ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه افغان ژورنالېست د بيان ازادۍ جايزه ترلاسه کړه

یوه افغان ژورنالېست د بيان ازادۍ جايزه ترلاسه کړه

author avatar
3 May 2016 - 13:54
یوه افغان ژورنالېست د بيان ازادۍ جايزه ترلاسه کړه
author avatar
3 May 2016 - 13:54

کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): يوه افغان ژورنالېست د بيان ازادۍ جايزه وګټله او په دې توګه افغانستان د دويم ځل لپاره دغه جايزه خپلوي.

د بيان ازادي جايزه هر کال د مطبوعاتو ازادۍ نړيوالې ورځې (د مې ٣مه) په مناسبت د بې پولې خبريالانو له خوا هغو رسنيو ته ورکول کېږي چې د خبر رسولو په برخه کې يې ډېره وړتيا ښودلې وي.

د افغانستان د يوه خصوصي ټلويزيون (طلوع) د خپرونو مشر لطف الله نجفي زاده د ايران، ترکيې او بروندي هېوادونو د درېيو مطرحو ورځپاڼه ليکوونکو تر څنګ، دغه مډال تېره ورځ د پاريښ ښاروالۍ او بې پولې ژورنالېستانو کمېټې له خوا په جوړو شوو مراسمو کې ترلاسه کړ.

د بې پولې ژورناليستانو د ټولنې يوه چارواکي رضا معيني ويلي چې د بې پولې ژورناليستانو لپاره  په افغانستان کې د ورځپاڼه ليکنې وضعيت يو ځانګړى وضعيت دى. افغانستان هغو ځانګړو شرايطو ته په پام سره چې ورسره مخامخ دی، د بې پولې ژورنالېستانو او يادې کمېټې لپاره د پام وړ و او لېوالتيا يې درلوده چې په افغانستان کې د ورځپاڼه ليکنې وضعيت پر نړيواله کچه زيات مطرح کړي.

نوموړي ويلي چې په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې خطر او ګواښونه ورځ تر بلې زياتېږي، له يوې خوا طالبان، داعش، ځايي ځواکمن چارواکي او حکومت رسنۍ په زور ګواښي او بلخوا دا رسنۍ هم موخه ګرځي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې او ارامۍ راوستلو لپاره اړينه ده چې رسنۍ ونه ګواښل شي، بلکې پياوړتيا او ملاتړ ولري.

د طلوع ټلويزيون د خپرونو مسوول لطف الله نجفي زاده ويلي چې په افغانستان کۍ رسنۍ له ګڼو ننګونو سره مخ دي چې له ډلې ترهګريز بريدونه او ګواښونه په کې دي، خو دا ګواښونه هېڅکله د دې لامل شوي نه دي چې رسنۍ پر شخصي ګټو د بيان ازادۍ معامله وکړي او سانسور ته مخه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بيان ازادي لومړۍ جايزه په ٢٠١٢ کال کې هشت صبح ورځپاڼې ته ورکړل شوه.

د ملګرو ملتونو سازمان په ١٩٩٢زېږديز کال د بې پولې ژورنالېستان کمېټې د وړانديز پر بنسټ د مې درېيمه نېټه د مطبوعاتو ازادۍ د نړيوالې ورځې په نوم په رسميت وپېژندله. د بې پولې خبريالانو ټولنه هر کال په همدې ورځ هغو خبريالانو ته جايزې ورکوي چې د خبر رسولو په برخه کې يې ډېره وړتيا ښودلې وي.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.