منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حقوق پوهان ملي سرود ته درېدل يو اخلاقي مسووليت بولي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک ۲۰غويی ۹۵): ځينې کسان د افغانستان ملي سرود ته له دې امله چې ساز په کې دى، د درناوي لپاره نه درېږي، خو حقوقپوهان بيا د ملي سرود لپاره درېدل يو اخلاقي مسووليت بولي او وايي، ملي سرود هر کس ته د هېوادپالنې احساس ورکوي.

کله چې د ځينو رسمي ناستو او غونډو پر مهال د افغانستان ملي سرود غږول کېږي، نو ځينې کسان د بېلابېلو لاملونو له وجې نه ورته درېږي. په وروستي ځل د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندهار د انارګل مشاعرې پر مهال يو شمېر کسان نه دي درېدلي.

يو له هغو کسانو چې په ياده مشاعره کې ملي سرود ته نه و درېدلى، د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ له ملي سرود سره کوم تضاد نه لرو او خپل ملي سرود ته قلباً درناوی لرو او د کندهار د انارګل مشاعرې پر مهال، زه په هغو کسانو کې وم چې ملي سرود ته نه وم ولاړ شوی."

هغه ادعا وکړه، دوی له دې امله ملي سرود ته نه درېږي، چې ساز او سرود په کې ګډ شوی او اسلام ټول خلک د ساز او سرود له غږولو او اورېدلو منع کړي دي.

دی وايي: "موږ ته اسلام مهم دی، اول اسلام ته قدردانی ورکوو او په دويم پړاو کې موږ له وطن سره مينه لرو."

د کندهار د انارګل مشاعرې يو انځور خپور شو، چې ځينې کسان د ملي سرود د غږېدو پر مهال ناست دي چې په اړه يې په فېسبوک کې بېلابېل نظرونه خپاره شوي دي.

د وسيع يوسفزي په نوم د فېسبوک يوه کاروونکي ليکلي، که څوک په نورو هېوادونو کې ملي سرود ته درناوی ونه کړي، خاين بلل کېږي.

هغه ليکلي: "هغه کسان چې نه دي درېدلي، دا هغه پردي غلامان او قسم خوړلې څېرې دې، دوی په دې کار هېڅ هم نه شي ګټلی؛ که چېرته دولت دا کسان مجازات نه کړي، نو دا به له دې خاورې سره لويه جفا وي."

د فېسبوک بل کاروونکي عبدالاحد غفورزي ليکلي، په اسلام کی ملي سرود ته درېدل، هېڅ اسلامي اصل نه لري او درېدل ورته ځکه ګناه ده، چې دا کار د غرب او کفارو تقليد دی.

د ذبيح الله جميل په نوم بل کس کښلي: "عجبه ده، ستاسو ورسره څه کار دى، هرسړى پوه شه، خپل اند يې؛ دا چې ځينې کسان نه دي درېدلي، دا عمل نه د ستايلو دی، نه د غندلو."

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استادې شهلا فريد بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي سرود د غږېدو لپاره درېدل يو اخلاقي او سياسي مسووليت دی او په هر هېوادوال کې د هېواد پر وړاندې د مينې احساس را ژوندی کوي.

هغې زياته کړه: "د ملي سرود د غږېدو پر مهال درېدل، يو ملي مسووليت دی، ځکه چې ملي سرود ټول قومونه سره يوځای کړي دي."

شهلا په دې اړه چې ځينې کسان له دې امله چې په ملي سرود کې "ساز او موزيک" دى، وويل: "په اسلام کې د موسيقي اورېدل مکروه دي او ځينې حالاتو کې چې انسان اخلاقي فساد ته وهڅوي، اورېدل يې منع دي، خو په ملي سرود کې د ساز شتون خلکو ته د ملي يووالي او ملي غرور احساس ورکوي؛ زما په اند، دا معقول فکر نه دی."

د دې په وينا، په ملي سرود کې ساز نه يواځې په انسان کې منفي بدلون نه رامنځته کوي، بلکې د انسان فکر ته مثبت بدلون ورکوي او په هغه کې ملي احساس پياوړی کوي.

حقوق پوه کبير رنجبر بيا د افغانستان په قوانينو کې د ملي سرود لپاره د نه درېدو په موخه د مجازاتو نشتوالی يوه قانوني خلا بولي او زياتوي: " ډېر خواشينی يم، هغو کسانو ته چې د ملي سرود د غږېدو پر مهال نه درېږي، ملي سرود ته د نه درېدو په اړه قانون کې کوم جرمي وصف په پام کې نه دى نيول شوى، ځکه ملي سرود ته نه درېدل د ملي ګټو او ملي سمبولونو سپکاوی دی."

نوموړى هم ملي سرود ته درېدل يو اخلاقي مسووليت ګڼي او وايي: "دا ناسمه خبره ده چې يو کس وايي چې زه له دې امله نه درېږم چې په کې ساز او سرود دى، نه، دوی ملي ګټو ته درناوی نه لري."

هغه زياتوي، د نړۍ د ډېرو اسلامي هېوادونو په ملي سرودونو کې ساز شته، خو هغوی يې پر وړاندې هېڅ ډول حساسيت نه دی ښودلی.

سياسي او ديني کارپوه قاضي محمد حسن حقيار ملي سرود ته درېدل، يو ټولنيز عرف بولي او وايي، ملي سرود ته درېدل په انسان کې د ملي حماسې، ملي غرور او ملي ګټو روحيه راژوندۍ کوي.

دى زياتوي: "په اسلام کې د ملي سرود لپاره درېدل، کوم ثواب نه لري او نه درېدل ورته هم کومه ګناه نه ده، خو هر هغه څوک چې ملي سرود ته نه درېږي، هغه په ټولنه کې "بد اخلاقه" انسان ګڼل کېږي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور