منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په نيمروز کې د چرګانو په بڼکو د ناوې د موټر سینګار دود شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۲ کتنې

زرنج (پژواک، ١١ ورى ٩٥): نيمروز ولايت کې ځيني خلک د زوم او ناوې لېږدولو موټر د چرګانو په بڼو سينګاروي چې په دې ولايت کې يې د واورو اورېدو نښه بولي.

د دغو کورنيو په وينا چې په دغه ولايت کې په کال کې درې څلور ځله باران ورېږي؛ خو وروستي شپږ کلونه په دغه ولايت کې واورې نه دې ورېدلي، ان له اوو کلنو څخه د ټيټ عمر ماشومان واوره نه پېژني.

د زرنج ښار اوسېدونکي ٢٠ کلن همايون چې نوى يې واده کړى، پژواک ته وويل: "څلور ورځې وړاندې مې واده کړى دى او خپله ناوې مې د چرګانو په بڼکو سينګار موټر کې راوسته."

دغه ځوان د زوم او ناوې موټر د چرګانو په بڼکو سره سينګار يو نوښت وباله او زياته يې کړه چې په دغه ولايت کې ډېر ځوانان لېوال دي چې خپله ناوې د واده په ورځ د چرګانو په بڼکو سينګار شوي موټر کې یوسي.

نوموړي وويل چې د خپل واده موټر يې د چرګانو پر سپينو بڼکو سينګار کړى و چې په دغه کار سره يې د واده ګډونوالو ډېر پام ځان ته راواړوه؛ پر دې موټر يې د واورې ورېدو بېلګه انځور کړه.

٢٢ کلنه نسرين چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې يې واده کړى دى، وويل چې واده کې د چرګانو په سپينو بڼو د موټر سينګار د نوموړې يوه هیله وه چې د خاوند يې ورته ترسره کړه.

دې مېرمنې زياته کړه کله يې چې د واده په ورځ سينګار شوى موټر وليد؛ ډيره هک اوپک شوه او له دې موټر څخه استفاده ددې لپاره له خونده ډک و.

په ورته وخت کې د زرنج ښار ٥٠ کلن اوسېدوونکي محمد ابراهيم چې د زوى ناوې ليږد لپاره يې د چرګانو پر بڼو موټر سينګار کړى و، وويل چې دا ښه نوښت دى ، د کوژدې او واده زياتو مراسمو کې ترې استفاده کېږي.

محمد ابراهيم د خندت په حال کې وويل چې د زوم او ناوې د موټر په ليدو سره د واورو نه ورېدو په تړاو به د زرنج ښاريانو تنده يوڅه ماته شي.

د چرګانو په سپينو بڼکو د زوم او ناوې موټر سينګار، له اقتصادي پلوه ګل پوش موټر سره دومره توپير نه لري.

ګل احمد چې د زرنج ښار کې د ګلونو پلورنځى لري، پژواک ته يې وويل چې په دې وروستيو کې يو شمېر ځوانان لېوال دي څو خپله ناوې د چرګانو پر بڼکو په سينګار موټر کې خپل کور ته ولېږدوي.

نوموړي زياته کړه چې يوه اوونۍ کې د زوم او ناوې څلور موټر د چرګانو په بڼکو سينګاروي.

ګل احمد د خپل کار څرنګوالي په اړه پژواک ته وويل چې د چرګانو بڼکې د بورې په شربت کې لمدېږي او وروسته يې پر موټر لګوي.

نوموړي زياته کړه چې د هر موټر سينګار څلور ساعتونه وخت اخلي او د يو موټر له سينګار څخه څلور زره افغانۍ حق الزحمه ترلاسه کوي.

د نيمروز د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو مشر محمد اکبر شريفي هم تاييد کړه چې په دغه ولايت کې د کم باران او واورې ورېدو له امله د دې ولايت ډېرې سيمې وچې او ښوره زار دي.

شريفي زياته کړه: "موږ د کال اوږدو کې درې ، څلور ځله د ٦٠ – ٨٠ ملي متر باران ورېدو شاهدان يوو، په تېرو وروستيو شپږو کلنو کې يو ځل هم په نيمروز کې واوره نه ده ورېدلې."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور