منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نظري: د کلیوالو ښځو غږ لا هم نه دی اورېدل شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۵ غويی ۹۵): د ښځو چارو وزيره وايي چې د ښځو په برخه کې پر شوي کار سربېره لا هم د کليوالو مېرمنو غږ نه اورېدل کېږي.

د ښځو چارو وزيره مېرمن دلبر نظري چې د وري په ۱۵مه بلخ ولايت ته په سفر راغلې وه، د دغه ولايت په مرکز کې يې د کورنيو لپاره د مشورې ورکولو مرکز پرانيست.

نوموړې د ياد مرکز په اړه وويل چې ټولې مېرمنې کولی شي چې خپلې کورنۍ ستونزې له دغه مرکز سره شريکې کړي او په اړه سالمې مشورې واخلي.

مېرمن نظري همداراز په تېرو څوارلس کلونو کې د مېرمنو د حقونو اخيستنې پر وړاندې د افغان دولت چارې ښې و ارزولې؛ خو زياته يې کړه چې لا د کليو په کچه ډېرو کارونو ته اړتيا ده.

هغې زياته کړه: ((سربېره پر دې چې څوارلس کاله مېرمنو ته کار شوی؛ خو لا هم د کليوالي ښځو غږ نه اورېدل کېږي.))

د ښځو چارو وزيرې مېرمن نظري وويل چې په کليو کې لا هم مېرمنې له روغتيايي، تعليم او اقتصادي برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړې زياته کړه چې لا هم زيات شمېر نجونې، د امنيت د نشتوالي او د ناسمو رواجونو له امله د زده کړو له اسانتياوو محرومې پاتې دي.

د هغې په وينا، په ۲۰۱۶ کال کې به د دوی د چارو ډېر تمرکز پر کليو وي چې کليوالي مېرمنې له خپلو حقوقو څخه برخمنې شي.

مېرمن نظري وويل چې په روان کال کې به په کليو کې به د پراختيايي شوراګانو له لارې د کليوالي مېرمنو د ژوند د مثبت بدلون لپاره اغېزمنې چارې ترسره کړي.

نوموړي پر مېرمنو غږ وکړ چې د خپلو ستونزو د هواري لپاره د ((کورنيو لپاره د مشورې ورکولو مرکز)) سره په اړيکه کې شي.

د بلخ د ښځو چارې رييس مېرمن شهلا حديد د دغه مرکز په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې مېرمنې د ښه ژوند تېرولو لپاره ورته مرکزونو او له لارې يې اغېزمنو مشورو ته اړتيا لري.

نوموړې زياته کړه چې دغه مرکز د مزارشريف ښار په اريانا کارته کې د هالينډ او فينلينډ هېوادونو په مالي مرسته په ۱۷۰۰متر مربع ځمکه کې جوړ شوی دی.

د هغې په وينا، ياد مرکز کې مېرمنې په ديني، حقوقي او رواني برخه کې د ستونزو پر مهال مشورې په وړيا توګه تر لاسه کولی شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې