منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۴ غ.م
۳°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دايکنډي به وچکالۍ اغېزمن کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

باميان (پژواک، ٢٧ کب ٩٤): په دايکنډي کې سږ کال د واورو نه ورېدو له امله  د دغه ولايت سيمه ييز مسوولين اندېښمن دي او هغوى ياد ولايت کې د کرنيزو حاصلاتو د کموالي وړاندوينه کړې ده.

دايکنډي د هېواد په مرکزي سيمو کې پروت يو غرنيز ولايت دى، ډېرى اوسېدونکي يې کروندګر دي او له همدې لارې خپل ژوند پر مخ وړي.

خو د خلکو استازي او سيمه ييز مسوولين په روان ژمي کې د واورو نه ورېدو له امله اندېښمن دي او وايي چې دا ولايت به ١٣٩٥کال کې له وچکالۍ سره مخ وي.

د دايکنډي ولايتي شورا غړي هادي رحيمي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه  عوايد د نورو ولايتونو په پرتله کم او سيمه غرنۍ ده ، ځکه خلک يې بې وزلي او ناداره دي او وچکالي به خلک نور هم بېوزله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دايکنډي مرکز نيلي د کوچني او سيمه ييز بازار په څېر ده او هېڅ راز صنعتي کارخونه او د عوايدو منبع شتون نه لري له دې امله يې د خلکو اقتصادي وضعيت کمزورى دى.

رحيمي زاده وايي چې د دايکنډي ډېرى سيمې سړې دي، خلک يې چې تر ډېره په کرنه بوخت دي، له کرنيزو محصولاتو چې للمي (د باران په اوبو خړوبېږي) لږ حاصلات ترلاسه کوي نوځکه حاصلات يې بسنه نه کوي، په روان ژمي کې واوره هم نه ده ورېدلې، د راتلونکي کال حاصلات يې زيانمن کړي او خلک اندېښمن دي.

نوموړي زياته کړه چې د دايکنډي ٩٠ سلنه وګړي په کرنه او مالداري بوخت دي او کله چې وچکالي راشي نو ټول به اړ او زيانمنونکي شي.

د ولايتي شورا ياد غړى وايي چې دولت دې په دې برخه کې اړين ګامونه پورته کړي او خلک دې له بېوزلۍ او وزګارۍ وژغوري ،له کرنې څخه د ملاتړ په موخه دي کروندګرو ته  د ژورو څاګانو د کيندنې ترڅنګ د اوبو کوچني بندونه هم جوړ کړي.

رحيمي زاده وويل: "وچکالي د اندېښنې وړ ده او اړتيا ده چې خوراکي پروګرامونه ډېر ژر ترلاس لاندې ونيول شي او که بزګرانو سره مرسته ونه شي، ښايي د دايکنډي زيات خلک ښارونو ته کډه شي."

هغه زياته کړه، مخکې کلونو کې چې وچکالي کمه وه، سلګونه کورنۍ له دغه ولايت څخه بېځايه شوې دي ، ځوانان د کارموندلو لپاره له هېواده بهر ته تلل او که اړين اقدامات ونه شي  د ځوانانو د تېښتې کچه به زياته شي او هم  به ډېرې کورنۍ بې ځايه شي چې دا يوه ټولنيزه ستونزه ده.

کروندګر تر ډېره له وچکالۍ څخه اندېښمن دي.

د دايکندي مرکز نيلي اوسېدونکى سلمان وايي، ټولې هغه ويالې چې د دايکنډي له درو څخه تېرېږي، کروندګر يې له اوبو څخه استفاده نه شي کولى.

نوموړي وويل چې وچکالۍ ټول بزګران اندېښمن کړي دي او هېڅ د حل لار ور ته نه تر سترګو کېږي.

د سلمان په باور، دايکنډي کې سږ کال خلکو لسګونه ځله د استسقا لمونځ ادا کړ، څو واورې او بارانونه واوري، خو سږ کال يوازې يو ځل واوره واورېده چې خورا لږ وه.

دغه کروندګر وايي، نه پوهېږي چې دولت څه ډول له دې وضعيت څخه خلک وژغوري او که د مرستو او ملاتړ پروګرامونه تر لاس لاندې ونه نيول شي، د خلکو اقتصاد چې په کرنه ولاړ دى په ټپه به ودرېږي.

له بل لوري د دايکنډي د کرني رييس مهدي موحدي وايي چې په روان کال کې د غنمو حاصلات ٤٧ زره ټنه،د جوارو حاصلات ٥٦٠٠ ټونه، د بادامو ٧١٠٠  ټنه، زردالو ١١ زره ټونه او مڼو ٣٥٠٠ ټنه وو، خو د روان کال وچکالۍ به د راتلونکي کال حاصلات خورا زيانمن کړي.

نوموړي زياته کړه چې ١٣٩٥ کال د کرنې پروګرامونه، د ترکاري، له طبيعي سرچينو څخه ساتنه، د زعفرانو کښت، د بذري تخمونو وېش او د ١٥زرو مېوه لرونکو او غير مېوه لرونکون يالګيو ترويج په برخو کې دي، د اوبو نه شتون له امله به دا ټول پروګرامونه له ستونزو سره مخ شي.

د دايکنډي والي وياند کريم سروش وايي چې ښايي د دغه ولايت کرنيز حاصلات په راتلونکي کال کې ٢٠ سلنه کم شي؛ ځکه ژمي کې هېڅ واوره ونه شوه، کله چې واوره نه وي وچکالي به خپره شي.

نوموړي وويل چې دولت او بهرنۍ موسسې دې له اوسه خوراکي پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسي، که په دې اړه تدبېرونه ونه نيول شي، ډېرى خلک د خوراکي توکو د پېر توان نه لري او يوه ټولنيزه ستونزه به رامنځته کړي.

سروش زياته کړه چې دولت دې د اوبو رسولو ګرځنده پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسي؛ ځکه د وچکالۍ له امله به د مېوو بڼوڼه وچ شي.

د يادونې ده، په وروستيو څو ورځو کې کابل او د دايکندي په ګډون د هېواد نورو ولايتونو کې اورښتونه شوي دي، خو د کرنې مسوولين وايي چې دا باران کم دى او نه جذبېږي او کرنې ته ګټه نه لري، د راتلونکي کال حاصلات به هغه مهال ښه وو چې په ژمي کې ډېره واوره شوې وای او غرونه په واورو پوښل شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه