منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۲ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان ورزشي خبريالانو د اسيا په کچه لومړى مقام خپل کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٥): د اسيا په کچه د ٢٩ هېوادونو د ځوانو ورزشي خبريالانو په روزنيز کمپ کې افغان خبريالانو لومړی مقام خپل کړ.

د افغانستان دوه ورزشي خبريالانو د اسيا په کچه د ورزشي خبريالانو فدراسيون له خوا، هانکانګ ته معرفي شوي وو چې د اسيا د ځوانو ورزشي خبريالانو په لس ورځني پروګرام کې ګډون وکړي.

دغه پروګرام چې د اسيا د ۲۹ هېوادونو ۴۰ خبريالانو په کې برخه اخيستې وه، له افغانستان څخه محبوب شاه محبوب او فريدون خوځون په کې ګډونوال وو.

د ورکشاپ په پای کې د هانګ کانګ د ورزشي خبريالانو د فدراسيون او د اسيا د ورزشي خبريالانو د فدراسيون د رييس محمد قاسم له خوا افغانستان ته د ګټونکي جايزه ورکړل شوه او افغان خبريالان يې په ستاينليکونو ونازول.

محمد قاسم وويل چې دوی رښتيني ګټونکي دي او په ښه توګه يې له دغه ورکشاپ څخه ګټه پورته کړه.

د هانکانګ د ورزشي خبريالانو د فدراسيون سکرتر جنرال چيو چن فای ريمونډ وویل چې افغان خبريالانو د ورکشاپ په اوږدو کې په عملي برخه کې تر ټولو ښه پروګرامونه درلود، ښې طرحې يې وړاندې کړې او د عصري ورزشي خبريالۍ په اړه يې په ښه توګه له دغه پروګرام څخه ګټه پورته کړه.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون مسوول ساير ځلاند د ورکشاپ له جوړوونکو او وړاندې کوونکو مننه وکړه چې د لومړي ځل لپاره يې په دغه ستر پروګرام کې افغانستان ته برخه ورکړه.

هغه زياته کړه چې فدراسيون به يې په راتلونکي کې لا هڅې وکړي چې په هېواد کې د ورزشي خبريالۍ د پرمختګ او ودې په برخه کې نور پروګرامونه هم جوړ کړي.

ځلاند وويل چې کابل ته له رسېدلو سره سم به زمينه برابره کړي، نور ځوان ورزشي خبريالان را ټول او هغه څه چې دغه افغان خبريالانو زده کړي، هغوی ته انتقال کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور