منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۴ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

څېړنه: ښځينه خبريالانې د خپل کاري محدوديت په اړه اندېښمنې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک ٢٦ ورى ٩٥): په هېواد کې د ښځينه خبريالانو د وضعيت په اړه د يوې څېړنې پايلې ښيي، چې د دوى د کورنيو له نيمايي زيات غړي د دوى له کار سره مخالف دي.

 په دغه څېړنه کې چې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري په ٢٠١٥ زېږديز کال کې ترسره شوې، پکې په کابل، جلال اباد، کندوز، مزارشريف، هرات، کندهار او خوست ولايتونو کې له ١٠٠ ښځينه خبريالانو د دوى د کاري وضعيت په اړه پوښتنې شوې دي.

 د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر نجيب شريفي په يوې خبري ناسته کې وويل، چې له پوښتل شوو ښځو څخه په دې څېړنه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لکه له دوى سره په کاري چاپېرال کې چلند، د دوى له کار سره د کورنۍ غړو رضايت او دغه راز له دوى سره د خلکو د چلند په اړه ديارلس پوښتنې پوښتل شوې دي.

 هغه وويل: "اويا سلنه ښځينه خبريالانو ويلي چې ډېرى وخت د خبر رسولو او د رازونو د افشا کولو په برخو کې له ګواښونو سره مخ کېږي او د دوى له ډلې يې ٣٠ سلنه د رسنيزو کارونو په ترڅ کې کم تر کمه يو ځلې ګواښول کېږي."

د شريفي په وينا، ښځينه خبريالانو د خپل کار په برخه کې د دوه نورو عمده ګواښونو يادونه هم کړې چې يو يې د کورنۍ غړو له لوري په رسنيزو برخو کې له کار مخنيوى او بل يې په کاري چاپېريال کې جنسي ځورونه ده.

 د خونديتو کمېټې مشر زياته کړه چې د دغې څېړنې د موندنو پر بنسټ، پنځوس سلنه ښځينه خبريالانو ويلي چې د دوى د کورنۍ نيمو او يا هم ټولو غړو په رسنيزو برخو کې د دوى له کار سره بشپړ مخالفت کړى او يا هم د پنځوس سلنه ښځينه خبريالانو کورنۍ د دوى له کار رضايت نه لري.

 د دغه راپور موندنې ښيي، چې يادې ښځينه خبريالانې د بېلابېل ډول جنسي ځورونو قرباني دي.

 په دغه راپور کې راغلي، چې په ټوليز ډول ٥٩ سلنه ښځينه خبريالانو ويلي چې په کاري چاپېريال کې د خپلو رسنيزو همکارانو له لوري ځورول شوې او ٤١ سلنه يې ويلي چې له کاري چاپېريال بهر ځورل شوې دي.

 د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر څرګنده کړه، چې تر اوسه پورې په هېواد کې د ښځينه خبريالانو او يا رسنيزو فعالانو د شمېر په اړه مشخصې شمېرې نه دي ترلاسه کړې، خو د دغې څېړنې د موندنو له مخې؛ رسنيو ته وړانديز کوي، څو ځانګړي اخلاقي کړنلارې ترتيب او عملي کړي او ورته مهال ښځو ته ډېر فرصتونه ورکړي چې خپلې حرفه يي وړتياوې او ظرفيتونه په ډاګه کړي.

 د خونديتوب کمېټې له اړونده بنسټونو هم غوښتي، څو د ځورونې او محدوديت په اړه د ښځو شکايتونو او دغه ډول په کاري چاپېريال کې د دوى ځورونو ته په جديت سره لاسرسى وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور