مزارشريف ، پل علم (پژواک، ۲۳ کب ۹۴): د شمال زون په پنځو ولايتونو کې د باغ جوړونې د ملي پروژې له لارې پر ۴ زره جريبه ځمکه د مېوه لرونکو نيالګيو د اېښودو چارې پيل شوې.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د کب په ۲۳مه د يادې پروژې په لړ کې د مېوه لرونکو نيالګيو د اېښودو لړۍ پيل شوه.
په شمال زون کې د باغ جوړونې او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول فهيم جباري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شمال زون کې د پسرلني کمپاين په ترڅ کې پر ۴ زره جريبه ځمکه د مېوه لرونکو نيالګيو لړۍ پيل شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې د دې پروژې له لارې هر کروندګر چې ځمکه ولري، د اوبو اسانتيا ورته برابروي، باغ جوړولی شي.
د هغه په وينا، دوی له کروندګرو سره د باغ د مسلکي اېښودو تر څنګ د باغ جوړونې په اړه د عامه پوهاوي او د ځينو وسايلو مرسته کوي.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس وويل چې د بلخ ډاډمن امنيت د دغه ولايت په پراخو ځمکو کې د باغ جوړونې چارې چټکې کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې سږ کال به بلخ کې د باغ جوړونې د ملي پروژې له لارې ۱۲۰۰جريبه ځمکه کې مېوه لرونکي باغونه کېنولی شي.
د هغه په وينا، په بلخ کې د باغ جوړونې د ملي پروژې له لارې تر دې دمه ۷زره جريبه ځمکه تر پوښښ لاندې نيول شوې چې د کروندګرو په اقتصادي حالت يې مثبت اغېز کړی دی.
شمس وويل چې په دغه ولايت کې د يادې پروژې له امله د باغونو حاصلات له ۲۰ تر ۳۰ سلنه پورې ډېر شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د باغ جوړونې د ملي پروژې د تېرو اتو کلونو د چارو له امله بلخ د نورو سيمو نيالګيو ته اړتيا نه لري؛ بلکې په خپله يې رامنځ ته کوي.
د چمتال ولسوالۍ د رباط سيمې اوسېدونکي محمد دين چې په درې جريبه ځمکه کې يې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو باغ جوړ کړي، پژواک ته وويل چې د يادې پروژې له چارو څخه خوښ دي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ مخکې هم باغ داران وو، خو اېله پوه شوو چې بايد باغ څه ډول کېنول شي.))
د هغه په وينا، د يادې پروژې له لارې لومړۍ د ځمکې نقشه برابرېږي، د نيالګيو کتارونه سمېږي او په سمه اندازه ورته کيمياوي سره ورکول کېږي چې موږ پرې وړاندې سم نه پوهېدو.))
محمد دين وويل چې د دې پروژې په اوږدو کې د باغ ساتنې او پالنې ځيني وسايل هم دوی ته ورکول شوي دي.
په شمال زون کې د باغ جوړونې او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول فهيم جباري وويل چې په شمال زون کې د باغونو د خړوبېدو د ستونزې د حل په موخه يې د اوبو ۳۵۰ ذخيرې هم جوړې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، دوی په پام کې لري چې په نږدې موده کې کروندګرو ته د باغونو د خړوبېدو په موخه ۱۰۰۰ ټانکرونه هم ورکړي.
د هغه په وينا، په ۱۳۹۴لمريز کال کې په عمومي توګه د شمال زون په پنځو ولايتونو کې ۵۲۰۰ جريبه ځمکه باندې باغونه جوړ شوي چې ۱۲۰۰ يې د خزاني په کمپاين په ترڅ کې جوړ شوي او ۴۰۰۰ يې د روان پسرلني کمپاين په اوږدو کې د جوړېدو په حال کې دي.
جباري وويل چې ياده پروژه له ۲۰۰۸ کال څخه تر دې دمه د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې د باغ جوړونې او مالدارۍ په برخه کې فعاليت کوي.
د يو بل خبر له مخې د لوګر ولايت د کرنې رياست چارواکي وايي چې په راتلوونکي کال کې به ددې ولايت په اته سوه جريبه ځمکه کې د مېوو باغونه جوړ کړي.
د دې ولايت د کرنې رييس همايون عمر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په راتلوونکي کال کې به د مرکز پل علم په ګډون د پنځو ولسواليو په اته سوه جريبه ځمکه کې د ميوو باغونه جوړ کړي.
هغه وويل چې په دې ولسواليو کې ازره، محمد اغه، څرخ، بره کي برک او خوښۍ شامل دي.
د عمر په وينا په هر جريب کې به تر٦٠ اصلاح شوي ميوه لروونکي نيالګي وکرل شي چې په لږ وخت به ښه او ډيره ميوه هم وکړي.
ده زياته کړه: (( موږ د ٢٧٠٠ افغانيو په بدل کې د يو جريب باغ لپاره ٦٠ ونې، بيل، بيلچه، سيم خاردار او توره سره ورکوو چې دغه پېسې زموږ د لګښت يواځې ٢٥ سلنه پوره کوي.))
د هغه د معلوماتو له مخې دغه پروګرام درې کاله وړاندې د کرنې وزارت د ميوه لرونکو باغونو د پراختيا په موخه پيل کړى دى.
د يادې ونې وړ ده چې په تيرو دريو کلونو کې د ياد شوي پروګرام پر بنسټ د لوګر ولايت په ٢٨٠٠ جريبه ځمکه کې باغونه جوړ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










