کابل( پژواک، ٢١ ورى ٩٥) : افغان محصلينو د سعودي عربستان د مدينې منورې اسلامي پوهنتون په کلني کولتوري نندارتون کې دويم مقام خپل کړ.
د مدينې منورې په اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلينو مشر شيخ وزيرګل د وري په ٢١مه، د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نندارتون د بېلابېلو هېوادونو د محصلينو په ابتکار د کلتور پېژندنې په موخه جوړ شوی و.
هغه زياته کړه چې په دې کولتوري نندارتون کې د ٦٠ هېوادنو محصلينو ګډون کړى وو او د هر هېواد محصلينو په نندارتون کې ځانګړې غرفه لرله.
وزيرګل وويل چې د هر هېواد محصلينو د خپل کولتور بېلابېل ډولونه د پېژندګلوۍ په موخه نندارې ته وړاندې کړل.
د نوموړي په وينا، دا نندارتون چې پنځه ورځې يې دوام وکړ، پرون يې پايلې اعلان شوې، چې له مخې يې تاجکستان لومړى او د افغانستان محصلينو دويم مقام خپل کړ.
هغه زياتوي چې دا ځل افغان محصلينو ډېر زيار وېستلى و او له غرفې څخه يې هره ورځ لسګونو کسانو ليدنه کوله.
د عبدالغياث صافي په نامه يو بل افغان محصل پژواک اژانس ته وويل چې د دې کولتوري نندارتون د پاى په مراسمو کې د سعودي چارواکو ترڅنګ په سعودي کې د افغانستان د سفارت او په مدينه کې د افغان کونسلګرۍ مسوولينو هم برخه اخيستې وه او د محصلينو هلې ځلې يې وستايلې.
د نوموړي په وينا، مسوولينو د افغان محصلينو د دويم مقام ګټلو لپاره ٢٠ زره رياله جايزه هم ورکړه.
د يادولو ده چې تېر کال هم افغان محصلينو په دې ډول نندارتون کې دويم مقام خپل کړى و.
د مدينې منورې په اسلامي پوهنتون کې دا مهال ۱۶۰ تنه افغان محصلين د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په برخو کې په زده کړو بوخت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










