کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٥): د کرنې وزارت له خوا د د مکتبي او کورنيو باغچو جوړولو ستره پروژه چې د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې عملي کېږي، پيل شوه.
ياده پروژه نن د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير، د پوهنې وزير او يو شمېر نورو ځايي چارواکو لخوا د کارته چهار په غازي ليسه کې پرانېستل شوه.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير په دې مراسمو کې وويل چې ياده پروژه يې د وزارت اووه ميليون ډالر پراختيايي بوديجې نه د روان کال په ترڅ کې تر سره کېږي.
د ضمير په خبره، دا طرحه د کرنې په برخه کې د ښځو د رول لوړولو ستراتيژۍ يوه برخه ده چې له مخې به يې په لومړى کال کې په ١٧ ولايتونو کې د ١٧ زره او ٣٠٠ ښځو لپاره او په دويم کال کې په ١٧ ولايتونو کې عملي شي.
د کرنې او مالدارۍ وزير زياته کړه: ((١٧٣٠٠ کورنۍ باغچې، ٢٠٠ مکتبي باغچي او د خړوب قطره يى سيستم لهل ارې ٣٧٠ مجهزې سبزيخانې جوړېږي او په پروژه کې شاملې ښځې د خوراکي توکو د پروسس ٤٣٧بستې تر لاسه کوي.))
سږ کال به د کابل، پنجشېر، بدخشان، ننګرهار، تخار، بلخ، سمنګان، پروان، هرات، کونړ، دایکندی، بادغیس، غور، بامیان، کندوز او غزني ولايتونه د دې پروژې له ګټو برخمن شي.
اسدالله ضمير وويل چې له دې لارې به د کابل په ١٠ ولسواليو او ١٣ ناحيو کې ٥٦ مکتبي باغچې او ٢١٠ سبزيخانې جوړ شي چې ٦١٠ ښځو ته به د کار زمينه مساعده کړي.
وزير زياته کړه: ((وزارت تصميم لري چې د غوره او عملي روشونو له لارې د بزګرو ښځو د ملاتړ لپاره کار وکړي او داسې موثرې او ګټورې زمينې مساعدې کړي چې د بېوزلي ښځو په ژوند کې بدلون راولي.))
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي هم وويل چې د داسې پروګرامونو عملي کول، د ذهنيت جوړونې او ښوونځيو د زرغونولو لپاره د ښوونکو او زده کوونکو د هڅونې لپاره موثر او ګټور دي.
نوموړي له ټولو زده کوونکو غوښتنه وکړه چې د ښوونځي او ښارونو د شنه چاپېريال لپاره هر کال لږ تر لږه يو نيالګۍ کېنوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










