منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۶ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغان خبريالانو مرکز: ١٣٩٤ کال د خبريالانو او رسنيو لپاره له ننګونو ډک و

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

کابل (پژواک،٢٧کب ٩٤ ): د خبريال ورځې پر نمانځنې سره، د افغانستان خبريالانو مرکز اعلان وکړ چې ١٣٩٤کال د خبريالانو او رسنيو لپاره تر ټولو له ننګونو ډک کال و، حکومت بايد د بيان ازادي او رسنيو  په برخه کې خپلې ژمنې په جدي توګه عملي کړي.

نن د کب ٢٧مه(خبريال ورځ) په داسې حال کې ونمانځله چې هېواد کې د وروستيو ناامنيو او ګواښونو زياتېدو له امله د رسنيو لسګونو خبريالان او کارکوونکي له کار څخه ګوښه شوي او يا يې هېواد پرېښى دى.

د افغان خبريالانو مرکز وايي چې هېواد کې د وسله والو مخالفينو د خوځښتونو زياتېدل، د ناامنيو پراخېدل او د رسنيو ټولنې اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ دي، چې د رسنيو کورنۍ ته يې جدي زيانونه اړولي دي.

دا مرکز زياتوي چې  هېواد کې په ځانګړه توګه سوېل، سوېل ختيځ او شمال ختيځ ولايتونو کې  د ناامنيو او شخړو زياتوالي، د رسنيو پر کارکوونکو ناوړه رواني اغېزې  پرې ايستې دي او سانسور ته يې لاره هواره کړې ده.

 د افغان خبريالانو مرکز اجرايي مشر، احمد قريشي نننۍ ناسته کې وويل چې دې مرکز روان کال کې د هېواد په کچه د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٩١ پېښې ثبت کړي ،په داسې حال کې چې دا شمېره ١٣٩٣ کال کې ١٠٣ قضيې وي.

د نوموړي په وينا، دا شمېرې په ګوته کوي چې روان کال کې د ښځو په ګډون د رسنيو ١٠ خبريالان او کارکوونکي وژل شوي چې اووه يې د طلوع تلوېزيون کارکوونکي و چې يو ځانمرګي بريد کې ووژل شول.

 د قريشي د معلوماتو له مخې، درې نور چې د يوې سيمه ييزې راډيو کارکوونکي وو او په ورته مهال يې د بې پولې ډاکټرانو خيريه سازمان سره کار کاوه، کندوز ښار کې د امريکايي ځواکونو له لوري، ددې سازمان پر روغتون بريد کې ووژل شول،کابل کې د اسيا تلوېزيون مدير مسوول ووژل شو او دملي راډيو تلوېزيون خبريال د وسله والو کسانو پر ډزو ننګرهار کې ووژل شو.

 قريشي ټينګار وکړ چې د ناامنيو او ګواښونو زياتېدو او د قانون ټينګښت کمزورۍ ته په کتو سره، وضعيت سم نه دى او که وضعيت ښه نه شي او  حکومت د قانون په رڼا کې د بيان ازادۍ او د کارمندانو د حقونو نه ددفاع په برخه کې کار ونه کړي، په دې برخه کې مثبت ليدلورى نه تر سترګو کېږي.

نوموړي وويل چې  د ډيموکراسي  د ټينګښت، غوره حکومتولۍ، اداري روڼتيا، د بشرحقونو وضعيت او عدالت  تامين په برخه کې چې رسنۍ کومې مثبتې اغېزې لري، حکومت او نړيواله ټولنه دې د رسنيو په وړاندې اوسنى اندېښناک وضعيت جدي ونيسي.

 د افغانستان د خبريالانو مرکز اجرايي مشر وايي چې يوه اندېښنه دا ده څو هېواد کې د رسنيو پرمختګ د سولې خبرو اترو قرباني نه شي او حکومت دې د بيان ازادۍ په برخه کې پرخپلو ژمنو وفا وکړي.

نوموړي وړاندېز وکړ، حکومت چې د سولې خبرو اترو په برخه کې کومې ژمنې کړې دي له هغه دې نه پرشاکېږي او د بيان ازادي او رسنۍ دې له ياد بهيرڅخه نه قرباني کوي.

 ددې خبري غونډې په پاى کې د ١٣٩٤ کال خبريال جايزه د اريانا نيوز خبريالې معروفې ذکي ته ورکړل شوه او ددې ترڅنګ د پژواک خبري اژانس خبريالۍ ستورى کريمي په ګډون ٩ خبريالانو ته د کال غوره راپور چمتوکوونکو په نوم ستاينليکونه ورکړل شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور