خوست ښار (پژواک، ٤ ورى ٩٥): ديني عالمان وايي، که مسلمانان په خپل دين کې له افراط او تفريط څخه لاس پر سر شي، له ټولو هغو ستونزو او فساد څخه به وژغورل شي چې ورسره لاس او ګرېوان دي.
يادو عالمانو دغه څرګندونې په خوست ولايت کې د افراطيت د مخنيوي او مبارزې په اړه دوه ورځني اسلامي او علمي کنفرانس ته وکړې.
په دغه کنفرانس کې د مصر يو ديني عالم محمد احمد فتحي تر څنګ شاوخوا دوه نيمه سوه نارينه او ښځينه مدني فعالانو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د ځينو دولتي ادارو مامورينو ګډون کړی دی.
دغه کنفرانس د سولې او پيوستون لپاره د همکارۍ په نوم د يوې موسسې له خوا جوړ شوى دى.
د يادې موسسې يو مسوول نجيب ساحل پژواک اژانس ته وويل، په دغه کنفرانس کې پر هغو موضوعاتو خبرې کېږي چې په ټولنه کې په عادي سترګه ورته کتل کېږي، خو په اصل کې د ټولنې بدبختي له همدې ستونزو سرچينه اخلي.
هغه وويل: ((د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی، د ځمکو غصب، انسان وژنه، قومي لانجې، ځان وژونکې حملې او دېته ورته نورې پديدې يې غوره بېلګې بلل کېږي.))
نجيب ساحل زياته کړه، د دغه کنفرانسونو لړۍ شاوخوا دوه کاله وړاندې په ولايتونو کې پيل شوې چې په پايله کې يې په زياتره مواردو کې ګڼ شمېر ټولنيزو ستونزو ته د هواری لارې چارې موندلې دي.
هغه وويل چې په دغو دوو ورځنيو کنفرانسونو کې د اسلامي نړۍ له ځينو هېوادونو مشهور ديني عالمان هم ګډون کوي او د سولې د ټينګښت او د افراطيت د مخنيوي او مبارزې په اړه عامه پوهاوی ورکوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ هدف دا دی چې څنګه له افراطيت سره مبارزه وکړو او په کوم شکل د افراطيت د مخنيوي تګلاره جوړه کړو؟))
د دغه کنفرانسونو لومړۍ لړۍ پای ته رسېدلې او دا يې دويمه لړۍ ده.
د مصر ديني عالم دوکتور محمد احمد فتحي چې په ياد دوه ورځني کنفرانس کې يې ګډون کړی دی، له پژواک سره په خبرو کې افراطيت له شرعي احکامو سره خلاف عمل وباله.
نوموړي وويل چې که مسلمانان په خپل دين کې له افراط او تفريط څخه لاس پر سر شي، له ټولو هغو ستونزو او فساد څخه ژغورل کېدای شي چې په اوسنيو حالاتو کې ورسره لاس او ګرېوان دي.
login or register a new account.