منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د يوې کرنيزې پروژې په پلي کېدو به نهه زره کروندګرو کورنيوته ګټه ورسيږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک ١٥ غويى ٩٥): د کرنې وزارت له خوا د اوبو لګونې سيستم پياوړي کولو او د اداري وړتيا لوړونې له لارې د کرنيزو محصولاتو زياتوالي د پروژې پرانيستنې ورکشاپ، نن په کابل کې ترسره شو.

د دې وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې ورکشاپ موخه د يادې پروژې له لارې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د کیفیت لوړوالی دی او هم د اوبو لګونې اسانتیاوې او خدمتونو پیاوړي کول او د انساجو د کرلو یو مجهز لابراتوار جوړول دي، ترڅو له ویروسونو څخه پاک د کچالو تخم تولید شی.

سرچينه کاږي، په افغانستان کې د اوبو د کنټرول د یوه مناسب بنسټ نه شتون د اوبو لګونې په سیستم کې لویه ستونزه ګڼل کېږي، چې پرته له داسې زېربناوو څخه د اوبو بسنه او په مهال وېش ولاړ د اوبو لګونې خدمتونه به ډاډمن نه وي، نو له دې امله په لویه کچه کرنیز محصولات زیانمنېږي.

سرچينه زياتوي، سره له دې چې کچالو په افغانستان کې درېيم عمده کرنیز محصول ګڼل کېږي، خو د باکیفیته تخم نشتوالي له امله د کچالو تولید له لویو محدودیتونو سره مخامخ دی.

د کرنې وزارت وايي، دا پروژه چې ټوله بودیجه یې ۱۲.۳ میلیون ډالره ده، وبه کولای شی د دې محدودیتونو په پېژندلو کې مرسته وکړي او د بغلان، کندوز او تخار په ټاکل شویو ولایتونو کې د ۹۰۰۰ په شاوخوا کې بزګرو کورنیو ته د وریجو د محصولاتو د زیاتوالي له لارې مستقیمه ګټه ورسوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پروژې په درېيم کال به له ویروسونو څخه پاک د ۱۳ ټنو کچالو تخم تولید ډاډمن او اصلاح شوی تخم د تولید بنسټ ډبره کېښودل شی. همدارنګه دا پروژه به ۱۲۰ تنه د دولت مامورین د سولې د طبي خدمتونو د میتودولوژي په برخه کې وروزي، ترڅو دوی وکولای شی د دې خدمتونو تطبیق په ټولنه کې په لویه کچه ترویج کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دا پروژه به په ګډه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له خوا  د نورو هم ګټو ادارو په مرسته لکه د کرنې، اوبو لګونې  او مالدارۍ وزارت، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، PMS,ARIA, SCD, ANSOR پلی کیږي.

د خبرپاڼې په حواله، د دې ورکشاپ د پرانیستنې اصلی موخه دا وه، چې د پروژې په هکله معلومات وړاندې شي او د ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه راټول شي، ترڅو د پروژې اداري نظم او د پلي کولو طریقه نوره هم  پیاوړي شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه