منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۲ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“خپل په وينو لت پت بچيان نه شو هېرولى”

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

فراه (پژواک١٤ ورى ٩٥): پر ګراني کلي باندې د هوايي بريد د قربانيانو کورنۍ وايي، جګړه بايد ودرېږي څو کومه بله سيمه د ګراني سيمې په څېر تر بمونو لاندې نه شي او د شپې په تيارو کې د اور په لمبو او دودونو کې ډوب نه شي.

دوى وايي چې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو دغه هوايي بريد، د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په ګراني کلي کې د ١٣٨٨ لمريز کال د غويي مياشتې په ١٤مه نېټه پيل او د شپې تر نهو بجو او ۱۵ دقيقو پورې يې دوام وکړ.

د افغانستان دفاع وزارت له دغه بريد وروسته اعلان کړى و چې په دې پېښه کې ١٤٠ ملکيان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان شوي دي.

امريکايي ځواکونو هغه مهال ويلي وو چې دغه عمليات يې د دولت وسله والو مخالفينو پر ضد ترسره کړي او د يادې پېښې ډېرى وژل شوي کسان وسله وال مخالفين دي.

دغه بريد په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو له لوري د ملکيانو د وژنې تر ټولو ستره پېښه ده.

د يادې پېښې په رامنځته کېدو سره د افغانستان د وخت ولسمشر حامد کرزي د امريکا له دولت وغوښتل، څو خپلو هوايي بريدونو ته چې په افغانستان کې د ملکيانو د وژنې لامل ګرځي؛ د پاى ټکى کېږدي، خو داسې ونه شول او له هغه وروسته هم په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له لوري د بمبارۍ په ترڅ کې ملکيان وژل شوي دي.

ترخې خاطرې

پر ګراني کلي باندې د هوايي بريد د قربانيانو د کورنۍ يوه غړي سيد نظام اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هغې شپې ترخه يادونه هېڅکله هم له ياده نه شي ايستى چې د ١٣٨٨ لمريز کال د غويي مياشتې په پنځلسمه شپه د شپې په تياره کې د بمونو چاودنې وې، بې ګناه انسانانو چغې وهلې او ټول په وينو کې لت پت پراته وو.

نوموړي د ژړا په حال کې وويل چې په دغه پېښه کې يې د خپلې کورنۍ د ١٩ کسانو له ډلې، ١٥ کسان له لاسه ورکړي دي.

نوموړي وويل چې په دغو وژل شوو کسانو کې يې درې زامن، درې لوڼې، يوه ناوې، شپږ واړه لمسيان، مېرمن يې او د زوى خواښې يې چې له دوى سره يې يو ځاى ژوند کاوه؛ شامل دي.

٥٧ کلن سيد نظام وايي چې د کورنۍ په غړو کې يې يوه سپين سرې مور، په خپله دى او دوه تنکي ځوانان زامن ژوندي پاتې دي او خپل ژوند د کورنۍ له نورو پنځلسو غړو څخه جلا او په سختو دردونو کې تېروي.

نوموړي وويل چې د ١٣٨٨ کال د غويي څوارلسمه نېټه نه يوازې د هغه کورنۍ، بلکې د کلي د ټولو اوسېدونکو لپاره يوه سخته ورځ وه؛ ځکه د کلي خلک د وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو تر منځ د نښتې له امله له خپلو کورونو نه شوى راوتلى.

سيدنظام زياته کړه: "د هماغې ورځې ماښام چې کله جګړه ختمه شوه او طالبان له کلي بهر ولاړل، خوشاله شوو چې نوره جګړه نشته خو له هغه وروسته الوتکو پر موږ بمونه واچول چې زموږ هر څه يې له منځه يو وړل."

نوموړي د خبرو په دوام کې وويل: "امريکايان له خپلو الوتکو سره يو ځاى راغلل، اول يې پر جومات بم واچاوه او له هغه وروسته يې د خلکو په کورونو چې په هغو کې ډېرى ماشومان او ښځې وې... زموږ له کلي يې کربلا جوړه کړه."

نوموړي وويل چې له بمبار وروسته سخت ډار شوى و او کله يې چې د شپې په تياره کې دېخوا او ها خوا منډې وهلې، د څو کسانو پر مړو يې پښې کېښودې.

نوموړې له لږ خبرو وروسته وويل: "د دغو ټولو يادول ډېر سخت کار دى... د قربانيانو مړي مو پر تراکتور د خاورو له انبارونو راو ايستل او دا زموږ د رايو پايله وه چې ولسمشر ته مو ورکړې وه!"

د هغه په وينا، د لسګونه قربانيانو مړي د پېژندلو وړ نه وو، دوى په څو ډله ييزو قبرونو او پاتې نور يې په جلا- جلا قبرونو کې خاورو ته وسپارل شول.

نوموړى زياتوي: "ما د خپلې کورنۍ د دريو غړو چې په دغه بريد کې په شهادت ورسېدل، هېڅ او ان چې د هغوى د جامو ټوټې مې هم ونه ليدې، که ليدلې مې هم وي نو پېژندلې مې نه دي."

نوموړي د جزياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې په دغه بريد کې يو شمېر کورونه ويجاړ شوي وو، د قربانيانو د کورنيو يو شمېر غړو ته رواني ستونزې پيدا شوې او يو شمېر يې چې خپل سرپرستان يې له لاسه ورکړي؛ له سخت اقتصادي حالت سره مخ دي.

سيد نظام وويل چې دولت د هر وژل شوي کس په بدل کې د قربانيانو کورنيو ته سل زره افغانۍ ورکړې، خو د هغه کورنۍ ته چې پنځلس قربانيان يې درلودل، د ١٢ قربانيانو پيسې ورکړې دي.

هغه زياته کړه چې امريکايانو په دغه بريد سره د ګراني خلکو خوشالۍ اخيستې، ځکه دا ډېره سخته ده چې خلک د يادې پېښې د قربانيانو په ځانګړي ډول د خپلو اولادونو په وينو لړلي مړي هېر کړي.

د ګراني کلي د اسحاقزيو قوم يوه مشر عبدالمالک د يادې پېښې په اړه وايي: "زه مسافر وم او له پېښې يوه ورځ وروسته کلي ته راورسېدم، ډېر بد او له ډاره ډک حالت و، فکر مې کاوه چې په کلي کې جهنم دى، هر چېرته چغې او وير و او هرې خوا ته قبرونه."

هغه وويل چې په دې پېښه کې يوازې د اسحاقزيو له قوم څخه ٥٤ کسان وژل شوي او اوه نور ټپيان شوي وو چې ډېرى يې ښځې او ماشومان وو.

د هغه په وينا، ياد ٥٤ کسان ټول د هغه د ترونو زامن او په پنځو کورنيو پورې اړوند وو چې د يادو کورنيو له ډلې يې هيڅوک هم نه دى پاتې.

عبدالمالک هم وايي چې په ياد هوايي بريد کې د يو شمېر کورنيو سرپرستان وژل شوي او له هغوى پاتې کسان له سخت وضعيت سره مخ دي او دغه راز له ډېرو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

غوښتنې

د يادو قربانيانو د کورنيو غړي له دولته غواړي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو عملياتو مخه ونيسي او په ټوليز ډول ټول هغه عمليات ودروي چې زيان يې ملکيانو ته اوړي.

سيد نظام وايي، په هر ځاى کې چې د جګړو او ملکيانو د وژنو خبر اوري نو سخت خپه کېږي او ياد ته يې د ګراني کلي د بمونو اچولو ورځ راځي.

هغه زياته کړه: "جګړه ډېره بده ده، جګړه هر څه ويجاړوي او په کې بې ګناه انسانان وژل کېږي... له ټولو ښکېلو ډلو مې دا غوښتنه ده چې نوره افغان وژنه بس کړي."

نوموړي پر ګراني کلي باندې د بريد عاملينو ته د سزا ورکولو او محاکمې په اړه وويل: "د زورواکو په وړاندې د دونيا محکمه نه چليږي، موږ صبر کړى او خپله عريضه مو خداى پاک ته سپارلې، خداى پاک له صابرينو سره مرسته کوي."

د دولت اقدامات

د فراه د والي مرستيال محمد يونس رسولي چې هغه مهال يې هم په ياده څوکۍ باندې دنده ترسره کوله، وويل چې بهرني ځواکونه کلي ته د طالبانو له داخلېدو او د جګړې له سختېدو وروسته د ګراني کلى بمبار کړى و.

رسولي وويل چې دولت د يادې پېښې قربانيانو کورنيو ته د هر وژل شوي کس په بدل کې سل زره افغانۍ او د هر ټپي په بدل کې پنځوس زره افغانۍ ورکړې او د قرباني له کور څخه چې په ټوليز ډول ٧٥ کسان کېږي، د عمرې حج ته لېږل شوي دي.

دغه راز نوموړي وويل چې په دغه بريد کې ٣٨ کورونه ويجاړ شوي چې د دولت له لوري د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) په همکارۍ بيا رغول شوي دي.

نوموړي د حکومت له لوري د يادې پېښې د څېړلو په اړه وويل: "د يادې پېښې عاملينو ته د سزا ورکولو په موخه د ولسمشرۍ رياست يوه با صلاحيته پلاوي څېړنه وکړه، خو تر اوسه پورې يې د خپلو څېړنو پايله له موږ سره نه ده شريکه کړې او زه له دې نور ډېر نه پوهېږم."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه