منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۲ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ټپي ماشوم: مرسته وکړئ چې جوړ شم او ښوونځي ته لاړ شم

· ۵ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

سرپل(پژواک، ٢١ ورى ٩٥): ١٤ کلن خال محمد د شل افغانيو په بدل کې په بې خبرۍ سره ماين لېږداوه چې په کې سخت ژوبل شو. نوموړى اوسمهال په بستر کې تر درملنه لاندې دى، په داسې حال کې چې له ښوونځي نه د پاتې کېدو په اړه سخت اندېښمن دى، د درملنې لپاره اړين امکانات نه لري.

دا چاودنه  شاوخوا دوه مياشتې وړاندې رامنځته شوه، خو خال محمد لا هم د سر او پښو په برخه کې له سختو ټپونو په لاره نه شي تللى، په دواړو پښو کې يې سيخونه تېر شوي او د خپل کور په يوه خټين خونه کې اوسيږي.

دا چاودنه چې په لاس کراچۍ کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله تېر کال  د سلواغې په اتلسمه په سرپل ښار کې د عزيزي بانګ څانکې مخکې رامنځته شوه، د خال محمد پر ټپي کېدو سربېره په کې د وکيل خان په نوم يو قوماندان((د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ولسي پاڅون کوونکى)) ووژل شو او درې ساتونکي يې ژوبل شول.

ددې چاودنې مسووليت هېڅ کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

 خال محمد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې د سلواغې په اتلسمه د خپلې لاسي کراچۍ په وسيله کورنۍ ته د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په موخه په سرپل ښار کې روان و، د خلکو مالونه يې لېږدول، يوه کس ورته وويل:((يو کارتن د چرګانو هګۍ راسره دي، تر عزيزي بانک پورې يې يوسه، زه له شا درپسې  درځم.))

د خال محمد په خبره،  په دې نه پوهېده چې په دې کارتن کې ماين ځاى پر ځاى شوى، د شلو افغانيو په بدل کې ورسره روان شوم.

 نوموړي وويل چې کارتن يې ياد شوي بانک ته نږد کړ، د کارتن د څښتن په انتظار و چې په دې وخت کې په کارتن کې  ځاى پر ځاى شوي مواد وچاودېدل.

نوموړى چې سخت ناتوانه ښکارېده، زياته يې کړه:((نور نه يم پوهېدلى چې څه وشول؟ درې ورځې وروسته چې په هوښ راغلم، راته يې وويل چې د مزار شريف په روغتون کې يم، پښې او سر مې پلستر وو.))

 د خال محمد ٧١ کلن پلار عبدالقيوم چې له سترګو يې اوښکې روانې وې، د خپل زوى د راتلونکي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک اژانس ته وويل:((زموږ ټولې هيلې په همدې خال محمدجان پورې تړلې وې، دا مسلماني ده چې له دې ماشوم څخه يې کار واخيست؟ ما نه وکيل خان پېژانده او نه هم هغه کس چې زما په حق کې يې دا کار وکړ... اوس څه وکړم؟))

 هغه زياته کړه چې ددې ولايت د صياد ولسوالۍ د دره بند کلي اصلي اوسېدونکى دى، خو شاوخوا درې کاله وړاندې د نا امنۍ په سبب له دې ولسوالۍ راوتلي او د سرپل ښار په خطيب اباد سيمه کې يې د دوو کوټو لرونکې حويلۍ کرايه کړې ده.

د هغه په خبره، خپل کلى کور يې د جګړې او نا امنيو له امله  پرېښى، خو له دې ناخبره و چې په دې ښار کې به يې ځوان زوى له داسې برخليک سره مخ کېږي.

عبدالقيوم وويل چې خال محمد د اته کسيزې کورنۍ يواځنى ډوډۍ پيدا کوونکى و.

نوموړي څرګنده کړه چې دى او مېرمن يې د بوډاتوب له امله کار نه شي کولى، څلور لوړنې او يو زوى يې له ١٣ کلونو ښکته عمر لري.

دغه بوډا پلار چې ستونى يې غوسې نيولى و، وويل:((خال محمد شپږم ټولګي ته بريالى شو او د ښوونځي تر څنګ يې په ښار کې په لاس کاډي کار کاوه، ماښام به يې يوه کيلوکچالو او پنځه ډوډۍ له ځان سره کورته راوړې.))

هغه چې له اقتصادي ستونزو يې سخت شکايت درلود، وويل چې د ورځنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره هېڅ مدرک نه لري، د خپل زوى د درملنې لپاره يې له خلکو نه ٢٨٠ زره افغانۍ پور کړې دي.

 د عبدالقيوم په خبره، ډاکټرانو ويلي چې خال محمد بايد د زياتې درملنې لپاره پاکستان او يا کوم بل هېواد ته ولېږدول شي.

خو دغه رنځېدلي پلار زياته کړه چې په کابل يا کوم بهرني هېواد کې د زوى د درملنې لپاره د لېږد پيسې او امکانات نه لري.

د خال محمد پلار وويل چې له يوې بورۍ وريجو، درې قوطي غوړو او يوې بورۍ اوړو پرته چې ددې ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست دده له کورنۍ سره مرسته کړې، نور يې له دولتي سرچينو نه هېڅ ډول مرسته نه ده تر لاسه کړې.

خو نوموړي زياته کړه، ځينو خيرخواه خلکو دده له کورنۍ سره شاوخوا ٥٠ زره افغانۍ مرسته کړې او يوه اندازه وينه يې هم د خال محمد د درملنې لپاره ورکړې ده.

دغه بوډا چې د خپل زوى د درملنې ترڅنګ، د کورنۍ د اړتياوو پوره کولو مسووليت هم ور دغاړې دى، له حکومت، خيريه موسساتو او خلکو يې غوښتنه وکړه چې دده له کورنۍ سره دې مرسته وکړي.

له خال محمد سره د مرکې پرمهال د سعادت الله په نامه يوه کس له خال محمد سره شل زره افغانۍ مرسته وکړه، دا پيسې له خال محمد سره په  مرسته شوو ٥٠ زره افغانيو کې شاملې دي.

خال محمد ددې ٢٠ زره افغانيو نه زر افغانۍ بېلې کړې، خپل پلار ته يې ورکړې او ويې ويل:((په دې پيسو قلم او کتابچه واخله، ښوونځي پيل شوي، همدا چې يو څه جوړ شم ښوونځي ته ځم، له درسونو پاتې يم.))

په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازې عزيزې جليس، په خپله فېسبوک پاڼه کې د خال محمد د ستونزو يادونه کړې او ويلي يې دي چې د امنيتي پېښو ټپيانو ته پاملرنه نه کېږي.

نوموړې پژواک  خبري اژانس ته وويل چې د خال محمد د درملنې په برخه کې مرسته کوي.

خو د خال محمد پلار وويل چې کابل ته د خپل زوى د لېږدولو او تر مېرمن جليس پورې د رسېدو امکانات هم نه لري.

نوموړي زياته کړه چې خپله د بوډاتوب له امله روغتون ته د خال محمد د لېږدولو توان نه لري او بل څوک هم نه شته چې له ده سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

د سره صليب نړيوالې کمېټې د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې په ٢٠١٥ کال کې د جګړو له امله شاوخوا ٣٥٠٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٧٥٠٠ نور ژوبل شوي دي. په دې کال کې په منځني ډول هره ورځ ١٠ ملکي وګړي وژل شوي او څه باندې ٢٠ نور ژوبل شوي چې له هرو څلورو قرباني شوو يې يو ماشوم دى.

ددې کمېټې د موندنو له مخې، په دې کال کې په افغانستان کې هره ورځ دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه