منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د سيمه ييزو راډيوګانو له لارې د زمزمو په اړه د کندهار والي څرګندونې ناسمې تعبير شوي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کندهار (پژواک، غويى ٢٩مه، ٩٥): په دې وروستيو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د کندهار والي په دې ولايت کې د سيمه ييزو راډيوګانو له لارې د ښځينه وو له خوا د شعرونو پر زمزمه کولو بنديز لګولى.

دغه خبر په ټولنيزو شبکوکې  بېلابېل غبرګونونه له ځان سره لرل، ځينو يې هرکلى وکړ خو ځينو نورو بيا دغه ډول بنديز د بيان له ازادۍ سره په ټکر کې وګاڼه.

خو اوس د کندهار د والي وياند وايي چې په دې اړه د والي څرګندونې ناسمې تعبير شوي.

بل خوا د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي چې والي ورته سپارښتنه کړې، څو د رسنيو مسوولين وهڅوي چې د ښځو د زمزمو او بې ځايه موسيقي پر ځاى د ټولنې د اصلاح په موخه تعليمي او د عامه پوهاوي خپرونې جوړې او خپرې کړي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، والي د سيمه ييزو راډيوګانو له لارې د زمزمو او موسيقي پر خپرولو بنديز نه دى لګولى او په دې اړه شوې څرګندونې ناسمې تعبير شوي.

هغه زياته کړه، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته سپارښتنه کړې چې د رسنيو مسوولين دې ته وهڅوي څو د ټولنې د اصلاح په موخه داسې خپرونې وړاندې کړي چې مثبت پيغام ولري.

د ده په خبره، همدا نن يې د کندهار د سيمه ييزو رسنيو له مسوولينو سره په همدې اړه غونډه هم لرله چې په کې پر دې مسايلو بحث وشو.

دى وايي، ولايتي اداره د بيان ازادۍ ته ژمنه ده او هڅه يې دا ده چې د رسنيو له لارې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي، پوهنې او ګڼو نورو برخو کې داسې خپرونې وړاندې شي چې د ټولنې د سمون سبب شي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پوهيالي حضرت ولي هوتک هم پژواک خبري اژانس ته وويل، والي ورته سپارښتنه کړې چې د سيمه ييزو رسينو مسوولين وهڅوي چې د خپلو خپرونو له لارې د ښځو د زمزمو او هغو سندرو له نشرولو ډډه وکړي چې ځوانان بې لاريو ته هڅوي.

هغه زياته کړه، والي دغه سپارښتنه تر هغه وروسته کړې چې د کندهار ديني عالمانو او مخورو ورته شکايت کړى چې ځينې رسنۍ د ښځو زمزمې او مزخرفې سندرې نشروي او په دې توګه فحشا خپروي.

د نوموړي په وينا، رسنۍ د دې پر ځاى چې دغسې خپرونې جوړوي، ولې داسې علمي، فرهنګي او ټولنيزې خپرونې نه جوړوي چې خلکو ته يې ډېره ګټه ورسېږي.

دى وايي: ((په همدې بنسټ والي ده ته لارښوونه کړې چې د سيمه ييزو رسنيو له مسوولينو سره کښېني او دې ته يې وهڅوي چې د ټولنې د اصلاح په موخه داسې خپرونې جوړې کړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د راګرځولو، د ټولنيزو اخلاقو د غښتلي کولو، په اسلامي ارشاداتو د ټولنې د فرد فرد د پوهولو، يووالي ته د ځوانانو د رابللو او نورو ټولنيزو پرمختګونو لپاره عامه ذهنيت جوړونه وکړي.))

د ده په خبره، همدا ټکي د رسنيو له اصلي مسووليتونو هم ګڼل کېږي چې دوى به يې په اړه د هغو له استازو سره يوه ګډه غونډه هم جوړه کړي.

دى وايي، د بيان ازادۍ ته ژمن دي، خو د بيان ازادي په دې معنا نه ده چې مقدسات تر پښو لاندې شي.

په کندهار کې د زما په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول بشير صالح دا د بيان له ازادۍ څخه سرغړونه ګڼي او وايي دغه ډول څرګندونو د رسنيو اعتبار ته زيان اړولى او د هغو نوم يې بد کړى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، رسنيو دلته د ژوند په ټولو اړخونو کې خپرونې درلودلې او خلکو ته يې لوى خدمت کړى، خو له بده مرغه دغه ډول څرګندونو نورو ته دا موقع برابره کړه چې رسنۍ وغندي.

د ده په خبره، فکر نه کوي چې دا دې فحشا خپرول وي چې کوم نارينه يا ښځينه راډيو ته زنګ ووهي او له خپلې خوښې سره سم ځينې شعرونه چې غوره پيغامونه پکې نغښتي وي، ډيکلمه يا زمزمه کړي.

د کندهار يو مدني فعال عبدالواسع هڅيال بيا په دې نظر دى چې دغه موضوع يواځې په کندهار کې نه ده، بلکې د ټول هېواد په ولايتونو کې سيمه ييزې راډيوګانې شته او کله کله ښځينه يا نارينه دغو راډيوګانو ته د زنګ وهلو پر مهال ځينې شعرونه ډيکلمه يا زمزمه کوي.

د ده په خبره، دا چې دا موضوع د هېواد په کچه ده، نو په اړه يې تصميم هم بايد د رسنيو د قانون په چوکاټ کې د هېواد په کچه ونيول شي.

د يادونې ده چې پر ټولنيزه شبکه فېسبوک ډېرو خلکو د دغې پرېکړې هرکلى کړى او ويلي يې دي په راډيوګانو کې دې د ښځو پر زمزمو بنديز ولګول شي.    

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور