کندهار (پژواک ٢٣ غويى ٩٥): د کندهار ښار شهيدانو څلور لارې ته څېرمه پر عمومي سړک د ګڼو دوکانونو له منځه د خوراکي توکو يو دوکان بېخي له نورو بېل دى، په دغه دوکان کې د معمول خلاف يوه مېرمن د سودا په ورکولو بوخته ښکاري.
دغه زړه مېرمن چې په څېره کې يې ستړيا او کړاو له ورايه ښکاري، بي بي ګله نومېږي چې خپل عمر تر ٥٠ کلونو پورته ښيي او له کافي ډېرو کلونو په همدې ځاى کې د خوراکي توکو دوکان کوي.
دا وايي، د خاوند او دوو ځوانو زامنو مرګ که څه هم دا پر ملا غوټه ماته کړه، خو ناهيلۍ ته يې ځان ور نه کړ او نه هم د نورو د اوږو بار شوه، بلکې د خپلې کورنۍ د پايښت په موخه يې په خپله کار او روزګار ته اوږه ورکړه.
بي بي ګلې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، خاوند يې کلونه وړاندې د روسانو د يرغل پر مهال په يوه جګړه کې وژل شوى او دا په ځوانۍ کې کونډه شوې ده.
هغې زياته کړه: ((خاوند مې له ښاره کور ته روان و چې د مجاهدينو او روسانو تر منځ جګړه ونښته، هغه په مرمۍ ولګېد او سخت ټپي شو، پوره درې ورځې په روغتون کې و، خو ژوند ورسره ياري و نه کړه او مړ شو.))
د دې په خبره، د ژوند د ملګري له مړينې وروسته يې د ژوند سختې ورځې پيل شوې، خو هغې همت و نه بايله او له هماغه پيله په دې فکر کې شوه، چې څنګه د خپلو اولادونو پالنه او ساتنه وکړي.
بي بي ګله د مرکې پر مهال يوه شېبه غلې شوه او وروسته يې په دردېدلي غږ زياته کړه: ((تقدير له ما څخه يواځې زما خاوند بېل نه کړ، بلکې شاوخوا اووه کلونه مخکې يې له ما څخه زما دوه ځوانان زامن هم د تل لپاره جلا کړل.))
دې وويل، زامنو يې له کندهاره هرات ته سفر کاوه چې د لارې په اوږدو کې يې د سورلۍ موټر ټکر وکړ او دواړه په کې ځاى پر ځاى ووژل شول.
دا وايي، نه يې لکه د سلګونو زرو نورو افغانانو په څېر وطن پرېښود او نه يې هم چا ته د مرستې لپاره لاس اوږد کړى، بلکې هر ډول ناخوالې يې په ځان ومنلې او خپل ژوند يې خپلو پاتې اولادونو ته وقف کړ.
نوموړې زياتوي، د ژوند له دغو درنو حادثو وروسته يې په پيل کې په همدې ځاى کې د سړک پر غاړه شړومبې پلورلې او له دې لارې يې خپلو وړو ته نفقه برابروله، خو له ډېر وخت او کړاوونو وروسته وتوانېده چې دغلته د خوراکي توکو دوکان پرانيزي.
د کندهار دغه يواځينۍ ښځينه دوکانداره وايي، د دوکان په جوړولو کې ورسره هېچا مرسته نه ده کړې، بلکې د شړومبو د پلورلو له لارې يې يوه- يوه افغانۍ ټوله کړې او دغه وړوکى دوکان يې پرې جوړ کړى دى.
دغه مېرمن کلونه وروسته، اوس د ١٦ کسيزې کورنۍ (دوو زامنو، يوې واده شوې لور، دوو نږيندو او وړو لمسيانو) مشره ده چې د ټولو لګښت برابروي.
login or register a new account.