کابل (پژواک،٧ ورى ٩٥): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال وايي، کوم ځوانان چې هېواد ته راستنېږي، د کار، زده کړو، روغتيايي بيمې، حرفې او د بيا کار پيلولو لپاره د کوچنيو پورونو موکه ورته برابروي.
کمال سادات چې نن يې خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل چې له بېلابېلو کورنيو بنسټونو سره يې د هغو ځوانانو په اړه چې له بهرنيو هېوادونو څخه بېرته هېواد ته راستنېږي، د کار موندلو په تړاو خبرې کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين له ځينو بهرنيو موسسو څخه هم د هغو ځوانانو په اړه چې بېرته هېواد ته راستنېږي، د مرستو غوښتنه کړې ده او ويې ويل، کوم ځوانان چې له بهرنيو هېوادونو څخه افغانستان ته راستنېږي، د بېرته کار پيلولو لپاره له کوچنيو پورونو څخه ګټه اخيستلى شي.
نوموړي له هغو ځوانانو څخه چې دې وروستيو کې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي، وغوښتل چې د ځوانانو چارو معينيت ته دې مراجعه وکړي، څو له هغوى سره د زده کړې، د حرفې زده کولو، کوچنيو پورونو او د کار او سوداګرۍ پيل په برخه کې همکاري وشي.
سادات د دې مطلب په څرګندولو سره چې ځوانانو ته د ماسټرۍ تر کچې د زده کړو اسانتيا هم په پام کې نيول شوې ده، وويل: "کوم ځوانان چې هېواد ته راستانه شوي دي، را دې شي او له دې اسانتياوو څخه دې برخمن شي."
نوموړي له هېواد څخه د ځوانانو تېښته د اندېښنې وړ و بلله او ويې ويل، له بده مرغه يو شمېر لوستي ځوانان اروپا ته د رسېدو په موخه هېواد پرېږدي چې نه يواځې اروپايي هېوادونو ته نه رسېږي، بلکې يو شمېر يې کانتينرونو کې خپل ځانونه له لاسه ورکوي، يا سمندر کې ډوبېږي او ځينې نور يې د بېلابېلو هېوادونو د پوليسو له لوري نيول کېږي.
نوموړي وويل، هڅه کېږي چې د امنيتي ارګانونو په همکارۍ هغه قاچاق کوونکي چې ځوانان اروپا تګ ته هڅوي، ونيسي او قانوني چلند ورسره وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال ، له هېواد څخه بهر ته د ناقانونه تګ د خطرونو په اړه د پوهاوي پر ورکړې ټينګار وکړ او ويې ويل، داسې پروګرامونه تر لاس لاندې لري، څو د زده کوونکو، ديني عالمانو، قومي مخورو له لارې خلک خبر شي او د غيرقانوني تګ مخه ونيول شي.
په ورته وخت کې د ځوانانو چارو معينيت د رضاکارانو ځوانانو مشرې زهرا قاريزاده د خپلو خبرو په دوام، هېواد کې لوستو ځوانانو ته اړتيا زياته وبلله او ويې ويل، ځوانان کولاى شي چې د هېواد اقتصادي څرخ په خوځښت راولي او دوى بايد له غيرقانوني کډواليو ډډه وکړي.
مېرمن قاري ز اده د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ځوانانو معينيت د ځوانانو مدافع او ملاتړى دى، څرګنده کړه: "موږ له ځوانانو ملاتړ کوو او ځوانان بايد په دې پوه شي چې هغه ژوند او عزت چې په خپل هېواد کې لري، په نورو هېوادونو کې نشته او له خپل سر څخه نورو هېوادونو ته د تللو فکر بايد لرې کړي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










