منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“رسنۍ بايد ملي ګټې او يووالى په پام کې ونيسي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک ١٤ غويى ٩٥): ډاکټر عبدالله وايي چې حکومت د خبريالانو د خونديتوب او اطلاعاتو ته د هغوى د لاسرسي په برخه کې کوټلي ګامونه اخلي او رسنۍ هم بايد په خپلو پروګرامونو کې ملي يووالى او د هېواد ملي ګټې په پام کې ونيسي.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د "اطلاعاتو ته لاسرسى او بنسټيزې ازادۍ ستاسو حق دى" تر شعار لاندې د مطبوعاتو ازادۍ د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل، چې اوس په افغانستان کې د بيان ازادي په يوه ښه حالت کې ځاى لري.

هغه زياته کړه چې د بيان ازادي د افغانانو قربانيو په پايله کې ترلاسه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې رسنيو ښه پرمختګ کړى، خو اوس هم خبريالان له امنيتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې د طلوع ټلويزيون پر کارکوونکو بريد د يادو امنيتي خطرونو يوه بېلګه ده.

خو هغه وويل چې له دغو ستونزو سره-سره بيا هم رسنيو خپل دنده په ښه توګه ترسره کړې او د خپل هېواد او خلکو په اړه خپل مسووليت ادا کوي.

هغه زياته کړه چې رسنۍ د امنيتي ستونزو سربېره له نورو ستونزو لکه اطلاعاتو ته نه لاسرسى او نورو ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل چې حکومت په دې وروستيو کلونو کې دغې ستونزې ته پوره لاسرسى نه دى کړى، خو له دې وروسته به حکومت په دغه برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د حکومت ياد لوړ پوړي چارواکي وويل چې حکومت د رسنيو ستونزو ته ځير دى او له رسنيو پوره ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه چې حکومت د خبريالانو د قتل، تښتونې او ګواښنې قضيې څېړي.

دغه راز د حکومت د اجرايي مشر په وينا، د حکومت د يو شمېر چارواکو له لوري هم خبريالان ګواښل شوي، خو له دې وروسته به هيچا ته هم د دا ډول کار کولو اجازه ورنکړل شي، ځکه که چېرې کومه رسنۍ سرغړونه هم وکړي؛ بايد له قانوني لارو چارو وڅېړل شي.

هغه څرګنده کړه چې د افغانستان رسنۍ غوره خپرونې لري، خو دا به ښه وي چې رسنۍ پخپلو خپرونو کې د خلکو غوښتنې په پام کې ونيسي.

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې رسنۍ بايد ملي يووالي او د هېواد ملي ګټو ته بايد ډېر پام وکړي او د داسې مسايلو په خپرولو کې چې ملي  ګټو او يووالي ته زيان اړوي، له ډېر فکر وروسته خپله پرېکړه وکړي.

دغه راز د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني په دغو مراسمو کې وويل، چې افغان حکومت د بيان ازادۍ ته د يوه ارزښت په سترګه ګوري او حکومت د خبريالانو خونديتوب او اطلاعاتو ته د هغوى لاسرسي ته لومړيتوب ورکوي.

نوموړي زياته کړه چې د خپل کار له پيل راهيسې يې د رسنيو د استازو په سلا او مشورې د بيان له ازادۍ د ملاتړ او بېځايه سانسورونو څخه د مخنيوي لپاره يې د ټوليزو رسنيو کميسيون رامنځته کړى او له رسنيو څخه د ملاتړ او د خبريالانو د خونديتوب لپاره يې ځينې مقررې هم چمتو کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې د نا امنيو او خبريالانو د خونديتوب له اړخه ځينې اندېښنې شتون لري او د خبريالانو د خونديتوب پر مقررې کار روان دى، چې ډېر ژر به د تصويب په موخه د وزيرانو شورا ته ولېږي.

د هغه په وينا د خبريالانو د قتل، تښتونې او  ګواښ ٦٢٥ قضيې چې په وروستيو کلونو کې رامنځته شوې، تر څېړنې لاندې دي.

نوموړي د "بيان ازادۍ" په نوم د کابل ښار د يوې څلورلارې  د نومولو غوښتنه وکړه.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د علمي او فرهنګي سازمان استازي ريکاردو ګروسي په دغو مراسمو کې وويل، چې په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسى د رسنيو لپاره يوه عمده ستونزه ده او افغان حکومت بايد په ياده برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

دغه راز نوموړي وويل چې په رسنيو کې د ښځو او نارينو تر منځ انډول په پام کې نه دى نيول شوى او د افغانستان په رسنيو د نارينو په پرتله د ښځو شمېر ډېر کم دى.

نوموړي د فساد د افشا او مفسدينو د رسوا کولو په اړه د تحقيقي راپورونو خپرول اغېزناک وبلل او ويې ويل، چې دا کار حکومت دې ته اړ باسي، څو د فساد له منځه وړلو په برخه کې اغېزناک ګامونه پورته کړي.

نوموړي هم په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى او ګواښ يوه لويه ستونزه وبلله او له حکومت يې وغوښتل چې په دغه برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د ژورناليستانو ملي ټولنې مشر عبدالحميد مبارز وويل، چې رسنۍ بايد د هغو پروګرامونو له خپرولو ډډه وکړي چې په کې ملي يووالي ته زيان رسيږي.

نوموړي د جزياتو له خپرولو پرته وويل چې يو شمېر ټلويزيونونه داسې سريالونه او پروګرامونه خپروي، چې پکې د هېواد ګټو ته زيان رسيږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور