منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“ديني عالمان دې د جګړې ښکېلو غاړو ترمنځ سولې ته لاره هواره کړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کندهار (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): په کندهار کې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ د ديني عالمانو او ولس ګډه غونډه جوړه شوه چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى وو.

غونډه د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د ولايتي ادارې مسوولينو، د ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د بېلابېلو امنيتي ارګانونو استازو په کې ګډون کړى وو.

د کندهار د والي مرستيال عبدالعلي شمسي له امنيتي ځواکونو د هغو د سرښندونو مننه وکړه چې له مخې يې په دغه ولايت کې امنيت ټينګ شوى دى.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه د ولس په ملاتړ توانېدلي چې ان په لرو پرتو ولسواليو کې هم امنيت خوندي کړي.

ده وويل امنيتي ځواکونه د خاورې او خلکو رښتيني ساتونکي دي او بايد په ملاتړ يې له هر کور، هرې حجرې، هر جومات او هر ځاى څخه اواز پورته شي.

شمسي له ديني عالمانو وغوښتل چې له بهر څخه د را واردو شوو غلطو فتواوو مخنيوى وکړي.

نوموړي له وسله والو مخالفينو هم وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او په خپل هېواد کې په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.

د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال هم وويل چې د خلکو د قربانو په پايله کې په دې ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى او خلک ان تر ليرې سيمو ازاد تګ راتګ کولاى شي.

ده زياته کړه، په تېرو کلونو کې د دې ولايت په سلګونو مخور او د کار خلک په نښه او ووژل شول، دغه حالت خلک مجبور کړل چې خپل اولادونه د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ودروي او د امنيت د خونديتوب په موخه د دښمن پر وړاندې ودرېږي.

نوموړي د امنيتي ځواکونو قربانۍ وستايلې، خو غوښتنه يې وکړه چې د چاپو پر مهال دې له احتياط څخه کار اخلي، څو بې ګناه خلک زيانمن نه شي.

د کندهار يوه ديني عالم مولوي فيض الحق ډېر تمرکز پر سولې وکړ او ويې ويل دا ديني عالمانو دنده ده چې د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ سولې ته لاره هواره کړي.

نوموړي د بېلګې په توګه د نړۍ ځينې هېوادونه ياد کړل چې په سلګونو مذاهب، ژبې او قومونه په کې شته خو خلک يې په امن کې ژوند کوي، خو افغانستان چې ټول اوسېدونکي يې مسلمانان دي د يو بل وينې تويوي.

هغه د خپلو خبرو په لړ کې له حکومته وغوښتل چې ديني عالمانو ته په درنښت وګوري؛ ځکه ډېر مهال له هغوى سره داسې چلند کېږي لکه د دغه هېواد اوسېدونکي چې نه وي.

يو بل ديني عالم مولوي محمد شاه اغا بيا وويل په نړۍ کې هر نظام د ښېګڼو تر څنګ ستونزې هم لري، خو د ستونزو د حل او اصلاح لپاره بايد په سوله ييزه توګه کار وشي، نه دا چې د نظام پر وړاندې تخريبي عمل وشي.

هغه ښه حکومت د خداى نعمت وباله او له خلکو يې د حکومت، نظام او امنيتي ځواکونو د ملاتړ ډېرولو غوښتنه وکړه.

د کندهار د علماوو شورا رييس مولوي عبيدالله فيضاني هم د امنيتي ځواکونو سرښندنې وستايلې او ويې ويل: ((افغان امنيتي ځواکونه په ډېرو سختو شرايطو کې د ورځې او شپې له پلوه خپلې دندې تر سره کوي او د دې لپاره قرباني ورکوي چې موږ په امن کې ژوند وکړو.))

هغه زياته کړه، د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې په موخه د شپې يو ساعت پيره کول تر زر رکعته نفلونو غوره دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د خپلې خاورې، نظام او بالاخره د خپل ژوند د خونديتوب په موخه د امنيتي ځواکونو تر شا ودرېږي او په پراخه کچه يې ملاتړ وکړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور