کابل (پژواک،٢ ورى ٩٥ ): " غواړم د خپل لباس له لاري د هېواد فرهنګ او ملي هويت څرګند کړم ، خپل پيغام له همدې لارې نړېوالو ته ورسوم."
دا خبرې د منيب "ابراهيمي" دي چې له تېرو شپږو مياشتو افغانستان کې د "موډلينګ" په برخه کې کار کوي.
ددې موډليسټ د دفتر پر ديوال چې د کابل ښار کارته سه سېمه کې پروت دى، د ډول ډول لباسونو په ځوړندولو سره د افغانستان د بېلابېلو قومونو فرهنګ نندارې ته وړاندې کړى دى؛ په يادو لباسونو کې يو هم د چارمغز له لرګي څخه جوړ شوى واسکټ دى چې د افغانستان درې رنګه بېرغ په کې انځور شوى دى.
نوموړي وويل چې تر اوسه نړۍ کې څوک داسې نه شته چې لرګين لباس جوړ کړي؛ خو نوموړي د افغان ولسونو د يووالي په خاطر دا واسکټ جوړ کړى دى او ددې واسکټ په هره تکمه يې د افغانستان د بېلابېلو قومونو نومونه کيندلي دي.
ابراهيمى چې ٣٠ کلن دى د ملي جامو جوړولو ترڅنګ، د افغانستان بېرغ په رنګونو يې ډبريزي او لرګينې تسبيح، خولۍ، دستکشې او کمربند جوړ کړي دي له هغوو لباسونو سره چې په ديوال کې ځوړند شوي دي همغږي لري.
د ډبرينو تسبيحو هره دانه د چارمغز په اندازه ده اوټولې شپږ کيلو وزن لري او د لرګينو تسبيحو هره دانه د انګور دانې په اندزه ده او شاوخوا دوه کيلو وزن لري.
ددې موډل په دفتر کې ټول شيان چې ترسترګو کېږي د افغانستان بېرغ پرې شتون لري، ګوتمۍ او ان د خونې جارو يې د افغانستان بېرغ په دريو رنګونو کې دي.
ابراهيمى همداراز د کوکنارو له منځه وړلو، د هېواد زرغونولو، له ملي اردو څخه ملاتړ او د چاپېريال پاک ساتنې لپاره يې هم جامې چمتو کړي دي چې په څنډو کې يې ددې ارګانونو نښانونه شتون لري.
نوموړي تر اوسه ٢٠ جوړې جامې چمتو کړي دي چې ټولو کې يې ملي هويت او سوله تمثيل کړې ده.
ددې موډليسټ په ځان جامې چې ډيرى برخه يې د کوترو په بڼکو ښايسته شوي دي دا جامې يې شاوخوا شپږو مياشتو کې چمتو کړي دي او دا جامې يې له بهرني ټوکر څخه د ١٠٠ زرو افغانيو په لګښت جوړې کړي دي؛ خو تر اوسه چا ورسره په دې برخه کې مرسته نه ده کړې.
ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل :" تل هېواد کې له توکم پالنې او قومي تعصباتو څخه ځورېږي، مدام به يې فکره کاوه چې له کومې لارې کولي شي څو هېوادوالو ته د ملي يووالي لپاره نمونه واوسي؛په پايله کې يې تصميم ونيو چې د خلکو ترمنځ د ملي يووالي رامنځ ته کولو په خاطر د هېواد قومونو د ملي لباسونو په ګنډلو سره په دې برخه کې کار وکړي."
هغه زياته کړه چې د موډل په برخه کې يوې اروپايي کمپنې ته نوماند او بريالى شو؛ خو وجدان ورته اجازه ور نه کړه چې اروپا ته ولاړ شي؛ ويې غوښتل چې موډل له لاري هېواد ته خدمت وکړي چې ټوله نړۍ کې داسې کار چا نه دى کړى.
د ابراهيمي په وينا، افغانستان کې د موډليسټانو شمېر ٢٥ کسانو ته رسېږي، چې د افغانستان موډل بنسټ اېښودونکى ارين خان د افغان سينما ستورى دى چې ٢٠٠٥ کال کې يې هېواد کې د موډلينګ بنسټ کېښود.
دا موډليسټ غواړي چې د حکومت او ملي سوداګرو په ملاتړ د افغانستان په استازيتوب د هېواد ملي هويت په ټوله نړۍ کې خپور کړي.
ابراهيمي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتنه وکړه کوم کسان چې د افغانستان د اصيل فرهنګ لپاره کار کوي ملي او نړيوالو فيستوالونو ته دې واستوي، څو ټول نړېوال د افغانانو له فرهنګ سره بلد شي او د افغانانو ژوند کې شته ټولې ستونزې او ننګونې ټولې نړۍ کې خپرې شي او نړۍ د ننګونو له منځه وړلو په برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي..
ابراهيمي وويل چې د يو ځانګړي قوم لپاره خدمت نه کوي، بلکې د ټول هېواد لپاره خدمت کوي.
نوموړي زياته کړه:" زموږ ټولنه کې د موډلنګ کېدو په برخه کې زياتې ستونزې شتون لري؛ سپکاوى، دښمني درته پېدا کېږي پيسو ته اړتيا شته؛ خو د جګړې او ټوپک پر ځاى دې له دې خوځښتونو څخه چې زموږ د غوښتونو ښکارندوى دى، استفاده وکړو."
د يادونې وړده چې ابراهيمي د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ کې دنيا ته سترګې غړولي او د اقتصاد او بازارموندنې په برخه کې ليسانس دى، اوسهمال له څلورو ورونو، دوو خويندو ، پلار او مور سره کابل کې ژوند کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










