منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل د جوماتونو خطيبانو او ديني عالمانو له حکومته ملاتړ وښود

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٤): د افغانستان د علماوو د تنسيق ټولنې غړي وايي چې د حکومت او نظام د تقويې او د ټولنې د مفاسدو د اصلاح لپاره د دولت په ځنګ کې ولاړ دي.

د افغانستان د ديني علماوو د تنسيق ټولنې غړو دغه څرګندونې د حکومت  د اجرائيه رياست له لومړي مرستيال انجنير محمد خان سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال  وياند حبيب الرحمن ابراهيمي د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د علماوو په دغه پلاوي کې چې پرون ناوخته له انجنير خان محمد سره يې وليدل، د ټولنې د غړو تر څنګ د کابل ښار د يو شمېر جامع جوماتونو خطيبانو او ملا امامانو هم ګډون کړی و.

هغه وايي، د ديني علماوو، د تنسيق ټولنې د غړو په استازيتوب د کابل د پل خشتي د جامع جومات خطيب مولوي عنايت الله بليغ وويل چې دوى له ټولو ستونزو او ننګونو سره چې په ټولنه کې شته، د اصلاح لپاره له حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

بليغ زياته کړه، دوی هڅه کوي څو په ټولنه کې د امنيت، د ملي يووالي او ورورولۍ او د ټولنې د سمون لپاره په ټينګه کار وکړي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل، د هغو خلکو مخه ونيسي چې په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کوي.

د يادې ټولنې بل غړي او د وزير محمد اکبرخان د جامع جومات خطيب ډاکتر محمد اياز نيازي وويل چې عالمان په ټولنه کې د حکومت او خلکو تر منځ د پله حيثيت لري.

ده د اجرائيه رياست له لومړي مرستيال انجنير محمدخان څخه وغوښتل چې د رسنيو له کړنو دې دقيقه څارنه وکړي  او د هغو خپرونو مخه ونيسي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف دي.

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان ديني عالمانو ته ډاډ ورکړ چې دوی د علماوو د هغو ټولو لارښوونو چې د دين او د ټولنې د فساد د  له منځه وړو او د ټولنې او نوي نسل د اصلاح او ملت ته د خدمت عرضه کولو لپاره وي، ملاتړ او ننګه يې کوي.

هغه زياته کړه چې حکومت به په کلکه د هغو کړيو او اشخاصو مخه ونيسي چې د اسلام، ديني او  ملي مقدساتو سپکاوی کوي او په يو او بل نوم يې د بدنامولو هڅه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور