منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۵ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د داوود خان د مقبرې د جوړېدو چارې پیل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٥): د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د پخواني ولسمشر محمد داوود خان د مقبرې جوړېدو د پيل په مراسمو کې وويل، هغه کسان د افغانستان د ناخوالو لامل دي چې پر داوود خان يې کودتا وکړه.

محمد داوود خان په ۱۳۵۲ کال کې د سپينې کودتا له لارې د محمدظاهر شاه شاهي نظام ختم کړ او د لومړي ځل لپاره يې په هېواد کې د جمهوري نظام بنسټ کېښود.

محمد داوود تر پنځه کلنې واکمنې وروسته د ۱۳۵۷ کال د غويي پر اوومه د نورمحمد تره کي په مشرۍ د خلق ګوند په کودتا کې د خپلې کورنۍ له ١٧ غړو سره يو ځاى په ارګ کې ووژل شو.

د يادو ١٧ تنو مړي په ۱۳۸۷ کال د کابل د څرخي پله سيمې په پوليګون کې کشف او د کابل په تاج بېګ غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

نن د دولت له خوا په اساسي ډول د يادو کسانو د مقبرو د جوړېدو کار پيل شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وويل چې محمد داوود خان د افغانستان يو ملي مشر و.

جهاني زياته کړه: "مشران هغه وي چې په رښتيني ډول د هېواد خدمتګار وي، شهيد سردار محمد داوود خان هم يو هېوادپال او د ملي وحدت سمبول وو."

ده وويل چې محمد داوود د ازاد او خپلواک افغانستان غوښتونکى و او له خپل هېواد سره يې مينه لرله.

جهاني وويل: "که سردار محمد داوود خان نه وی وژل شوى چې د وژنې عاملين يې پخواني کمونستان دي، نو افغانستان به له اقتصادي، سياسي او امنيتي پلوه په اسيا کې د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ولاړ هېواد و."

دغه راز هغه وايي چې د محمد داوود تر وژل کېدو وروسته د افغانستان خلک د اور په لمبو کې سوځي او د دې ټولو ناخوالو عاملين پخواني کمونستان دي.

د ښار جوړونې وزير سيد منصور نادري، د افغانستان لومړنۍ ولسمشر محمد داوود د هېواد ملي وياړ وباله او زياته يې کړه: "شهيد سردار محمد داوود خان د هېواد د پرمختګ لپاره ښه پروګرامونه لرل، له سرغړوونکو سره يې توند چلند کاوه او د هېواد ډېرى خلک له همدې امله له هغه سره تر اوسه ډېره مينه لري او په ښه نوم يې يادوي."

هغه زياته کړه، داوود خان د سړکونو او فابريکو د جوړولو، د نظامي ځواک د پياوړي کولو، د مطبوعاتو ازادۍ، د کرنې پراختيا او نورو برخو په پرمختګ کې ډېر کارونه کړي دي.

هغه وايي چې د يادو ١٧ تنو د مقبرې جوړېدو تر څنګ په ياده سيمه کې يو کتابتون جوړېږي او په پام کې ده چې هلته نيالګي هم کېنول شي.

د هغه په وينا، د دې مقبرې د جوړېدو لپاره څلور سوه زره امريکايي ډالر دولت، شل زره ډالر ولسمشر   محمداشرف غني او ٥٠ زره د محمد داوود خان کورنۍ ورکوي.

د محمد داوود خان وراره محمدنعيم خان د داوود خان د مقبرې د جوړېدو له امله له حکومته مننه وکړه او ويې ويل: "سردار محمد داوود خان د هېواد رښتينی خدمتګار وو، د کودتا په ورځ تسليم نه شو، ځکه له خلکو او هېواد سره پر کړې ژمنې ټينګ ولاړ و."

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوی د خپلې کورنۍ د انتقام اخيستو په موخه افغانستان ته نه دي راغلي، بلکې دوی له حکومت نه غواړي چې د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره جدي هڅې وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور