منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۲ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په غزني کې د اسلامي ثقافت د مرکز پاتې چارې به ډېر ژر بشپړې شي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۱ کتنې

غزني ښار (پژواک، ۲۲ وری ۹۵): د ښار جوړونې وزير وايي چې ډېر ژر به په غزني ولايت کې د اسلامي ثقافت مرکز د جوړونې چارې پای ته ورسېږي.

دغه څرګندونې د ښار جوړونې وزير سيد سعادت نادري غزني ولايت ته د خپل سفر پر مهال کړې دي.

نادري وويل چې په دغه ولايت کې به د اسلامي ثقافت مرکز د جوړونې پاتې چارې ډېر ژر پيل او پای ته ورسول شي.

نادري وويل چې د اسلامي ثقافت د مرکز د پروژې په اړه يې يو پلاوى غزني ته استولى او پلاوي ورته ويلي چې د دې سترې پروژې ډېرې چارې ترسره شوې دي.

په غزني ولايت کې د اسلامي ثقافت مرکز د جوړېدو لپاره  ١٧ ميليونه امريکايي ډالره ځانګړي شوي وو خو تر اوسه يې ٨٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

د اسلامي ثقافت دغه مرکز د غونډو د ترسره کولو لپاره يو تالار او نورې خونې لري.

نادري وايي: ((دا د غزني لپاره یوه ستره پروژه ده چې باید پاتې کارونه يې هم ترسره شي او په دې اړه به موږ جدې ګامونه اخلو.))

نادري ژمنه وکړه چې د غزني اوسېدونکو ته به پاکې اوبه او دولتي ښارګوټي هم جوړ کړي.

دغه راز د غزني والي محمد امان حميم وويل چې د يادې پروژې تر څنګ دغه ولايت د ګڼو نورو رغنيزو پروژو ترسره کېدو ته هم اړتيا لري.

هغه وويل: ((موږ وزیر صاحب ته زیات وړاندیزونه ورکړل او هیله ده چې ډېر ژر به په غزني کې د اسلامي ثقافت د پروژې تر څنګ نورې پروژې هم پلې کړي.))

دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړي خالقداد اکبري وويل چې په غزني ولايت کې د اسلامي ثقافت او نورو پروژو چارې نيمګړې پاتې دي.

ده پر اړوندو ارګانونو غږ وکړ چې نيمه کاره پروژې بشپړې کړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې ترسره کړي.

غزني ولايت په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د لیبیا په پلازمېنه ترابلیس ښار کې د ۲۰۱۳ کال لپاره د اسلامي هېوادونو د اسلامي ثقافت پلازمېنه ونومول شو .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور