کابل (پژواک، ۳ غویی ۹۵) : د ننګرهار دیني عالمان په هېواد کې د وسله والو مخالفينو له لوري روانه جګړه د اسلامي اوصولو خلاف بولي او وايي، هرهغه څوک چې د وسله والو مخالفينو له لوري ووژل شي هغه شهيد دی.
د دې ولايت د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالظاهر حقاني، چې په ګمرک جامع جومات کې د جمعې د لمانځه خطبه لوسته وويل، افغان وسله وال پوځ ملي او اسلامي انګېزه لري او هرهغه څوک چې ورسره جنګېږي مسلمانان نه دی.
بل پلود غویي په ۳مه، د جمعې په ورځ په همدې جومات کې په هېوادکې په خاصه توګه د کابل د وروستۍ پېښې د شهيدانو فاتحه هم واخيستل شوه.
له ملي وسله وال پوځ څخه د ملاتړ او د وسله والو مخالفينو د عملونو غندل د ننګرهار په جامع جوماتونو کې د خطيبانو د جمعې د لمانځه د خطبې موضوع وه.
د حج او اوقافو ریيس مولوي عبدالظاهر حقاني وويل، افغان وسله وال پوځ دهېواد د ارضي تماميت او د خلکو د سراو مال ساتندوی دی ،چې جنګ او مخالفت ورسره جواز نه لري.
حقاني همداراز د وسله والو مخالفينو وسله وال مخالفت له اسلامي او افغاني اوصولو ښکاره سرغړاوی وښود، او ويې ويل، هرهغه څوک چې د بې ګناه افغانانو او د افغان وسله وال پوځ په وژلو لاس پورې کوي قاتل دی.
حقاني د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې له وسله وال مخالفته لاس واخلي او هم يې له دولته وغوښتل چې خپله غېږ ورته لا پراخه کړي.
د حج او اوقافو ریيس همداراز د هغو سرحدي ولسونو د سرښندنوستاينه هم وکړه ، چې خپلې سينې يې د دين او هېواد دوښمنانو ته سپر کړې او هېواد کې يې د هغوی د تخريبي کړنو مخه نيولې.
د ننګرهاروالي سليم خان کندوزی او ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال هم دغه جومات ته د جمعې د لمانځه د ادا لپاره ورغلي وو، د ديني عالمانو او د ننګرهار له ولسونو سره يوځای يې په هېواد کې د ورستيو پېښو په ځانګړي ډول د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې د شهيدانو فاتحه کې ګډون وکړ.
د ګمرک جامع جومات خطيب مولوي محمدشريف رحماني د فاتحې دعا ولوسته او دهېواد ټولو شهيدانو په خاصه توګه د کابل په وروستي بريد کې د شهيدانو ارواحو ته دخدای ج له درباره د شهادت د لوړو درجو د ورکړې او په هېواد کې د سراسري سولې دعا وکړه.
ننګرهار والي سليم خان کندوزي په دې ولايت د علماو پر يو والي خوښي وښوده، چې خپلو خلکو ته د يو والي پيغام رسولی.
کندوزي په کابل او ننګرهار کې وروستيو پېښوته په اشارې سره وويل : (( د دين او هېواد دوښمنانو په دغو بريدونوکې ديني عالمان، د قران کريم حافظان او بې ګناه هېوادوال شهيدان کړل.))
په ورته وخت کې مدني فعالانو او ځايي اوسيدونکو په جلال اباد ښارکې د وسله وال پوځ څخه د هغوی د لويو لويو انځورونو په ځړولو خپل ملاتړ څرګند کړ.
دا په داسې حال کې ده،چې وړمه ورځ د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د شينوارو پنځو ولسواليو ديني عالمانو او قومي مشرانو هم د يوې سترې غونډې په ترڅ کې له خپل وسله وال پوځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










