جلال اباد (پژواک،۲۵کب ۹۴): د لغمان ولايت ديني علماوو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
ديني علماوو دا غوښتنه د کب په ۲۵مه، په لغمان ولايت کې د قومونو د يووالي او سولې د ټينګښت په موخه غونډه کې وکړې.
د لغمان د حج او اوقافو رييس سيد نجيب الله هاشمي په دې غونډه کې وويل، په ټول افغانستان کې دې د سولې د ټينګښت او امن لپاره هڅې ګړندۍ شي.
ده زياته کړه، افغانان سوله غواړي او وسله وال بايد د افغانانو د دې هيلې لپاره سولې ته غاړه کېږدي.
ديني عالم مولوي عبدالغفور خميني وويل، په هېواد کې د روان وضعيت په اړه ديني علما مسول دي چې خپل غږ پورته کړي.
نوموړي ديني علماوو ته په اشاره کې وويل: ((د خپلمنځيو جنګونو پرضد فتواوې ورکړئ، دا د علماوو دنده او ايماني مسووليت دی چې د منابرو له لارې ولسونه د سولې او يووالي په اهميت او ارزښت وپوهوي.))
په لغمان کې د جمعيت علماء اهل سنت والجماعت د خپلواکې ټولنې مشر مولوي فرمان الله اخونزاده بيا وويل: ((دا وطن په موږ ټولو حق لري او داسې غونډې به تر هغې د ديني عالمانو له لوري د لغمان په ګوټ ګوټ کې دوام ولري، تر څو چې په دې وطن کې سوله، ثبات او امن راشي.))
د غونډې يوه بل ګډونوال مولوي محمد يونس شمه خېل وويل چې د سولې د ټينګښت او د قومونو د يووالي په موخه نن ديني عالمان او قومي مشران سره راټول شوي، تر څو په دې برخه کې په ګډه سره کار وکړي.
وروسته يو شمېر نورو ديني عالمانو او قومي مشرانو خبرې وکړې او له دولت څخه د ملاتړ د اعلانولو ترڅنګ يې له وسله والو وغوښتل چې د سولې خبرو ته کېني.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










