کابل (پژواک، ١١ غويى ٩٥): د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې مشر وايي، په افغانستان کې د کارګرانو حقوق غصب شوي، له حکومت او نړيوالو يې وغوښتل، چې د کارګرانو حقوقو ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه څرګندونې د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې (AAFTU) رييس ډاکټر لياقت عادل د غويي په ١١ مه د کارګرانو د نړيوالې ورځ په مناسبت له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
سبا د مې لومړۍ نېټه، چې د غويي له ١٢ مې سره سمون خوري، په ټوله نړۍ کې د کارګرو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د امريکا په شيکاګو ښار کې په ١٨٨٦ زېږديز کال کې کارګرانو د خپلو حقوقو د غوښتنو لپاره لاريون وکړ، خو په څلورمه ورځ پوليسو پر دوى بريد وکړ، يو شمېر يې ووژل، ځينې يې ټپيان کړل او وروسته يې څلور تنه اعدام هم شول. هر کال دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د کارګرانو د يووالي په نامه نمانځل کېږي.
د يادې اتحاديې مشر ډاکټر لياقت عادل پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په هېواد کې د کاري زمينو د نشتوالي له امله بهر ته د لوستو او نالوستو ځوانانو د تګ او تېښتې بهير ګړندى شوى دى.
هغه زياته کړه، په روان کال کې نږدې درې سوه زره افغانان د فقر، بېکارۍ او د کار پيدا کولو په لټه کې اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
نوموړي په غير قانوني او قاچاقي توګه اروپايي هېوادونو ته تګ خطرناک وباله او زياته يې کړه، د ځينو افغانانو په ګډون هره مياشت لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
خو ډاکټر لياقت عادل له هېواده بهر د هغو ځوانانو د تګ هرکلى وکړ، کوم چې د لوړو زده کړو لپاره ځي او بيا د خپل هېواد د خدمت لپاره بېرته راځي.
ده زياته کړه: ((ځوانان د هېواد لويه سرمايه ده او حکومت بايد له دوى څخه په هېواد کې دننه کار واخلي.))
هغه وايي، په هېواد کې فقر، بېکاري، کم مزد او تبعيض خپل اوج ته رسېدلى او له دولته غواړي، چې د کارګرانو د حقوقو په اړه پر هغو نړيوالو کنوانسيونونو عمل وکړي، چې منلي يې دي.
عادل پر دولت نيوکه وکړه، چې پر يادو کنوانسيونونو يې کله هم عمل نه دى کړى.
دى وايي، فقر او بېکاري ورځ تر بلې زياتېږي، د هېواد اقتصاد د رکود په حال کې دى او له هېواده پانګه والو د تېښتې لاره غوره کړې ده.
د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې مشر وويل، حکومت بايد پانګونې ته زمينه برابره کړي، څو په هېواد کې دننه خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
ده زياته کړه، حکومت د هغو ژمنو پر عملي کولو کې هم پاتې راغلى، چې بهرنيو هېوادونو ته د ځوانانو د لېږلو په اړه يې کړې وه.
ډاکټر عادل وايي، په حکومت کې د شته فساد او خراب مديريت له امله ٥١زره بستونه خالي دي، په داسې حال کې چې لسګونه زره خلک بېکا ره دي.
نوموړي زياته کړه، په هېواد کې ١٢ ميليونه بشري ځواک شته، خو له دوى څخه يې ٦٥ سلنه بېکاره دي چې شاوخوا ٧ ميليونه جوړوي. دغه راز شاوخوا درې ميليونه افغانان په نشه يي توکو روږدي دي چې ډېرى برخه يې ځوانان تشکيلوي.
دى وايي، ناامنۍ، فساد او بېکاري هغه ستر لاملونه دي چې ځوانان يې له نشه يي توکو سره روږدي کړي دي.
نوموړى دغه راز نيوکه وکړه چې حکومت په ځينو برخو کې د کارکوونکو د ګومارلو پر مهال له تبعيض څخه کار اخلي او غوښتنه يې وکړه چې له دې کار څخه دې ډډه وشي.
هغه له حکومته وغوښتل چې له تبعيض پرته دې د دغه هېواد ټولو وګړو ته د کار زمينه برابره کړي.
ډاکتر لياقت عادل دغه راز وويل چې په هېواد کې د کارګرانو ژوند خوندي نه دى او هره ورځ ورته مرګ ژوبله اوړي.
نوموړى وايي، حکومت بايد د کارګرانو د ژوند خوندي کولو لپاره جدي اقدامات وکړي، د دوى اولادونو ته د زده کړې او روغتيا اسانتياوې برابرې کړي.
د افغانستان د مزدورانو او خواريکښو د سراسري اتحاديې مشر هيله څرګنده کړه، چې په هېواد کې د لويو اقتصادي پروژو پلې کېدو سره به ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
خو هغه له حکومت څخه وغوښتل چې دغه اقتصادي تړونونه په شفافه توګه عملي کړي او په کې د فساد مخه ونيسي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










