منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۴ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فراه کې د شنو خونو کرنه ۵۰ سلنه ډېره شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

فراه (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): د فراه په شنو خونو کې کرکېله د تېر کال په نسبت څه باندې پنځوس سلنه ډېره شوې ده او د دغه ولايت کروندګر به د کرنيزو محصولاتو له خرڅلاو څخه ميليونونه ډالره ګټه ترلاسه کړي.

د فراه د کرنې مشر انجنير عبدالمنان متين د دغه مطلب څرګندولو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د شنو خونو کرنه په بريالۍ توګه د پراخېدو په حال کې ده.

نوموړي زياته کړه چې تېر کال په فراه کې په ټوليز ډول پر ١٦٥٠ جريبه ځمکه باندې په شنو خونو کې کرکيله شوې وه؛ خو سږ کال دا کچه٢٥٠٠ جريبو ته لوړه شوې ده.

متين يادونه وکړه چې د دې ډول کښت د حاصلاتو اندازه هم سږ کال لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې تېر کال له يو جريب شنو خونو څخه شاوخوا ٣٠ ټنه او سږ کال ٣٣ ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.

متين وړاندې وويل چې ٤٥٠٠ کسان په په مستقیم ډول په دې برخه کې په کار بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه چې په فراه کې د شنو خونو په کرکيله کې له ٢٢تر ٢٥ ميليونه ډالرو پورې د بزګرو، خصوصي سکتور او دولت له لوري پانګونه شوې ده، ډېرى پانګوال کروندګر او خصوصي سکتور جوړوي.

متين وويل، کومه محاسبه او اټکل چې ترسره شوى دى، سږ کال به د فراه کرونګر څه باندې ١٥ ميليونه ډالره د شنو خونو د حاصلاتو له پلور څخه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د فراه د کرنې رياست د کرنې ترويج مدير شاه محمد وويل چې د دغه ولايت په شنو خونو کې ٩٠سلنه بادرنګ او نږدې لس سلنه رومي بانجان کرل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې لږ شمېر بزګران مرچ او تور بانجان هم کري.

هغه وويل: "ښه حاصل او له لږ کار څخه ډېره ګټه ترلاسه کول د دې لامل شوي څو په فراه ولايت کې کرونګر تر ډېره دې ډول کښت ته مخه کړي."

نوموړي زياته کړه چې دمګړۍ په شنو خونو کې کرکېله يوازې په فراه ولايت مرکز کې دود شوې ده او د پشترود په څېر ولسواليو کې خورا لږ دود شوې ده.

په فراه کې د شنو خونو کښت يو ځل په پسرلي او يو ځل په مني کې ترسره کېږي او نوي سلنه حاصلات يې نورو ولايتونو ته صادرېږي.

په ورته وخت کې د فراه کروندګر د شنو خونو له کرکيلې د خوښۍ څرګندولو تر څنګ له دولت څخه د خپلو حاصلاتو د پلور لپاره د بازارموندنې غوښتنه کوي.

د فراه مرکز د باغ پول کلي اوسېدونکى ٥٣ کلن شيخ احمد چې خپله يو جريب ځمکه کې يې شنه خونه جوړه کړې، وويل چې د دې شنې خونې پر جوړولو يې څه باندې ٧٠٠ زره افغانۍ لګولې دي.

نوموړي په داسې حال کې چې له خپلو دوو زامنو سره په شنه خونه کې د بادرنګو او بانجان روميو په راغونډولو بوخت و، زياته يې کړه: "له هرې يوې ورځې څخه وروسته حاصلات راغونډوو چې د ورځې ترې ١٦٠٠ کيلوګرامه بادنجان او بادرنګ ترلاسه کوو او په بازار کې يې پلورو."

نوموړى له خپلو حاصلاتو څخه خوښ دى او وايي چې رومي بانجان يو کيلو له ٢٨ تر ٣٠ افغانيو او بادرنګ له ٦ تر ٨ افغانيو پورې خرڅوي.

نوموړي يادونه وکړه چې ښايي سږ کال تر دوه نيم ميليونو افغانيو پورې ګټه ترلاسه کړي.

خو شيخ احمد د پلور بازار او د دولت د همکارۍ له نه شتون څخه شکايت وکړ.

نوموړي وويل چې د دغه ولايت په شنو خونو کې کرنه ورځ تر بلې پراخېږي، خو د پلور مناسب بازار نشته او د کرنې رياست هم په دې برخه کې کوم کار نه دى کړى.

د هغه په وينا، دولت بايد د شنو خونو حاصلاتو ته بهرنى بازار ومومي څو د حاصلاتو بيې لوړې شي او کرونګر زياته ګټه ترلاسه کړي.

د فراه د مرکز ريګي کلي اوسېدونکي احمدشاه په فراه ولايت کې د کرونګرو حاصلاتو ته د سړو خونو له نه شتون څخه شکايت وکړ او ويې ويل: "سږ کال له پاکستان او ايران هېوادونو د روميانو او بادرنګو د نه وارداتو له امله بازار ښه شوى دى؛ خو بيا هم د مارکېټ له ستونزې سره مخ يو."

نوموړي زياته کړه: "موږ په فراه ولايت کې سړې خونې نه لرو او نه شو کولى حاصلات د ژمي لپاره وساتو، نو ځکه په ژمي کې له ايران او پاکستان څخه بادرنګ او رومي بانجان بازار ته راوړل کېږي او څو برابره لوړ نرخ باندې پلورل کېږي."

احمدشاه وويل چې د شنو خونو حاصلات خورا ښه کيفيت لري او دولت يې بايد نورو هېوادونو ته د صادراتو لار هواره کړي.

په ورته وخت کې د فراه د کرنې رييس عبدالمنان متين وويل چې دوی نه دې توانېدلي څو له ايران او پاکستان څخه په واردېدونکو بادرنګو او روميانو تعرفه لوړه کړي؛ نو ځکه اوسمهال ايراني محصولات فراه ته راوړل کېږي.

هغه وويل چې سږنى بازار ډېر ښه دى؛ ځکه تېر کال يو کيلو بادرنګ څلور افغانۍ وو خو سږ کال اووه افغانۍ پلورل کېږي.

متين وويل، هڅه کوي د فراه شنو خونو محصولات ترکمنستان ته صادر شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه