منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۲ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار سکانو د “ويساک” په مراسمو کې د خوندي امنيت غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۳ وری ۹۵): ننګرهار مېشتو سکانو د  "ويساک" په مراسمو کې يادونه وکړه چې په تېرو دوو کلونو کې د نا امنيو له امله کابو ۱۵۰ سکان کډوال شوي دي.

ننګرهار مېشتو سکانو د وري په ۲۳مه د ويساک د ۳۱۸مې کالېزې په نمانځغونډه کې د ډاډمن امنيت او په هېواد کې د سولې او ثبات هيله وښوده.

د اهل هنودو د ماشومانو لپاره د ښوونځيو نه شتون، د سره رود په ولسوالۍ کې د سيکانو د مذهبي چينو  نه جوړول او نا امنۍ د ننګرهار مېشتو سيکانو ستونزې دي.

د ننګرهار د مرکزي درمسال وياند ډاګټر ارميت سنګهـ د سره رود د سلطانپور مذهبي چينو په سيمه او د ويساک د نمانځغونډې په يوه څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې نن د سکانو ويساک يا لوی اختر دی.

ارميت سنګهـ وايي: ((په هېواد کې نا امني پر سکانو اغېز  کړې، کله چې چاودنې کېږي زموږ افغانان وروڼه شهيدان شي، سکان په وېره کې شي، په تېرو دوو کلونو کې کابو ۱۵۰ سيکانو جلال اباد پرېيښی او د نورو افغانان په څېر پرديو هېوادونو ته کډوال شوي دي.))

د نوموړي په وينا، پخوا په ننګرهار ولايت کې د سکانو شمېر تر ۱۰زرو کسانو پورې رسېده خو اوس دا شمېر شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته راټيت شوی دی.

نوموړی تاييدوي چې په ننګرهار ولايت کې لکه نورو افغانان ژوند کوي، د مذهبي چارو مخه يې نه نېول کېږي او امنيتي ادارې يې امنيت ته ډېره پاملرنه لري خو د هېواد پر امنيتي وضعيت اندېښنه ښيي.

هغه وايي: ((موږ ته په افغانستان کې زموږ مسلمانان وروڼه لالا وايي، لالا په پښتو کې د مشر ورور په معنا دی، نو له دې نه غټ عزت او احترام چېرته دی.))

ډاکټر سنکهـ زياتوي: ((دلته مو نهه سوه کاله د مېشته کېدو کېږي، زموږ مذهبي مشر ګروه بابانانک صېب د بغداد له لارې دلته راغلی او په سره رود کې مېشت شوی و، دا ځای زموږ د مقدسو چينو سيمه ده.))

نوموړي يادونه وکړه چې حکومت دې ورته د ماشومانو لپاره ښوونځي جوړ کړي او د سره رود د سلطانپور چينې سيمه دې جوړه کړي.

بلخوا د سره رود ولسوالۍ ښاروال حاجي محمدعمر مومند د يادو مراسمو په څنډه کې پژواک ته وويل چې د سکانو د سلطانپور چينې په ۲۲ جريبه ځمکه کې دي او تر اوسه يې ښه ساتنه شوې ده.

د ښاروال په وينا، په سره رود کې د اهل هنودو کرنيزې ځمکې هم شته، هغه يې خلکو ته په دهقانۍ او اجاره ورکړي چې په کال کې ترې خپل فصلونه اخلي.

د نوموړي په وينا، د سکانو د دې مذهبي ځای د جوړولو لپاره يې هڅې پيل کړې او ډېر ژر به ترې احاطه راچاپېره کړي.

په يادو مراسمو کې يو شمېر نورو ځايي چارواکو هم برخه لرله چې په هره برخه کې يې اهل هنودو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ويساک به تر راتلونکو دوو نورو ورځو دوام وکړي او په څلورمه ورځ به يې له يو شمېر نورو ولايتي مېشتې سکان سره رود ولسوالۍ ته راشي او دغلته به خپل مذهبي مراسم او ويساک پای ته ورسوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور