منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۴ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د تاريخي اثارو د قاچاق د مخنيوي په موخه دې ځانګړې امنيتي قطعه جوړه شي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

غزني ښار (پژواک،۳۱وری۹۵): په غزني کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د تاريخي اثارو د قاچاق د مخنيوي په موخه بايد يوه ځانګړې امنيتي قطعه جوړه شي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رييس بسم الله شريفي د وري په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، غزني يو تاريخي ولايت دى چې د ښار ترڅنګ يې په ولسواليو کې هم تاريخي اثار شتون لري.

هغه وويل چې په غزني کې دې د تاريخي اثارو د ساتنې په موخه يوه ځانګړې امنيتي قطعه جوړه شي.

د کورنيو چارو وزارت له لوري د تاريخي اثارو د ساتنې په موخه د (صفر١٢) په نامه يوه قطعه جوړه شوې چې د هېواد په ډيرو سيمو کې له تاريخي اثارو څخه ساتنه کوي.

خو شريفي وايي چې دغه قطعه تر اوسه په غزني کې نه ده فعاله شوې او د غزني په هغو سيمو کې چې امنيتي ستونزې ډيرې دي د تاريخي اثارو کيندنه او قاچاق هم پيل شوى دى.

نوموړی وايي: (( موږ په دې اړه څو ځلې د غزني له امنيې قوماندانۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې د کورنيو چارو وزارت ته وړانديز وکړ چې بايد دغه قطعه دلته هم فعاله شي، خو تراوسه نه ده فعاله شوې چې دغه کار بايد وشي.))

د غزني د ولايتي شورا غړي خالقداد اکبري هم ټينګار وکړ چې هرڅه ژر بايد په دې ولايت کې د لرغونو اثارو د ساتنې قطعه فعاله شي.

هغه وويل: (( دا اوس په دې ولايت کې دتاريخي اثارو قاچاق روان دى، غير قانوني کيندنې روانې دي چې بايد مخنيوى يې وشي.))

دغه راز په غزني ولايت کې ليکوال اسدالله جلالزي هم پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې لرغوني اثار جدي ساتنې ته اړتيا لري.

جلالزي زياته کړه : (( غزني د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ده معلومداره ده چې تاريخي ولايت دى او ددې ولايت تاريخي اثار پوره ساتنې ته اړتيا لري.))

ده د کورنيو چارو له وزارت او د غزني له امنيه قوماندانۍ څخه غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر دغه قطعه فعاله کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وويل چې د تاريخي اثارو د ساتنې قطعې په اړه يې د کورنيو چارو له وزارت سره خبرې کړې دي.

هغه وويل: ((وزارت له موږ سره ژمنه کړې ده او ډير ژر به دغه قطعه فعاله کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د غزني والي محمد امان حميم ويلي چې ددې ولايت په زنخان، مقر، واغظ او ځينو نورو ولسواليو کې د لرغونو اثارو قاچاق پيل شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور