کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٤): ولسمشر وايي، په پوهنې وزارت کې هېڅ ډول سياست د منلو وړ نه دى او د پوهنې رياستونو په برخه کې دې بايد بنسټيز اصلاحات رامنځ ته شي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشري پرون مازدیګر په یوه ناسته کې د پوهنې وزارت کړنې وارزول شوې.
سرچينه کاږي، په دې ناسته کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه او د پوهنې وزارت پر رهبري پلاوي سربېره د اړوندو دولتي ارګانونو مسوولینو هم حضور په کې درلود، د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي د معارف په برخه کې د خپلو پرمختګونو او ترسره شوو کارونو په هکله ولسمشر ته معلومات ورکړل.
د پوهنې وزیر ډاکتر اسدالله حنیف بلخي تر چاپ مخکې د کتابونو د املایي او انشایي سمونو، د هغو د وېش او همدارنګه په یاد وزارت کې د اداري اصلاحاتو پروسې د تطبیق په هکله معلومات ورکړل.
ولسمشر د پوهنې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یاد وزارت د معینیتونو او ریاستونو د ترسره شوو کارونو په هکله باید مشخصه طرحه وړاندې شي، تر څو معلومه شي چې په کومو برخو کې بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده او کوم معینیت یا ریاست په موازي توګه فعالیت وکړي.
ده ويلي، د هېواد د ټولو ولایتونو د پوهنې ریاستونو په هکله د خلکو له شکایتونو خبر دی او په دې برخه کې باید بنسټیز اصلاحات رامنځته شي.
هغه څرګنده کړې، د ښوونکو د استخدام په ډول کې هم باید اصلاحات رامنځته شي، تر څو پر وزارت د هغوی باور زیات شي او همدارنګه د ښوونکو د ظرفیت لوړولو په خاطر عملي برنامې پلې شي.
نوموړي زياته کړې، د قول اردوګانو او د ولایتونو د امنیه قوماندانیو په ګډون امنیتي سکتور باید د پوهنې وزارت د غصب شوو ځمکو په بېرته راګرځولو کې جدي همکاري وکړي.
د ده په وينا، د کابینې په راتلونکو غونډو کې د پوهنې وزارت ټولو هغو قوانینو او مقررو ته چې د کابینې تصویب ته اړتیا لري، لومړیتوب ورکول کېږي.
ولسمشر څرګنده کړه، په پوهنې وزارت کې هېڅ ډول سیاست د منلو وړ نه دی او دا وزارت باید یواځې مسلکي او علمي بنسټ وي.
هغه ټینګار وکړ چې د بنسټیزو اصلاحاتو د رامنځته کولو په خاطر تصمیم نیولو ته چمتو دي.
غني وايي: "زه او د پوهنې وزارت مسوولین د هېواد بچیانو او د دوی والدینو ته مسوول او ځواب ویونکي یو."
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري په ولایتونو کې د ښوونکو د ښارګوټو د جوړولو په هکله معلومات ورکړل او ولسمشر وویل، چېدا بهیر باید د هېواد ټولو ولایتونو ته پراختیا ومومي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










