چاريکار (پژواک، ٢٠ غويى ٩٥): د حوصلې نشتوالي او لفظي شخړې دوستي پر دښمنۍ بدله کړې، ١٠ کسان په کې وژل شوي، دوه وروڼه پر اعدام محکوم شوي او له ١٢ ماشومانو يې د سر سيورى اخيستى او اوسمهال بې برخليکه او ستونزمن ژوند تېروي.
دغه زړه بوږنوونکې پېښه د ١٣٩١ لمريز کال د زمري په مياشت کې د روژې په اوږدو کې د پروان ولايت د جبل سراج ولسوالۍ په (ګذرپايان) کلي کې رامنځته شوې ده.
د دغه کلي اوسېدونکي ١٨ کلن زړګي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ورور يې عين الدين د دغه کلي د اوسېدونکي محمد صفا صميمي ملګرى و؛ ځکه چې دواړه د جمعيت ګوند پخواني قوماندانان وو.
خو د هغه په خبره، دواړو ملګرو وروسته له هغه لفظي شخړه وکړه چې عين الدين له خپل يوه ساتونکي سره په محمدصفا پسې کروندې ته ورغى او له صفا يې خپل سل زره افغانۍ پور وغوښت.
هغه وويل چې د لفظي شخړې پر مهال د عين الدين ساتونکي پر صفي الله (د محمد صفا ورور) ډزې وکړې او هغه يې وواژه، عين الدين له خپل ساتونکي سره له ساحې په تېښته بريالى شو.
هغه وويل چې د عين الدين درې کلنه لور (نيلوفر) د خپل مور په غېږ کې ټپي شوې وه، خو اوس يې روغتيايي وضعيت ښه دى.
نوموړي وويل: ((تاسې به په هېڅ پېښه کې د دې شاهدان نه ياست چې مېرمنې او ماشومان دې په داسې بې باکۍ، بې رحمۍ او پرته له کومې ګناه ووژل شي.))
نوموړى په داسې حال کې چې سختي ژړا اخيستى و، وويل چې دغه شپږ کسان په داسې حال کې ووژل شول چې حتى د عين الدين او محمد صفا له شخړې خبر هم نه وو.
هغه زياته کړه: ((که چېرې نارينه وژل شوي وای، خو په قضيه کې ښکېل وو، نو ښځو څه ګناه درلوده، ولې ووژل شوې؟ لس ماشومان د مور او پلار له سيوري محروم شول.))
هغه زياته کړه چې محمد صفا له خپلو ملګرو سره د يادو شپږو کسانو له وژلو وروسته د عين الدين لټون پيل کړ.
نوموړي د خپل ژوند تريخ داستان د بيانولو پر مهال ادعا وکړه چې د جبل سراج د ((جمچقخانه)) پوستې دوو پوليسو هم د عين الدين په لټون کې له محمد صفا سره ملتيا وکړه او عين الدين يې له خپلو دوو ساتونکو سره چې چېرته د سيند غاړې ته نږدې ناست وو، له وهلو ټکولو وروسته وواژه.
هغه وويل چې محمد صفا او ورور يې (محمد امين) چې په دې وژنو کې ښکېل و، د پوليسو له لوري ونيول شول او لا هم بنديان دي.
د زړګي په خبره، هغه او وراره يې مهاجر اغا (د عين الدين زوى) له دې امله د محمد صفا له بريد ژوندی ووت چې د بريد پر مهال په چاريکارو کې و او د جبل سراج ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ کې يې د سرتېري په توګه دنده ترسره کوله.
زړګي وويل چې د دې پېښې د رامنځته کېدو پر مهال د ښوونځي په اتم ټولګي کې و، خو وروسته يې ښوونځى پرېښود؛ ځکه چې له يوې خوا د کور مسووليت ور له غاړې و، بلخوا يې له رواني اړخه هم سخت زيان ليدلى و.
مهاجر اغا زياته کړه چې اووه خويندې او وروڼه چې له درېيو تر اوو کلونو پورې عمرونه لري، يتيمان دي او د ده مېرمن هم ژوندۍ ده.
د نوموړي په خبره، دغه ماشومان ځکه ژوندي پاتې دي چې د محمد صفا او د هغه د کسانو د بريد پرمهال په کور کې نه وو او مېرمن يې ځکه ژوندۍ پاتې ده چې د بريد پر مهال يې ځان د طويله خانې د دروازې شا ته پټ کړى و.
مهاجر اغا له اقتصادي ستونزو شکايت وکړ او ويې ويل چې هغه هم په دغه بريد کې د نا څرګندو لاملونو په سبب له دندې ګوښه کړل شوى او بې کاره دى.
هغه زياته کړه چې دى او زړګى په وېره کې ژوند کوي؛ ځکه چې د محمد صفا د کسانو د بريد خطر شته دى.
نوموړي وويل چې يوه خور يې چې د کورنۍ په اوو وژل شوو غړو کې شامله ده، درې لوڼې او يو زوى ترې پاتې دي چې له يو نه تر پنځو کلونو پورې عمرونه لري.
د هغه په خبره، د لسو يتيمانو ورځنۍ اړتياوې پوره کول اسانه کار نه دى، له همدې امله په بد حالت کې ژوند کوي.
مهاجر اغا وويل چې کرنيزې ځمکې لري، خو حاصلات يې د کورنۍ اړتياوې نه شي پوره کولى.
د مهاجر اغا ورور شمشاد چې په درې کلنۍ کې د مور له غېږې محروم شوى او پلار يې هم له لاسه ورکړى، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې مور يې وژل شوې، خو نه پوهېږي چې څه ډول وژل شوې ده.
نوموړى چې تقريباً اووه کلن شوى، خو ډنګر وجود لري، زياتوي: ((مور ته مې ګران وم، اوبه او ډوډۍ يې راکول، په غېږ کې يې اخيستلم.))
د مهاجر اغا لس کلن ورور احمدزي وويل: ((له ښوونځي سره مينه لرم، خو نه شم ورتللى... غوا به څوک څروي؟ څوک نشته چې ما او ورور مې (پنځه کلن افتخار) غواګانې څروو.))
مهاجر اغا څرګنده کړه چې د شپږو کمپلو، لس بوجۍ اوړو او لس بوجۍ وريجو پرته چې د پروان پخواني والي عبدالبصير سالنګي د مرستې په توګه ورکړي، وروسته ورسره چا مرسته نه ده کړې، په داسې حال کې چې سخت ناوړه اقتصادي وضعيت لري.
د قضيې مقابل لورى هم ناوړه اقتصادي وضعيت لري.
د صفي الله خپلوان او د ګذر پايان کلي اوسېدونکى عبدالمالک نوري وويل چې يوه "عادي خبره" د څو کسانو د وژلو کېدو او او ګڼو معصومو ماشومانو د يتيم والي او بې سرپرستۍ لامل شوه.
هغه زياته کړه چې د قضيې دواړو خواوو ښه کار ونه کړ، د پيسو د پور موضوع د يوه درېيم ګړي له لوري هم حل کېده، بايد نه وى بې حوصلې شوي او بې ګناه انسانان بايد نه وى وژل شوي.
هغه وويل چې له صفي الله هم دوه اووه کلن او ٩ کلن ماشومان يتيمان پاتې شول.
د هغه د معلوماتو له مخې، د صفي الله مېرمن له خپلو دوو زامنو سره د جبل سراج په تکلر سيمه کې د خپل پلار په کور کې ژوند کوي او سرپرستي يې د صفي الله د خسر پر غاړه ده.
هغه زياته کړه: ((ښه ژوند نه لري، په دې شرايطو کې خلک ځان نه شي مړولى، درې نور به څنګه ماړه کړي، ګڼې ستونزې لري.))
د صفي الله ٩ کلن زوى محمد رامين وويل: ((پلار مې ووژل شو، ترونه مې بنديان دي، د نيکه کور مې دى، د ښوونځي اول ټولګي کې يم، څوک دې مرسته راسره وکړي چې قلم او کتابچه واخلم، ترونه مې خوشي شي چې موږ سره مرسته وکړي.))
عبدالمالک نوري همدارنګه وويل چې د محمد صفا کورنۍ د اتو او ٢٤ کلونو تر منځ شپږ لوڼې لري چې ټول په کابل کې د خپل زوم په کور کې اوسېږي.
هغه زياته کړه: ((د محمد صفا دغه شپږ لوڼې هم له خپلې مور سره چندان ښه اقتصادي وضعيت نه لري، حتى د خلکو کورونو ته کار لپاره ځي او کالي مينځي.))
دا په داسې حال کې ده چې محمد صفا او ورور يې محمد امين په اشد مجازات( اعدام) محکوم شوي دي.
د پروان امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالصمد زلمي وويل چې دولت د دې قضيې په اړه جدي اقدامات کړي دي.
نوموړي وويل چې محمد صفا او ورور يې محمد امين چې د عين الدين د کورنۍ د غړو په وژنې کې ښکېل وو، نيول شوي او لومړنۍ او استيناف محکمې له لوري پر اشد مجازات محکوم شوي دي.
خو د ده په خبره، هغه څو کسه نور چې د عين الدين د کورنۍ د ادعا پر بنسټ، په يادو وژنو کې د ښکېلتيا پر بنسټ نيول شوي وو، برائت يې موندلى او خوشي شوي دي.
هغه وويل چې د صفي الله د وژنې عاملين (عين الدين او دوه ساتونکي يې) هم وژل شوي او کوم بل کس د صفي الله پر وژنه تورن نه و چې نيول شوى وى.
نوموړي له ځينو غير مسوول کسانو سره د وسلې شتون په دغه ولايت کې يوه ستونزه وبلله، خو ويې ويل چې امنيتي ځواکونه تل هڅه کوي چې له جنايي جرمونو او غير مسوولو وسله والو سره د وسلې د شتون مخنيوى وکړي.
هغه همدارنګه وويل چې په وروستيو کلونو کې هر کال لسګونه غير قانوني وسله وال په دغه ولايت کې نيول کېږي او دغه بهير روان دى.
نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د وروستۍ يوې اوونۍ په ترڅ کې په دغه ولايت کې اووه کسان چې په وژنو کې پرې د شک له امله تښتېدلي وو، له خپلو وسلو سره ونيول شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










