ته اړ يو.))
د شمس الدين پلار محمد داوود چې د يوې هټۍ په مخکې بوټ ګنډي، وويل چې هره ورځ له سلو تر دوو سوو پورې افغانۍ کار کوي، خو دا پيسې يې د زوى، دوو لوڼو او مېرمنې د نفقې لپاره بسنه نه کوي او ډېرى ورځې په وږې ګېډه تېروي.
هغه زياته کړه چې دولت د وژل شوو د کورنيو لپاره دوه سوه زره نغدې افغانۍ او د ټپيانو لپاره ١٥٠ زره افغانۍ او يوه يوه نمره ځمکه مرسته وکړه، خو دى د مرکزي بغلان په چهل جريبه سيمه کې پر ورکړل شوې يوه نمره د کور جوړولو توان نه لري او که چېرته دولت ورسره مرسته ونه کړي، هېڅکله به خپل کور جوړ نه شي کړلى.
د مرکزي بغلان د جراحي روغتون يو ډاکټر خليل نرمګوى او د لړم د١٥مې نېټې يوه عيني شاهد وويل: ((کله چې د ولسي جرګې پلاوى د بورې فابريکې ته ننوت، زده کوونکي د هغوى هر کلي ته د سړک څنډې ته ولاړ وو، مصطفى کاظمي او نور له موټرو را ښکته شول، له زده کوونکو يې پوښتنې وکړې، بيا د بورې فابريکې خوا ته روان شول، زه به د لسو نه تر شلو مترو واټن کې وم چې ناڅاپه چاودنه وشوه او له چاودنې وروسته لسګونه مرمۍ فير شوې.))
د بغلان د مدني ټولنو بنسټونو شبکې دا غړى وايي چې د بورې فابريکې د امنيت حوزې امر، مرستيال او يو بل کس له چاودنې وروسته د پاشلو مرميو په ډزو کې ووژل شول او څلور کسه نور ټپيان شول، خپله يې يوه مرمي د فريد په نامه يوه زده کوونکي نه و ايسته او هغه يې د وخت د کورنيو چارو وزير ضراراحمد مقبل ته ورکړه.
نرمګوى زياته کړه چې د بورې فابريکې چاودنه د هېواد له تر ټولو خطرناکو پېښو څخه وه چې ګڼ ملکي وګړي يې قرباني کړل، خو دولت يې د عاملينو په نيولو او مجازات کې ناغېړي کړې او تر اوسه يې ملت ته د دې قضيې په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
د هغه په ادعا، ځيني ځايي چارواکي، قوماندانان او د ولايتي شورا غړي، د يادې پېښې پاتې خپلوانو ته د ځمکو د نومرو له وېش نه خپله ګټه اخلي او نه يواځې چې د بورې فابريکې ويجاړ شوى ښوونځى نه دى جوړ شوى، بلکې مېز او څوکۍ هم نه لري.
ټول ټولګي يې ويجاړ شوي وو او د ښوونځيو دېوالونه د ليدلو وړ نه دي او د ١٤ ټولګيو زده کوونکي بهر تر شنه اسمان لاندې درس وايي. دا ښوونځى شاوخوا دوه زره زده کوونکي لري.
د بغلان د پوهنې رياست سرپرست عبدالقادر رسولي د دغه ښوونځي د ستونزو پخلى وکړ او ويې ويل، څو مياشتې کېږي چې په دې څوکۍ کار کوي او ستونزې يې د پوهنې وزارت له چارواکو سره شريکې کړې، خو تر اوسه په دې برخه کې کومه ځانګړې لارښوونه نه ده ورته شوې.
په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازې شکريه عيسې خېل چې د لړم د ١٥مې نېټې په پېښه کې پر دواړو پښو ټپي شوې وه، وويل: ((کله چې ټپي شوم، د کابل يوه روغتون ته يې ولېږدولم، کله چې په هوښ راغلم لومړى مې د پېښې د ټپيانو پوښتنه وکړه، وروسته مې له چارواکو سره د ټيلېفوني اړيکو له لارې خپلې وروستۍ هڅې وکړې چې د ټولو ټپيانو درملنه دې پر وخت سره وشي.))
خو هغه زياته کړه، يو شمېر هغه ماشومان چې په دې پېښه کې ټپي شوي او يو شمېر مورګانې چې خپل اولادونه يې له لاسه ورکړي، له رواني او روحي ستونزو سره مخ شوې دي.
مېرمن عيسي خېل وويل چې د بغلان د بورې فابريکې په ځانمرګي بريد کې خلکو ته سخت زيان رسېدلى او پر دې سربېره اړينه وه چې ياده فابريکه تر اوسه پورې پر بنسټيز او اساسي شکل بېرته فعاله شوې وى او خلکو ته د کار زمينه مساعده شوې وى، خو دولت تر اوسه پورې په دې برخه کې هېڅ اقدام نه کړى دى.
د ولسي جرګې دې غړي زياته کړه چې د دې پېښې د قربانيانو د اسنادو د ترتيب لپاره کارونه شوي، خو د کار او ټولنيزو چارو وزارت تر اوسه پورې د قربانيانو د پاتې خپلوانو لپاره کوم امتياز او حقوق نه ورکوي.
د ملي شورا په عمومي ناستو کې هر کال د لړم ١٥مه د بغلان د بورې فابريکې قضيه څېړل کېږي او هغوى د دې قضيې د څېړنې غوښتنه کړې، خو دا قضيه لا هم په ابهام کې پاتې ده.
د دې تر څنګ وسله والو طالبانو چې حکومت يې د دې پېښې مسوول بولي، د پېښې مسووليت نه دى منلى.
خو د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې هغه مهال يې څېړنې او اقدامات کړي او يو شمېر کسان يې د بغلان د بورې فابريکې د چاودنې په تور نيولي دي.
پخوا د دغه وزارت وياند صديق صديقي پژواک ته ويلي وو چې ملي پوليس په عملي ډول له ترهګرۍ سره په جګړه بوخت دي، کڼه دسيسې يې کشف کړې چې عاملان يې د عدلي ارګانونو له لوري نيول شوي دي.
هغه زياته کړه: ((موږ د ملي شخصيتونو، مخورو او حکومتي چارواکو د له منځه وړو په موخه د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې ګڼې توطيې کشف کړې او مجرمين همدا مهال د زندان د پنجرو شا ته ژوند کوي.))
د ويلو ده چې د لړم ١٥مه د ولسي جرګې د ځينو استازو تر منځ له بحث او خبرو وروسته د ١٣٩١ لمريز کال د تلې په ٢٢مه د ((د ملي يووالي او د خلکو د ټاکل شوو استازو ورځ)) په نوم د هېواد په تذکره کې درج شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










