جلال اباد (پژواک، ۱۱ وری ۹۵): په جلال اباد ښار کې د بهرنيو سياسي نماينده ګيو لپاره ډيپلوماتيکه ساحه جوړېږي چې له امله به يې ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.
د ننګرهار ولايت د بهرنيو چارو رييس حفظ الله اسحاقي د وري په ۱۱مه په جلال اباد کې د "کابل- المان" د سل کلنۍ دوستۍ د نمانځغونډې او نندارتون د پرانيستل کېدو په مراسمو کې وويل چې د دې ساحې د جوړولو هڅې کړندۍ روانې دي.
د افغانستان او جرمني د سل کلنۍ دوستۍ په ياد نندارتون کې د هغو پروژو او همکاريو عکسونه نندارې ته وړاندې شوي چې دواړه هېوادونه په ګډه ترسره کړي دي.
د بهرنيو چارو رييس وويل: ((موږ غواړو چې د ننګرهار ولايت مقام ته څېرمه ډيپلوماتيکه ساحه جوړه کړو. په دې ساحه کې به د ايران، پاکستان او هند د قونسلګريو په ګډون نورې سياسي نمايندګۍ مېشتې شي.))
اسحاقي زياته کړه چې د جرمني، فرانسې، ترکيې او چين په ګډون ممکن يو شمېر هېوادونه په ننګرهار ولايت کې قونسلګرۍ خلاصي کړي چې له امله به يې ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.
ده وويل: ((په ننګرهار کې د يو شمېر هېوادونو د سياسي نماينده ګيو په فعالېدو به د سوداګرۍ، اړيکو، زده کړو او ورته نورو برخو کې ننګرهار مېشتو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.))
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د دې ساحې د جوړولو پروژه په روان کال کې پيلېږي.
خوږياڼې وويل: ((په ننګرهار کې شته سياسي نماينده ګۍ د ګڼې ګوڼې په ساحه کې دي، د ډيپلوماتيکې ساحې په جوړېدو به خلک په سهولت کې شي.))
بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم د کابل– المان د سل کلنۍ دوستۍ د نمانځغونډې په مراسمو کې وويل چې دغه هېواد په افغانستان په ځانګړي ډول ننګرهار ولايت کې ډېرې پروژې پلې کړې دي.
صميم وويل: ((په ۱۹۱۵م کې افغانستان له جرمني سره د دوستۍ او همکارۍ تړون لاسليک کړ، تر هغې را وروسته دغه هېواد د افغانانو لپاره ډېرې بنسټيزې پروژې پلي کړې، د سالنګونو رغول، د ماهيپر تنګي جوړول، په ننګرهار کې د سلګونه ښوونیزو مرکزونو لپاره ودانۍ جوړول د جرمني د پروژو بېلګې دي.))
د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له جرمني غوښتنه وکړه چې د ننګرهار د تاريخي ابداتو او ځايونو په بيارغولو کې مرسته وکړي.
تر غونډې وروسته د افغانستان- جرمني د ګډو بېلابېلو پروژو او همکاريو د عکسونو نندارتون هم پرانيستل شو چې د دریو اوونیو لپاره به پرانيستی وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










